تېره شپه د انګلستان ساوتمټن سیمه کې د روز بول لوبغالی د اسټرالیا او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د لومړۍ شل اوریزې لوبې کوربه و.
په دې لوبغالي د انګلستان کرکټ لوبډلې وکولای شول، چې د شل اوریزو لوبو تر ټولو مخکښه کرکټ لوبډله ماته کړي.
د لوبې ټاس اسټرالیا وګاټه خو د لومړۍ توپوهنې بلنه یې انګلستان ته ورکړه.
دې لوبډلې لپاره که څه هم چټک توپوهونکي جاس بټلر ښه پیل وکړ؛ خو د لوبې په اتم اوورکې د اسټرالیایي اشټن اګر لخوا د بټلر او ټام بنټن وېکټو اخېستلو د انګلستان لوبډلې د چټکو منډو جوړولو مخه ډب کړه.
خو د انګلستان لپاره باتجربه لوبغاړی ډېوېډ مېلن تر وروستیو شېبو د بالرانو په مقاومت کې ودرېد او بالاخره خپلې لوبډلې ته یې ۶۶ قیمتي منډې جوړې کړې.
انګلستان د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۲ منډې وکړې.
د اسټرالیا لپاره د هدف پوره کولو په تکل دوه پخواني او مشر لوبغاړي ډېوېډ وارنر او اېرون فېنچ پیل ته راغلل.
ملګرتیا یې خورا ښه وه؛ خو د وارنر او فېنچ په رخصتېدلو سره د لوبډلې د توپوهنې ستنې ونړېدې.
دې لوبډلې په شل اورونوکې د ۶ وېکټو په نقصان سره د وارنر د ۵۸ منډو او فېنچ د ۴۶ منډو په مرسته ۱۶۲ منډې وکړې.
لوبه انګلستان په دوه منډو وګټله او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ډېوېډ مېلن هسکه کړه.
د انګلستان کرکټ لوبډلې وروستۍ یوولس لوبې
انګلستان د تېرې شپې لوبې په ترسره کولو سره په دې وروستیو کې یوولس شل اوریزې لوبې کړي، چې دې لوبو کې یې ۶ لوبې ګټلي، څلور یې بایللي او یوه لوبه یې له پاکستان سره د اګسټ په ۲۸ مه نېټه د باران له امله بې پایلې شوه.
د انګلستان کرکټ لوبډله او دویمه شل اوریزه لوبه یې
د سبا د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په ۶ مه نېټه انګلستان او اسټرالیا دویمه شل اوریزه لوبه کوي، دا لوبه د افغانستان پر وخت ماښام ۵ بجې او ۴۵ دقیقې پېلېږي.
که انګلستان دا لوبه وګټي د درې شل اوریزو لوبو لړۍ یې په ګټه حسابېږي او له دې سره ښایي د اسټرالیا کرکټ لوبډله له لومړي مقام څخه دویم مقام ته راوغورځوي او د انګلستان لوبډله به په شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړي.