ژباړه او زیاتونه: بشردروېش
د سپتمبر ۱۵ مه د چاپېریال ساتنې د فعالانو لخوا د نړۍ د پاکولو د ورځې په نوم نومول شوې. په دې ورځ دوی د نړۍ په مختلفو سیمو کې عامه کمپاینونه کوي څو سړکونه، عمومي ښارونه، شنه فضا، د سیند غاړې او نورې سیمې له کثافاتو پاک او سمسور کړي.
دا ورځ پرون وه، خو په افغانستان کې یې غالباً بیخي چا یادونه نه ده کړې.
په فرانسه کې تر درې میلونه ډېرو خلکو په دې اړه د پاکونې په کمپاینونو کې برخه اخیستې.
دا نظر څنګه پيدا شو؟
د نړۍ د پاک ساتلو دغه نظریه په لومړي ځل په ۲۰۰۸ کال په استونیا کې رامنځته شو. په لومړي وخت کې د دغه هېواد څلور سلنه خلکو له دې نظریې سره په عملي همکارۍ کې مرسته وکړه.
دا نظر وروسته اروپا ته هم وغځیده، چې پایله يې د داوطلبه ښارپاکونو په وسیله د څه باندې ۱۰ زره ټنه کثافاتو را ټولول شو.
د کمپاین هدف اصلاً دا دی، چې نه باید ځمکه په کثافاتو ناولې شي. د کمپاین فعالان د ښارپاکونې کمپاینونه معمولاً په سمبولیک هدف کوي، څو خلک له کثافاتو سره په مسولانه چلند وپوهوي.
همکار هېوادونه
د ځمکې د پاک ساتلو له نړیوالې ورځې سره تراوسه ۱۵۷ هېوادونه همکار دي. په دې مانا چې په دومره شمېر هېوادونو کې خلک له هغو دولتي او نادولتي پروګرامونو سره مرسته کوي، کوم پروګرامونه چې د ځمکې د پاک ساتلو په موخه ترسره کیږي.
موږ څه وکړو؟
افغانستان ممکن د نړۍ په ترټولو بدو هغو هېوادونو کې وي، چې زیات کثافات لري او خلک یې په پاکولو کې ترټولو کمه همکاري او زیاته بې مسولیتي کوي.
له کثافاتو سره مبارزه کومه معجزه نه غواړي، خو پياوړی انساني حس، سلیقه او اخلاق حتماً غواړي. که غواړو موږ هم د کثافاتو له شره او په دې ډول له ګڼو ناروغیو او مرداریو څخه خلاص اوسوو،دا ټکي به په پام کې نیسو:
ـ د پلاستیکي کڅوړو، یو بار مصرفه وسایلو او نورو څخه یاهیڅ ګټه وانخلو، یا یې استفاده حد اقل سطحې ته را ټیټه کړو.
ـ اول کوښښ وکړو، چې د کثافاتو تولید بیخي را کم شي، بیا یې په پاکولو فکر وکړو.
ـ د کثافاتو پاکولو لپاره ښاروالي مجبوره کړو چې زموږ سیمې ته راشي، وارد مخه باید کثافات دانۍ ولرو، چې د ښاروالۍ کارمندان یې پاک کړي.
ـ که ښاروالي لاسرسی نه شي کولای، یا غفلت کوي، خپله باید د محلي شوراګانو، جوماتونو، جرګو مرکو له طریقه د کثافاتو د پاکولو پرضد غږ وکړو ، ګډ اشرونه وکړو او په دې ډول له دې ستونزې خلاص شوو!