خبریال: فضل الله فضلي
له هغه وروسته چي ایراني ځواکونو لسګونه افغان ځوانان تر نیولو او وهلو وروسته هریردو سیند ته واچول، د افغانانو غبرګونونه پارولي دي.
له دې پېښي وروسته په یو بله پېښه کي بیا د دې هیواد په یزد ولایت کي پولیسو د افغان ځوانانو څخه ډک موټر په ټکانو وسوځوئ، چي پکښي ۳ تنه ووژل سول، غبرګونونه پراخ کړي او لاریونونه پیل سوي دي.
لومړی د هیواد په پلازمېنه کابل، کندهار، ننګرهار او هلمند کي یو شمېر ځوانانو لاریونونه وکړل او له هغه وروسته نورو هیوادونو ته وغځېدل.

تېره ورځ د امریکا په پلارمېنه واشنګټن ډي سي کي او تر څنګ یې په فرانسه، جرمني او لندن کي هم د افغانانو په ملاتړ د ایران د ظلم پر خلاف لاریونونه سوي دي.
لاریون کوونکو د We are Burning یعني موږ سوځو په نامه لاریون وکړل او د ایران پر ضد یې شعارونه ورکول او د دې هیواد رژیم یې خونکار یاد کړ.

په واشګټن کي لاريون کوونکي د ایران سفارت مخ ته راټول سوي وه او د دې هیواد پر ضد د شعارونو ترڅنګ یې له نړیوالو وغوښتل چي ایران دي د بشري حقونو د پښو د لاندي کولو له امله باید وپوښتل سي.
په فرانسه کي بیا د فرانسیې د پلازمیني پاریس په ریپلیک میدان کي لسګونه افغانان راټول سشوي وه او (مرګ د ایران په اخوندي رژیم) او (مرګ د ایران په لاسپوڅو افغانانو) شعارونه يي ورکول او په ایران کي يې پر افغان کډوالو ظلمونه په سختو ټکو وغندل.
4
تېره یکشنبې ورځ په لندن کي هم سلګونه افغان ځوانان د ایران سفارت مخ ته راټول سول او د ایراني پولیسو ظلم یې په افغان کډوالو وغندئ.
لاريونکوونکو افغانانو د (افغان وژنه بس کړئ او موږ عدالت غواړو) په شعارونو سره پر نړیوالي ټولني ږغ وکړل، چي د ایران د ظلم پر وړاندي دي اقدام وکړي.
5
بلخوا په کابل کي د ایران د سفارت مخ ته د افغان ځوانانو د احتجاجونو له امله ایران په خپل هیواد کي افغان سفیر ځکه احضار کړی، چي ولي یې افغانانو د سفارت سپکاوی کړئ دئ؟.
په هیواد کي دننه د ګوتو په شمېر ولایتونو کي خلګو د ایران ظلمونه غندلي دي، خو د هیواد په نورو ولایتونو کي خلګو د ایران پر وړاندي کوم پراخ احتجاجونه او لاریونونه لانه دي ترسره کړي.