هغه وسایل، چې ډېر یې کاروئ او له میکروبه ډک دي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

نظافت د ایمان یوه برخه ده، اسلام، طب او ګڼ علوم یې په همېشني رعایت ټینګار کوي.
تاسې هر یو باوري یوو، چې د نظافت ساتلو لپاره مو پوره متوجه یاست، خو دلته د هغو وسایلو په اړه معلومات درکوو، چې هره ورځ یې په ځلونه ـ ځلونه استعمالوئ، خو خبر به نه یاست، چې تر ټولو ډېر میکروبي دي.
دا چې دا وسایل کوم دي، په دې مطلب کې به یې در ته واضح کړو.
د ټلویزون ریموټ
ټلویزون د اوسنۍ نړۍ یو له ترټولو ډېرو کاریدونکو وسیلو څخه دی. دا وسیله د هر عمر لرونکی انسان کاروي، هم د خبرونو وسیله ده، هم د تفریح او هم د روزنې او نورو.
د تلویزون پاک ساتلو ته ممکن متوجه اوسئ، د دې لپاره به یې هم پاک ساتئ، چې خونه او محیط مو پرې ښه ښکاره شي، خو خبر به نه یاست، چې خپله تلویزون نه د تلویزون د ریموټ ډېر پاک ساتل ضرور دي.
د تلویزون ریموټ د کورنۍ هرغړی، مېلمه او په دفتر کې د مراجعینو له لورې مو ورځ کې لسګونه ځله لاس په لاس کیږي.
ریموټ د هغو وسایلو په سرکې راځي، چې میکروب ډېر زیات سرایت ورته کوي.
د دې لپاره ښه ده، چې هره ورځ یا څو ورځې وروسته د تلویزون ریموټ په یوې پاکې ټوټې یا بل مناسب شي پاک کړئ.
د موټر اشټرینګ
ستاسې موټر ته به یا خپله ډېرکینئ، یا به یې دوستانو او کورنۍ غړو ته هم د تګ راتګ لپاره ورکوئ.
د موټر ظاهري نظافت خو به خامخا په نظرکې نیسئ، ځکه ستاسې د شخصیت او حیثیت اړوند خبره ده.
خو د موټر اشټرینګ پاک ساتل له هرڅه ډېر ضرور دي.
له اشټرینګ سره د موټر چلوونکي ډېر تعلق وي، له دې کبله یې باید هره ورځ پاک کړئ او پرې نه ږدئ چې میکروب یې تاسې ته انتقال شي.
موبایل
موبایل له هرڅه ډېر تاسې سره وي او تر هرڅه زیات ورته د میکروب او بکتریاوو د انتقال امکان شته.
په کور یا دفتر کې حتماً درسره د موبایل د پاکولو وسایل او ځانګړی تېل ولرئ، څو میکروبونه ترې درته انتقال نه شي.
کمپیوټر
له کمپیوټر سره که هغه لیپ ټاپ وي یا ډیسټاپ، خامخا زیات سروکار لرئ.
د دې پاکولو لپاره هم په کور او دفتر کې ځانګړی تېل او وسایل درسره وساتئ. هر سهار یا بل هر وخت چې کار پيلوئ خپل کمپیوټر پاک کړئ څو میکروبونه ترې درته ونه لېږدیږي.
د غوښې کونده
په کورونو کې حتماً د غوښې لپاره د لرګیو کونده لرئ، دا هم هره ورځ وینځئ او د میکروب ضد مواد پرې وکاروئ.
که داسې ونه کړئ په اسانه یې میکروبونه ستاسې غذا او وجود ته ځان انتقالوي.
د جامو وینځلو ماشین
دا ماشین ظاهراً پاک ښکاري، خو پاک نه دی. ستاسې له جامو ټول میکروبونه پکې ځان ځایوي او په دې ډول ستاسې وجود ته سرایت کولای شي.
د جامو مینځلو نه مخکې او وروسته د میکروب ضد مواد په دغه ماشین کې وکاروئ.
د اوبو نل
په کورونو او تشنابونو کې به حتماً د اوبو نل لرئ، هره اونۍ حد اقل دې نلونو ته د میکروب ضد مواد او پریمانه اوبه واچوئ څو له میکروبونو پاک او په دې ډول بې میکروبونه اوبه وڅښئ.
بیک
ډېر خلک په خاص ډول ښځینه د ګرځیدو په وخت ځان سره بیکونه لېږدوي، دا بیکونه په ښار کې یا بل هر چېرته چې ځئ راځئ، له میکروبونو خوندي نه دي.
میکروبونه به یې په سترګو نه درته ښکاري، خو خامخا یې جذبوي.
د دې لپاره ښه ده، چې هره ورځ خپل بیکونه پاک او له میکروبونو وژغورئ.
د اشپزخانې اسفنج
په اشپزخانه کې حتماً اسفنج کاروئ، دا هم حد اقل په ورځ کې له میکروب ضد موادو سره ووینځئ، ښه وزبېښئ او لمر ته کیږدئ، چې میکروبونه یې ووژل شي.
غوږۍ (ګوشکۍ)
د ټلیفون او کمپیوټر لپاره حتماً ګوشکۍ کاروئ، غوږونه پوهیږئ چې هم خپله میکروب تولیدوي او هم له ګوشکیو څخه میکروب جذبوي.
په اونۍ کې حد اقل یو ځل ګوشکۍمو ښه پاک کړئ، چې له میکروبونو یې وژغورل شئ.
بالښت
د خوب بالښت سره مو هره شپه او ورځ سروکار وي. حتمي ده چې ویښتو به مو میکروبونه جذب کړي وي او بالښت ته به یې انتقالوي. د دې لپاره چې له دې میکروبونو څخه درته ناروغۍ پیدا نه شي، لږ ترلږه په هرو درېیو میاشتو کې مو بالښت ووینځئ.
د برق سویچ
د برق له سویچونو سره هم زیات محتاط اوسئ. هم ستاسې او هم د نورو لاس پرې ډېرلګیږي، هرو څو ورځو کې یې له میکروب ضد موادو سره پاک کړئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.