
انګلستانۍ لوبډلې د یو ورځنیو لوبو د نړیوالو جامونو له تاسیس څخه تر دې دمه ۱۴۹ شپږیزې وهلي، دې لوبډلې په ۱۹۷۵ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې، چې لومړی پړاو یې و، ۸ شپږیزې وهلې وې.
۱۹۷۹ م کال جام کې یې په یوه پآڼۍ توپ وهنه کې ۶ شپږیزې وهلې وې، ۱۹۸۳ م کال کې انګلستاني لوبغاړو ۱۷ شپږیزې وهلې وې، ۱۹۸۷ م کال کې انګلستانۍ لوبډلې د توپ وهنې په پاڼۍ کې ۱۰ شپږیزې وهلې وې.
پنځم پړاو نړیوال جام په ۱۹۹۲ م کال کې ترسره شو، دغه جام کې د انګلستان لوبډلې په یوه پاڼۍ کې ۱۱ شپږیزې وهلې وې، ۱۹۹۶ م کال کې شپږم پړاو نړیوال جام ترسره شوی و، چې انګلستانۍ لوبډلې پکې په یوه پاڼۍ کې ۹ شپږیزې وهلې وې، ۱۹۹۹ م کال کې اووم پړاو نړیوال جام ترسره شو او انګلستان پکې په یوه پاڼۍ کې ۴ شپږیزې وهلې وې.
۲۰۰۳ کال کې اتم پړاو نړیوال جام وشو، چې انګلستان پکې په یوه پاڼۍ کې ۱۲ شپږیزې جوړې کړې وې، ۲۰۰۷ م کال کې نهم پړاو نړیوال جام ترسره شوی و، چې انګلستان پکې په یوه پاڼې توپ وهنه کې ۲۲ شپږیزې وهلې وې، ۲۰۱۱ م کال کې لسم پړاو نړیوال پنځوس اوریز جام ترسره شوی و، چې دې جام کې په یوه پاڼۍ کې د انګلستان شپږیزې ۱۳ وې، ۲۰۱۵ م کال کې د نړیوال جام یوولسم پړاو ترسره شو، په دې جام کې د انګلستانۍ لوبډلې له خوا په یوه پاڼۍ توپ وهنه کې ۱۸ شپږیزې وهل شوې وې او ۲۰۱۹ م کال کې د نړیوال جام دولسم پړاو دی، دې جام کې دې لوبډلې د افغانستان خلاف تر ټولو زیاتې شپږیزې ووهلې او د نړیوالو جامونو ریکارډ یې خپل کړ.
په یوه پاڼۍ کې د انګلستانۍ لوبډلې له خوا ۲۵ شپږیزې وهل، ستر نړیوال ریکارډ شو.
ایئن مورګن په ۱۷ شپږیزې ووهلې او په یواځې ځان یې د زیاتو شپږیزو لومړی ریکارډ خپل کړ.
مورګن اوس په روان نړیوال جام کې په شپږیزو کې هم مخکښ شو، له دې وړاندې څلورو لوبو کې مورګن ۵ شپږیزې وهلې وې؛ خو د افغانستان خلاف یې د ۱۷ شپږیزو په لوبولو سره د ده د شپږیزو شمېر تر ۲۲ ورساوه، له دې وړاندې اسټرالیایي لوبډلمشر اېرون فېنچ په روان نړیوال جام کې ۱۶ شپږیزې وهلې وې او لومړي مقام کې و؛ خو اوس ترې دا مقام انګلستاني لوبډلمشر ایئن مورګن ونیو.
نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د زیاتو شپږیزو وهونکي توپ وهونکي
لومړي مقام کې ایئن مورګن دی، په یوه پاڼۍ کې د ۱۷ شپږیزو وهل یې ریکارډ شو، دوهم بیا روهېټ شرما دی، ده په ۲۰۱۳ م کال کې د اسټرالیا خلاف یو ورځنۍ لوبه کې ۱۶ شپږیز وهلې وې، دریم بیا ای بي ډیویليئرس دی، هغه د ویسټ انډیز خلاف ۲۰۱۵ م کال کې په یواځې ځان یوه لوبه کې ۱۶ شپږیزې وهلې وې.
څلورم مقام د کرېس ګېل دی، هغه هم ۱۶ شپږیزې ۲۰۱۵ م کال کې د زِمبابوې خلاف وهلې وې او پنځم مقام بیا د شېن واټسن دی، هغه په ۲۰۱۱ م کال کې په یواځې ځان په بنګله دېش ۱۵ شپږیزې وهلې وې.