ژباړه او زیاتونه: ګلاب هیواد
د وزن زیاتوالی د اوسنۍ نړۍ له عامو شکایتونو څخه دی. ډاکټرانو یوه لویه برخه مراجعین چې مختلفې ناروغۍ لري، یو دلیل يې ورته دا ښودل کیږي چې وزن یې زیات دی.
د وزن د کمولو لپاره ډاکټران ګڼې سپارښتنې کوي، چې له هغو څخه یوه هم د اوبو زیات څښاک دی.
د اوبو څښاک ډاکټران د وزن سوزولو او د وجود د جوړښت لپاره ضروري ګڼي.
په دې لیکنه کې دې ته کتنه کوو، چې د اوبو ډېر څښاک د وزن له کمښت سره څومره مرسته کوي؟
د اوبو څښاک او د کالرۍ سوزول
د اوبو ډېر څښاک په وزن کمیدو کې ځکه اړین ګڼل کیږي، چې د کالرۍ په سوزولو کې ونډه لري.
د کالرۍ سوزیدو سره د اوبو څښاک هغه مهال ډېره مرسته کوي، چې له ډوډۍ خوړلو څخه مخکې حد اقل نیم لیتر اوبه وڅښل شي.
دغه اوبه باید لږ ترلږه له ډوډۍ خوړلو څخه نیم ساعت مخکې وڅښل شي.
د اوبو څښاک مو د ډوډۍ خوړلو اشتها کموي!
له ډوډۍ خوړلو څخه مخکې د ډېرو اوبو څښل ځکه ګټور دي، چې د ډوډۍ خوړلو اشتها مو کموي.
که ډوډۍ نه مخکې اوبه وڅښئ، معده مو نیسي او د خوراک لپاره چې څومره لېوالتیا لري، هغه کموي.
خو دا شرایط د ټولو لپاره یو شان نه دي. ممکن د ډېر عمر لرونکو کسانو لپاره دا مسئله برعکس ثابت شي، یانې د وزن کمولو پرځای یې د وزن زیاتولو سبب وګرځي.
لوږه په تنده ووژنئ!
لوږه په تنده وژل دلته دومره عام نه دي. زموږ خلک تر ډېره ډېرې ډوډۍ خوړلو ته خوشالیږي، فکر کوي چې هرڅه په وچه ډوډۍ، غوړه کتغ، غوښه او نورو خوراکي موادو کې دي.
خو واقعیت دا دی، چې اوبه پخپل ذات کې ګڼ ګټور مواد لري.
د اوبو له زیات څښاک سره ډې رتحرک ته مجبوریږئ، د رفع حاجت لپاره ډېر پاڅیدل کیناستل مو وجود فعالوي او له ډېرې ناستې او پرله پسې ځپونکي ذهني تمرکز څخه مو راګرځوي.
حتماً به معدني اوبه څښو؟
ډېری خلک فکر کوي، چې یوازې د معدني اوبو څښل ګټوردي. خو داسې نه ده، تاسې کولای شئ پخپلو کورونو کې اوبه جوش کړئ، یا د اوبو د فلتر ماشین واخلئ.
تاسې کولای شئ چې له معدني اوبو پرته نورې تصفیه کړې اوبه هم وکاروئ او د خپل وجود اضافه کالري پرې وسوزوئ.