لیکنه: بشر دروېش
څوک چې مینه او مفهوم یې پېژني، لیلا او مجنون هم حتمي پېژني. د مجنون په اړه له ټولو روایاتو به خبر یئ، چې د لیلا د لاسته راوړلو لپاره یې په هر ډول ممکنو هڅو ځان ستړی کړ.
اوس به درته د داسې یوه چا کیسه وکړو، چې د ۲۱ مې پېړۍ ماډرن مجنون یې ګڼلی شوو.
دا یو کاناډایي سړی دی، معشوقه یې ترې ورکه وه، خو ده یې د پيدا کولو لپاره شاوخوا دوه نیم سوو هغو نجونو ته ایمیلونه کړي، چې د معشوقې هم نامې یې وې.
د کارلوس د مینې داستان
کاناډایی کارلوس زتینا کالګاري په نوم یوه پوهنتون ته نیږدې یوه ورځ یوې نجلۍ سره مخ کیږي. دا لیدنه تصادفي وي، نجلۍ «نیکول» نومیږي او د هالینډ هېواد اړونده وي.
نیکول محصله او دلته د لنډې مودې لپاره راغلې وي، کارلوس همدلته زړه پرې بایلي، د ټلیفون شمېره یې غواړي خو نیکول چې د ټلیفون شمېره یې سمه نه وي زده، سهواً غلطه شمېره ورکوي.
دا لیدنه په یو ډول تمامه شي، کارلوس چې هڅه کوي نیکول ته زنګ ووهي، مخابراتي شبکه وایي شمېره دې غلطه ده.
د کارلوس باتوري
کارلوس چې ګوري نیکول یې له لاسه وتې، خواشینی کیږي خو د مجنون په شان ګرېوان نه شلوي او په سر خاورې نه بادوي.
دی انټرنیټ ته کیني، د نیکول ټولو هم نامومحصلو نجونو ته چې شمېر یې نیږدې دوه نیم سوو ته رسیږي داسې ایمیل استوي: دا ډله ییز ایمیل د نیکول په نومو ټولو نجونو ته دی، کومې ځانګړنې چې زه یې وایم، که ستاسې اړوند نه و، سرپرې مه خوږوئ، خو که ستاسې اړوند وې، هیله ده ځواب راکړئ!
دی د ایمیل په دوام لیکي: که اسمت نیکول او هالینډۍ یې، هیله ده ځواب راکړې.
له دې متن لیکلو وروسته کارلوس ۲۴۷ نیکول نومې نجونو ته خپل ایمیل استوي.
نېمګړې خو نه پښیمانیدونکې هڅه
د کارلوس دا هڅه نېمګړې پاتې کیږي، خو هومره نه چې دی پرې پښېمانه شي. په دې ډله ییز ایمیل کې یې د هغې نیکول ایمیل نه وي موندلی، چې دی یې غواړي.
دلیل یې دا وي، چې هغه لنډ مهاله محصله وي او پوهنتون ورته پخپله رسمي پاڼه ایمیل نه وي جوړ كړی.
د هم نامو نجونو مرسته
د نیکول په نوم اکثره نجونې چې په ډله ییز ایمیل کې شاملې وي، کارلوس ته د بریالیتوب هیله کوي. دوی پخپل منځ کې یو بل ته ایمیلونه کوي او هوکړه کوي، چې سره یو ځای او د کارلوس د معشوقې په موندلو ګډ کار وکړي.
همداسې کوي هم، دوی په فیسبوک کې د «ورکه شوې نیکول» په نوم یو ګروپ جوړوي، چې چېرته په دې نوم نجلۍ په مخه ورځي، ور اډ کوي یې او خبره دې ته رسیږي، چې اصلي او ورکه شوې نیکول پيدا او د مجنون اندیښنې یې کمیږي.
دوی له دې خوشالۍ وروسته ګډه مېلمستیا او جشن نیسي، ټول خاندي او مینې ته د «زنده باد» نارې وهي.