انګلستان په پرلپسې ډول له «۳۰۰» د پورته منډو کولو ریکارډ جوړکړ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

 انګلستان په ۲۰۱۹ م کال کې د اسټرالیا د شپږ ځلې ۳۰۰ جمع یا تري هنډرېډ پلس منډو ریکارډ مات کړ.
اسټرالیا د ۲۰۰۷ کال په نړیوال جام او نورو لوبو کې ۶ ځلې؛ درې سوه جمع منډې هدفونه د مقابلو لوبډلو پر وړاندې اېښي وو؛ خو پرون د بنګله دېش خلاف دا ریکارډ انګلستان مات کړ او ۲۰۱۹ م کال کې یې په پرله پسې ډول د لوړو هدفونو اېښودلو ریکارډ خپل کړ.
انګلستان د نړیوال جام په ۱۲ مه لوبه کې د بنګله دېش خلاف د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۸۶ منډې وکړې او ۳۸۷ منډې هدف یې وړاندې کړ، دا د انګلستان لپاره لومړی سترهدف شو، چې نړیوال جام کې یې وړاندې کوي.
له وړاندې انګلستان د پاکستان خلاف په لوبلړۍ لوبوکې ۳۳۴ منډې هدف اېښی و.
انګلستان په څلورو لوبوکې په پاکستان درې سوه پلس منډې کړي دي، ۳۵۱ په ۹ وېکټو، ۳۴۱ په ۷ وېکټو، ۳۵۹ په ۴ وېکټو او ۳۷۳ په ۳ وېکټو د انګلستان هغه هدفونه دي، چې د پاکستان  خلاف یې ۲۰۱۹ کال کې وړاندې کړي دي.
او ۳۱۱ منډې هدف یې د سهیلي افریقا پر وړاندې هم اېښی دی.
په ۲۰۱۹ کال کې دا اووم ځل درې سوه جمع منډې دي، چې انګلستانۍ لوبډله یې جوړوي او ریکارډ خپلوي.
د انګلستان لپاره د جېسن رای ریکارډ
جېسن رای چې د انګلستان اوپنر توپ وهونکی دی، ددغه هیواد لپاره دوهم لوبغاړی شو، چې په نړیوال جام کې یې په ګټه دوهمې زیاتې منډې کوي.
له دې وړاندې پخواني کیڼ لاسي لوبغاړي او لوبډلمشر انډریو سټراس ۱۵۸ منډې جوړې کړې وې؛ دا منډې سټراس د ۲۰۱۱ کال په نړیوال جام کې د هند پر وړاندې ترسره کړې وې.
۲۰۱۹ کال کې جېسن رای د بنګله دېش خلاف د نړیوال جام په ۱۲ مه لوبه کې ۱۵۳ منډې وکړې او انګلستاني توپ وهونکو کې دوهم نمبر شو.
eng r.jpg
دېنېس امېس په ۱۹۷۵ کال کې د هند خلاف نړیوال جام کې ۱۳۷ منډې کړې وې.
کیت فلېچر په ۱۹۷۵ م کال جام کې د نیوزیلېنډ خلاف ۱۳۱ منډې کړې وې.
او ډېوېډ ګاور د ۱۹۸۳ م کال نړیوال جام پر مهال د نیوزیلېنډ خلاف ۱۳۰ منډې کړې وې.
نړیوال جامونه او د انګلستان پنځه ستر هدفونه
۲۰۱۹ کال کې د بنګله دېش خلاف ۳۸۷ منډې هدف اېښودل د انګلستان د کرکټ په تاریخ کې ستر هدف دی.
۲۰۱۱ کال کې د هدف خلاف ۳۳۸ او بیا د هند خلاف ۱۹۷۵ کې ۳۳۴، ۲۰۱۹ کال کې یې د پاکستان خلاف هدف پوره کولو پسې ۳۳۴ منډې وکړې او په ۱۹۸۳ کال کې یې د سریلانکا خلاف ۳۳۳ منډې کړې وې.
دا پنځه هغه ستر هدفونه او منډې جوړول دي، چې د انګلستان په ریکارډونو کې شمېرل کېږي.
انګلستاني توپ وهونکو د بنګله دېش خلاف پرونۍ لوبه کې ۱۶ شپږیزې ووهلې، چې په نړیوالو جامونو کې په یوه پاڼۍ کې دا دوهمې  زیاتې شپږیزې دي، تر دې وړاندې ویسټ انډیز د زِمبابوې خلاف ۱۹ شپږیزې وهلي دي.