ايلایز پيري پر کرکټ حکمراني کوي

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
د اسټراليا ښځينه کرکټ لوبډله د کرکټ د نړيوالي شورا د يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو په درجه بندۍ کي لومړی مقام لري.
خو د نارينوو کرکټ ملي لوبډله او هيڅ لوبغاړی يې هم د کرکيټ د نړيوالي شورا د لوبو د درجه بندۍ په هيڅ فارمټ کي لومړی مقام نلري، بې له مکسويله چي په ۲۰ اووريزو لوبو کي لومړی مقام الراونډر دی.
pvjmfatiio 1533822390 ايلایز پيري پر کرکټ حکمراني کوي
خو ايلايز پيري په يوازي سر د ښځينه نړيوال کرکټ د يو ورځنيو لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ،او د الراونډارنو په درجه بندۍ لومړی مقام لري.
او دادی اوس يې په ښځينه بيګ باش ليګ کي د ډيرو منډو کولو ريکارډ هم جوړ کړ.
تر دې وړاندي د اسټراليا کرکټ لوبډلمشري ماګ لانينګ د بيګ باش په يوه ټورنمينټ کي د ۵۶۰ منډو په کولو سره د ډيرو منډو ريکارډ درلود ، خو پيري دا ريکارډ مات کړ.
۲۸ کلني پيري په روان بيګ باش ليګ کي تر دې مهاله ۶۱۷ منډي کړي او د ډيرو منډو کولو ريکارډ يې په خپل نوم کړ.
methode times prod web bin 2601f2cc c6d7 11e7 92dc 06edfbca4aab ايلایز پيري پر کرکټ حکمراني کوي
نوموړې په نړيوال کرکټ کي هم د ځان سره يو شمير ريکارډونه لري او اکثريت وخت يې دخپلي لوبډلي په بريا کي تربلي هري لوبغاړي ډير رول لوبولی دی.
پيري چي په روان ښځينه بيګ باش ليګ کي د سيدني سيکسرز لوبډلي لوبډلمشره ده په ۱۲ لوبو کي د ۲ سليزو او ۴ نيمه سليزو ريکارډ هم لري.
نوموړې د ښې توپوهني او ډګرساتني ترڅنګ يو غوره توپ اچونکې هم ده.
پيري د ښځينه بيګ باش ليګ په اتم پړاو کي تر دې مهاله ۸ وکيټي اخيستي دي.
نوموړې نړيوال کرکټ په ۲۰۰۷ز کال کي د نيوزلينډ په وړاندي په يو ورځنۍ لوبه کي پيل کړ.
دغه الراونډره په ۷ ټيسټ لوبو کي ۳۰ ویکټي لري، او ۴۳۲ منډي يې کړي چي د يوې سليزي او يوې نيمه سليزي په درلودلو سره يې تر ټولو ډيري منډي ۲۱۴ دي.
Ellyse Perry of Australia bowls during the warm up match against South Africa ICC Womens World Cup Warm up Match Australia v South Africa Oakham 1 e1540224091474 ايلایز پيري پر کرکټ حکمراني کوي
په ۱۰۰ يو ورځنيو لوبو کي يې ۱۳۱ ویکټي اخيستي او ۲۵۸۱ منډي يې کړي چي نيمه سليزي پکښې لري.
په ۱۰۲ شل اووريزو لوبو کي يې ۹۵۱ منډي کړي او ۱۰۰ وکيټي لري.
الراونډره ايلایز پيري د کرکټ ترڅنګ د اسټراليا د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې هم ده.