
نړیوال جام کې ځېنې لوبډلې دومره چټکې پرمخ روانې دي، لکه اسټرالیا، نیوزیلېنډ او هندوستان خورا فوم کې ښکاري؛ خو انګلستان هم ځان له چا کم نه ګڼي، تېره شپه بیا بنګله دېش د خپل لومړي نمبر الراونډر شکېب الحسن په مرسته ویسټ انډیز په خورا ښه ډول مات کړ.
دا نړیوال جام د ځېنو لوبډلو په ماتو او د ځېنو په خورا ښو بریاوو مخته روان دی، نن افغان لوبډلې ته ډېرې هیلې شته، چې لوبغاړي به له زړه لوبه وکړي او وهمونه به یې له سرونو ووځي.
د شاردا اوګرا په نامه یو تن په کرېک انفو وېب پاڼه کې ستره مقاله خپره کړې، د ده په مقاله کې ویل شوي، چې ایا افغانستان به وکولای شي، چې د انګلستان په ماتولو سره د تېرو ماتو جبران وکړي او بېرته د خلکو زړونه لاسته راوړي؟
ده ویلي د یکشنبې په ورځ هند د پاکستان پر وړاندې په زړه پورې بری خپل کړ او بنګله دېش د دوشنبې په ورځ ویسټ انډیز نهیلی کړ.
هغه کاږي نن سه شنبه انګلستان د ټپي لوبغاړو له امله رنځ وړي او افغان لوبډله کولای شي، چې انګلستانۍ لوبډله په ماتې سره وننګوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې ځېنې لوبې باران ومینځلې، د پاکستان او سریلانکا لوبه، د بنګله دېش او سریلانکا لوبه، د نیوزیلېنډ او هندوستان او د ویسټ انډیز او افریقا لوبې باران بې پایلې کړې.
شاردا اوګرا وایي په لوبډلو کې نن سبا فردي مهارت ډېر مهم دی، د بنګله دېش لپاره شکېب الحسن او لېټن ډاس اتلان شول، د هند لپاره روهېت شرما او ویرات کولي قهرمانان شول، د اسټرالیا لپاره اېرون فېنچ اتل دی او ښایي افغان لوبډلې لپاره هم یو لوبغاړی یا دوه لوبغاړي د اتلانو رول ولوبوي.
دی وایي یو ورځنۍ لوبې اوس عجیب پړاو ته داخلې شوې دي، هغه وایي دا څه د اولمپيک سیالۍ نه دي، چې په ګروپي ډول لوبغاړي مېډالونه وګټي، بلکې هر یو کولای شي، په فردي ډول هم د ځان او هم د هېواد لپاره ښه لوبه وکړي او افغان لوبډله وځلوي.
نوموړی ټینګارکوي، افغانستان یواځې همدې روانه پېړۍ کې کرکټ پیل کړی، افغان لوبغاړي د مسلکیت او مهارتونو په لور روان دي، دوی مېتودونه زده کړي، افغانستان د سلو (۱۰۰) لوبډلو په منځ کې تر لسم مقام رارسېدلی او دوی باید اوس دا کمپاین په پرمختګ سره جاري وساتي.
شاردا اوګرا د ګلبدین نایب هغو خبرو ته اشاره کړې، چې هغه ویلي وو، مونږ په تېرو څلورو لوبو کې هیڅ پنځوس اورونه ونه لوبول.
نایب ویلي زمونږ لوبډله سختو هڅو او لا نور مسلکي کرکټ ته اړتیا لري.
اوګرا زیاتوي د پاکستان او هندوستان خطرناکه سپېن توپ اچونه، ښایي افغان غوراوي کمېته وهڅوي، چې مجیب الرحمن بېرته ۱۱ کسیزنوملړکې شامل کړي.
د پاکستان عماد وسیم او حفیظ د هند خلاف ښه توپ اچونه وکړه او کولدیپ یداف بیا د پاکستان خلاف زبردسته توپ اچونه وکړه.
د انګلستان له لوبډلمشر ایئن مورګن څخه چې کله د افغان لوبډلې په اړه وپوښتل شول، هغه وویل زه باوري یم چې افغان لوبډله په نړیوال جام کې لوبډلې ماتولی شي.
خو دوی تر اوسه لوبه نه ده ګټلې او دا لوبه ورته خورا ننګوونکې ده.
مورګن وایي افغان لوبډله باید په ځان باور ولري او لوبغاړي باید خپلو ځانونو ته پوره ښه نظر وکړي.
افغان لوبډله په نړیوال جام کې له پنځه نورو لوبډلو سره هم لوبې لري او ګورو، چې له انګلستان، پاکستان، بنګله دېش، هند او ویسټ انډیز سره څنګه لوبې نندارې ته وړاندې کوي.