اوبه او روغتیا ته یې ګټه؛ دغه وخت باید اوبه وڅښل شي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

دا خبره نن سبا د خلکو ترمنځ عامه ده چې د ډېرو اوبو څښل د روغتیا له پاره ګڼې فایدې لري. خو دا هم مهمه ده چې کوم وخت اوبه وڅښل شي چې د روغتیا لپاره ګټه یقیني شي.
دلته درسره هغه څو وختونه شریکوو چې د روغیتايي کارکونکو په باور اوبه څښل په کې ستاسو روغتیا ته تر نورو وختونو ډیر ښه دي.

۱. سهار وختي
څیړنې وايي: کله چې سهار له خوبه پورته شوئ؛ مخکې تر دې چې څه خواړه وخورئ؛ دوه ګیلاسه اوبه په نهره وڅښئ.
د څېړنې په باور، سهار وختي د اوبو څښل ستاسو جسم تازه ساتي او د معدې فعالیت هم ورسره ښه کیږي.
۲. له خوړو ۳۰ دقیقې مخکې
د غرمنۍ یا ماښامنۍ تر خوړو لږ تر لږه نیم ساعت وړاندې د اوبو څښلو سره معده یو څه ډکیږي چې له امله يې انسان لږ خواړه خوري؛ چې دا چاره د وزن کمولو تر څنګ روغتیا ته نورې فایدې هم لري.
۳. له لمبا کولو وړاندې
د لمبولو پر وخت د انسان د وینې فشار لوړیږي. خو که تر لمبا وړاندې اوبه وڅښل شي د لمبولو پر وخت د وینې فشار نورمال وي.
نو بل ځل مو پام وي چې تر لمبا وړاندې اوبه وڅښئ او د وینې د فشار د لوړیدو مخه ونیسئ!

۴. د ماښامنیو او غرمنیو خوړو ترمنځ
د غرمې او شپې خوړو ترمنځ چې کابو ۶ یا ۷ ساعته وقفه راځي که په دې وخت کې تاسو په مناسبه اندازه اوبه وڅښئ، نو ورسره ستاسو د وجود اوبه پوره کیږي او معده مو په ښه ډول خپل کار کوي.
څېړنې ټينګار کوي چې دا چاره ستاسو د معدې د ښه ساتلو تر څنګ صحت ته نورې فایدې هم لري.
۵. د ماښامنۍ خوړو مخکې
د شپې ډوډۍ تر خوړلو نیم ساعت مخکې باید اوبه وڅښل شي. دا چاره مو معده ارامه ساتي او خپل کار په ښه ډول سره کوي.
د څېړنو په باور، که چېرته تاسو د ورځې په اوږدو کې اته ګېلاسه اوبه څښلي وي نو دا ډېره ښه خبره ځکه ده چې ستاسو د وجود د اوبو ضرورت پوره شوی دی.
۶. د شپې تر ویده کیدو مخکې
روغتیايي کارکونکي سپارښتنه کوي، که تر ویده کیدو وړاندې یو ګیلاس اوبه وڅښل شي، نو د ګوزڼ (فلج) او د زړه د حملې په مخنیوي کې ډېره مرسته کولی شي.