وختي پاڅیدل مو ورځ ښکلي کوي، خو څنګه وختي پاڅیږئ؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: غازي عابد
تل او هر وخت ښه سهار پیلول طبعي نه وي.
له قوت او انرژۍ سره ورځ پیلول ځیني پلانونو او اقداماتو ته اړتیا لري. ددې لپاره چې د ښه سهار له امله مو زبردسته ورځ پیل کړي وي، لومړی اړ یوو چې ښه شپه پیل کړو او بشپړ استراحت لرونکي اوسو، یعنې باید ښه شپه مو پيل او خوب ته پر وخت تللي اوسو.
د فزیکي او رواني روغتیا لپاره د ښه سهار پیلول ډیر مهم دی، ځکه که سهارنی پيل ښه وي، نو فکراً او جسماً به د ورځې د پرمخ بیولو لپاره چمتو اوسئ.
همداراز د د نوښتګرو او ګټورو کارونو او ګامومو ترسره کولو لپاره کولی شئ چې د سهار څو ساعتونه د یوه فرصت او چانس په توګه وکاروئ، خو دا هله ممکن دي چې سهار په سم او منظم ډول سره پیل کړئ.
دلته یې په اړه ځیني ټکي شته:
۱- د ښه سهار لپاره مو مخکې له مخکې ښه شپه برابره کړئ
مخکې له دې چې خوب ته ځئ د اغوستلو او نورو لوازمو په شمول مو خپل لباس چمتو کړئ. دا شیان چیرته منظم او معلوم کیږدئ، څو بیا ددې په باره کې درسره اندیښنه او تشویش نه وي چې څه شی واغوندوم، جرابې مې څه شوې، دا شی مې چیرته دی هغه چیرته دی او داسې نور…
که چیرته له ځانه سره کار ځای یا ښوونځي ته غرمنۍ وړئ، نو مخکې له دې چې ویده شئ، لومړی دا ډوډۍ د شپې له لورې برابره کړئ، ځکه که دا بیا سهار برابروئ، نو ددې پرځای چې په نورو کارونو مو ذهني تمرکز وکړئ، په دې به درنه وخت مصرفیږي.
تل خپل ځان او کالي، پاک او اوتو ساتئ، څو تاسې ډاډه اوسئ چې ډیرې تیارې او چمتو جامې د اغوستلو لپاره لرۍ، همدراز د هر کار او ښوونځي لپاره ځانګړی لباس او لوازم هم ولرۍ.
۲- خوب ته له تګ مخکې د کوټې کړکۍ خلاصه پریږدئ
د لمر طبعي وړانګي هم درسره مرسته کولی شي چې سهار وختي پورته کیدلو لپاره خپله اموخته او عادت شئ. که چیرته د کوټې کړکۍ بندې او پرده ښکته وساتئ، نو تاسې به دغه مهمه نښه چې سهار مو پاڅوي له لاسه ورکړئ.
که چیرته سهار په طبعي ‌ډول سره راپورته شئ، یا د لمر په طبعي روښنايي سره نو د الارم یا زنګونو په نسبت به په ښه ډول ویښ شئ او خپل کارونه به هم په ښه ډول سره ترسره کړئ.
۳- بشپړ خوب وکړئ
په اوسط ډول موږ هر یو په شپه کې اته ساعته خوب ته اړتیا لرو، ځیني شپږو ساعتونو او ممکن ځینې ۹ ساعتونو خوب ته اړتیا لري.
نو ددې لپاره چې یوه مبتکرانه ورځ ولرو او خپل وخت مو ښه لګولی وي، اړتیا ده چې په یاده اندازه منظم خوب وکړو.
۴- هر سهار په یوه وخت پاڅیږئ
ټول پوهان او مهارین په دې یوه خوله دي چې هر سهار په یوه معلوم وخت پاڅېدل مهم دي. په دې سره په کاپي اندازه استراحت کیږي، ځکه تاسې ته بیا معلومیږي چې کوم وخت کې خوب وکړې او کوم وخت مو وجود د خوب اړتیا لري.
حتا ارواپوهان وايي، هر سهار په خپل ټاکلي وخت پاڅېدل د ځینو خلکو د تشویش او ژورخفګان د کمېدو او له منځه تلو لامل هم کیږي.
نو؛ تل باید په معلوم وخت کې هر سهار پاڅیږو، نه یوازې ښوونځي او کار ته د تګ لپاره، بلکې هر وخت باید دا عادت جوړ کړو.
۵- سنوز بټن مه استعمالوئ
ځیني خلک هغه سنوز توکمه (په الارم ساعت کې یوه بټن ده، چې کله ویښ شې، په وهلو سره بیا د څو دقیقو لپاره ویده کیږې) استعمالوي.
خو که ددې په واسطه موږ اضافه نهه دقیقې د ټیټې کوالټۍ خوب ترلاسه کوو یا لنډ وخت لپاره ویده کیږو، دا د ښه سهار په پیل کې راسره مرسته