ژباړه: نجم الرجمن ناصري
د ابن حیان ابو عبدالله جابر د زوکړې او مرګ نېټه پوره جوته نه ده. احتمالاً د زوکړې نېټه یې ۷۲۱ هجري قمري کال په کوفه کې وه، نوموړی د مسلمانانو تر ټولو غټ کیمیاګر دی. د ده نوم د آثارو د ژباړې په وخت کې په لاتین ژبه کې د ګبر یا جبر باندې شهرت درلود.
ده په علم کې د خپلو څېړنو په مرسته ډېر پرمختګونه وکړل. د جابر ابن حیان ژوند د مسلمانانو د شکوه او عظمت له وخت سره هم دوره و. کله چې هارون الرشید د مسلمانانو خلیفه و، د علم ملاتړی هم و. دی د برمکیانو له ملاتړۍ څخه بهرمند وه، خو کله چې جعفر برمکي د خلیفه په امر له منځه لاړ، په بغداد کې یې پاتې کېدل ښه ونه ګڼل او بېرته خپل ټاټوبي ته راستون شو.
هلته یې په انزوا او یوازیتوب کې خپلو علمي څېړنو پیل وکړ، چې د مامون عباسي لخوا یې احترام او ملاتړي وشوه. د برتانیکا په دایرة المعارف کې ذکر شوي چې جابر ابن حیان پټ علوم له جعفر صادق څخه زده کړي دي. ده د اسطرلاب په هکله مطالب لیکلي. له هغو مهمو کارونو، چې جابر د کیمیا په برخه کې کړي، دا ده چې د یوناني اربعه عناصرو اصل ته یې بدلون ورکړ او ویې ویل چې له دې عناصرو څخه یوازې دوه جوهره د اورلګېت او زیبق په نامه منځته راځي.
د جابر کیمایي څېړنیز مرکز تر دوو پېړیو د خلکو له سترګو څخه پټ و، چې چې خلکو وغوښتل د کوفې په ښار کې د دمشق ور ته نږدې یوه ودانۍ جوړه کړي، د ده څېړنیز مرکز یې کشف کړ.
جابر ډېری عمر په څېړنیز مرکز کې سرته رساوه. نوموړی هلته د بېلابېلو څیزنو په تجزیه او ترکیب بوخت و. د همدې مسئلې لپاره ویلای شو چې دی لومړی مسلمان عالم و چې د کیمیا علم یې د څېړنې پر بنسټ ودان کړ.
ده دې رنګونو په اړه جالبه کشفیات او څېړنې کړي. داسې ګومان کېږي چې دی په رادیو اکتیف خواصو هم پوه شوی و. ده د فلزاتو د تصفیې او استخراج لپاره ځینې طریقې مطرح کړې. جابر باور درلود چې د یوه عنصر بدلون پر بل باندې د جوهري وساطت له لارې څخه کېږي.
هغه او زدهکوونکویې پر دې جوهر د اکسیر نوم کېښود. ابن الندیم د الفهرست په کتاب کې د ده ۳۵ کتابونو ته اشاره کړې چې له مشهورو کتابونو څخه یې دا یادولای شو: الزیبق، الرکن، الاحجار، القمر، واحد الاول، او…
نوموړی تقریباً په ۸۱۵ هجري قمري کې احتمالاً په کوفه کې مړ شوی دی.