ژباړه: عطا محمد میاخېل
کله چې نوي فعالیتونه پیلوئ، اصلاً مه حیرانېږئ، که کوم څوک تاسو ته ووایي، هغه کار چې غواړئ ترسره یې کړئ عملي نه دی.
موږ انسانان خپلې آیډیاوې (نظریې) او خوبونه له نورو سره شریکوو او له بده مرغه ډېری وخت هغوی منفي غبرګون ښکاره کوي او موږ په دې باوري کوي، چې هغه خوب ته رسېدل ناشونی کار دی، په دې اساس، له بده مرغه ډېری آیډیاوې په نطفه کې له منځه ځي.
یوه له هغو سترو تېروتنو څخه، چې کولای شئ، وې کړئ، دا ده چې نورو ته د اړتیا په دام کې را ګیر شئ. تمه مه لرئ، ترڅو ټول هغه کسان، چې ستاسو په شاوخوا کې دي، ستاسو خوب درک کړي او له تاسو سره همغږي شي، په بدل کې یې خپل خوبونه د خپل ځان لپاره وساتئ او په هغو باندې کار وکړئ، تر کله چې زېږېږي، خپل خوبونه ثابت کړئ، پرځای د دې، چې په تمه پاتې شئ، کوم څوک یې ستاسو لپاره تایید کړي.
تاسو د دې ځواک لرئ، چې د خپلې بیړۍ چلوونکي واوسئ او په خپل برخلیک باندې مسلط شئ، دا چې خپلو موخو ته رسېږئ او که نه، په بشپړه توګه په تاسو پورې تړاو لري او د نورو تایید او منلو سره هېڅ اړیکه نه لري.
هېڅوک په هغو خوبونو او الهامونو باندې، چې ستاسو په دننه کې پیدا کېږي، ستاسو په څېر پرې نه پوهېږي، یوازې تاسو کافي لېوالتیا، شور او شوق لرئ، ترڅو داسې یو کار وکړئ، چې خوبونه مو، ستاسو په ژوند کې را څرګند شي.
ښایي نور کسان وکولای شي، ستاسو د خوبونو په موضوع باندې پوه شي، خو به دې دلیل، چې نه شي کولای، د هغو په اړه ژور لید ولري، نو له همدې امله نه شي کولای، چې په سمه توګه یې مجسم کړي.
په یاد ولرئ، چې تاسو د هغو مېوو په کچه، چې هره ونه یې لري، په اړه یې قضاوت کوئ. خپل ځواکونه را وغواړئ او همدا اوس یې پیل کړئ، چې خپل ټول خوبونه په حقیقت بدل کړئ او په خپلو خوبونو کې ژوند وکړئ.
کېدای شي خپلو موخو ته ورسېږئ او یا هم ونه رسېږئ، په هر صورت کې، په بشپړه توګه تاسو او ستاسو په هڅو پورې تړاو لري، نه په هغو تاییدونو پورې، چې د نورو له خوا یې ترلاسه کوئ.