انګلستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د انګلستان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د انګلستان په کوربتوب د ۳ ټیسټ سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه انګلستان په ۳ ویکیټو پاکستان ته ماتې ورکړه.

د پاکستان لومړۍ پاڼۍ

په یاده لوبه کې پاکستان لومړی توپوهونه پيل کړه، چې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۲۶ منډې جوړې کړې.
شین مسعود ۱۵۶، بابراعظم ۶۹ او شاداب خان بیا ۴۵ منډې جوړې کړې.
د انګلستان لپاره براډ  او ارچر درې‌ـ‌درې، ووکس درې او انډرسن و بیس بیا یوه‌ـ‌یوه ویکیټه واخیستله.

د انګلستان لومړۍ پاڼۍ

انګلستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۹ منډې جوړې کړې.
د انګلستان لپاره پوپ ۶۲، بټلر ۳۸ او براډ بیا ۲۹ منډې جوړې کړې.
په دې لوبه کې د انګلستان ۴ لوبغاړي یاسر شاه، دوه‌ـ‌دوه لوبغاړي محمدعباس او شاداب خان او یو‌ـ‌یو لوبغاړی بیا شهین شاه افریدي او نسیم شاه وسوځول.

د پاکستان دویمه پاڼۍ

دا ځلې پاکستان په دویمه پاڼۍ کې ښه توپوهنه ونه کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۶۹ منډې جوړې کړې.
یاسرشاه ۳۳، شفیق ۲۹ او محمدرضوان بیا ۲۷ منډې جوړې کړې.
د پاکستان درې لوبغاړي سټورټ براډ، دوه‌ـ‌‌دوه لوبغاړي کریس ووکس و بین سټوکس، خو ارچر او بیس بیا یوـ‌یو لوبغاړی وسوځاوه.

د انګلستان دویمه پاڼۍ

کله چې انګلستانۍ لوبډله دویمي پاڼۍ ته کښته شوه، نو د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۷۷ منډې وکړې او د پاکستان له لوري ورکړل شوی هدف یې پوره کړ.
په دې سره دا لوبه انګلستان په ۳ ویکټو له پاکستان نه وګټله.
ووکس ۸۴، بټلر ۷۵، روټ ۴۲ او سیبلي بیا ۳۶ منډې د انګلستان لپاره وکړې.
په دې وروستۍ پاڼۍ کې بیا د پاکستان لپاره ۴ ویکټې یاسرشاه، خو شهین شاه افریدي، محمدعباس او نسیم شاه بیا یوه‌ـ‌یوه ویکټه واخیستله.
د یادې لوبې غوره لوبغاړی د انګلستانۍ لوبډلې کریس ووکس وټاکل شو، هغه د خپلې لوبډلې په ګټه دواړه پاڼیو کې ۱۰۳ منډې او ۴ ویکټې واخیستلې.
ټاکل سوې دا دوه هیوادونه دوهمه ټیسټ لوبه د روانې اګسټ میاشتې په ۱۳مه نېټه پيل کړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.