اسټرالیا او انګلستان هیوادونه راتلونکې میاشت سیالۍ لري

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه محمدصابر حمیدي

د اسټرالیا او انګلستان کرکټ بورډونو تازه خبر ورکړی، چې په راتلونکې سیپټمبر میاشت کې دا دوه هیوادونه درې شل اوریزه او درې بیا یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.
د کرکټ نړیوالي شورا راپور ورکړی، چې انګلستان او اسټرالیا لومړی د شل اوریزه سیالیو لړۍ او له هغه وروسته بیا د یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کوي.
ددې شورا د راپور له مخي لومړۍ شل اوریزه لوبه د سیپټمبر په ۴مه نېټه، دویمه په ۶مه نېټه او درېیمه بیا په ۸مه نېټه ترسره کیږي.
ددې ترڅنګ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د سیپټمبر په ۱۱مه نېټه دویمه لوبه په ۱۳مه نېټه او درېیمه لوبه بیا په ۱۶مه نېټه ترسره کیږي.

دا لوبې انګلستان کې ترسره کیږي.
په ورته وخت کې اسټرالوۍ لوبډلې دې سیالیو ته خپله ۲۱ کسیزه لوبډله هم اعلان کړې ده، چې په دې ډول ده:
ایرون پینچ، سین ابوټ، ایشټن اګر، الیکس کېري، پات کومینز، جوش هزلوډ، مارنوس لبیسچینج، نتن لاین، میچل مارش، کلین مکسویل، ریلي میرډیټ، جوس پیلیپ، ډانیل سمز، کین ریچارډسن، سټوین سمیت، میچل سټارک، مارکوس سټونیس، انډري ټای، متیو وېډ، ډیویډ وارنر او ادم زیمپا.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.