په واشنګټن کې د درنې چاودنې غږ – سیدعبدالله نظامي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د  سیدعبدالله نظامي لیکنه 
د خبر رسونې خورا چټک بهیر یا په بله مانا د ژر خبرېدو زمانه ده .
ټلویزون ، راډیو او ورځپاڼې لکه پخوا خبرونه تر هغه وخته نه ځنډوي چې خبریال ېې یا سیمې ته ورشي او یا هم یوه باوري سرچینه ورسره خبرې وکړي .
په نړیوالو کې لږ خو پر افغان رسنیو ډیر لړزان حالت هله وي چې یوه پیښه شوي وي او د دوئ پر سکرین لکه د وینلړلې پښې سره کرښه نه وي . ځینې خبر وړاندې کونکي سړي د ویښتو او نجونې پلو جوړولو ته لا نه پرېښودل کیږي د خبر مدیر لکه د بلا اخستې رمې شپون ېې په سر ودریږي او خبر ویونکی ټیل وهي چې ژر شه ووایه یو څه شته او مالومات وروسته درکوو.
ناځواني ده چې بې مالوماتو خبره کوو.
په خواله رسنیو کې اوس نږدې هریو کارونکی خبریال دی .
تبصرې او خپلې فکري لارې رسمول او نظر ورکول د هر چا حق دی خو په ناسم ډول خبرونه خپرول چې خلک وډاروي او ویره خپره کړي نه یوازې د چا حق نه دی د خلکو پر روان څرګند برید دی، هماغسې برید چې یو څوک د یوه وسله وال په مرمۍ ژوبلیږي نه یوازې مرګ ېې ډاروي ورسره د پاتې کورنۍ د درد ویره هم وي.
په امریکا کې یوې میشتې خبریالې چې ددغه هیواد یوې مشهورې رسنۍ ته پښتو برخه کې کار کوي همدا نږدې موده وړاندې پر فسبوک پاڼه لیکلي و کابل ښار مکروریانو کې د راکټونو سخت ګزارونه ….
زه کورته په لاره وم ددې خبر په لیدو مې د پلي تګ لپاره سپینې وتښتېدې یو ځای ودرېدم څو ملګرو او خپلوان ته مې پیغامونه ولیږل چې څه پیښ دي هغوئ په ارام ځواب راکړ یوازې یوه مارکیټ کې اورلګیدلی راکټ ماکټ نشته .
د راکټ او اور خورا لوی توپیر دی .
سخته غوسه مې وپارېده ومې ویل ددغه خبریالې څومره نور فیسبوک لوستوال شته هغوئ به څومره اندیښمن وي .
که څوک له ټوکو هم ولیکي زموږ له سر لیرې په واشنګټن کې د چاودنې غږ دی یا راکټونه دي که دغه اغلې په سټوډیو کې خبرونه هم لولي د دې لپاره چې کورنۍ ېې دغلته ده څومره به وارخطا شي .
کابل کې یو مشهور خبریال ټویټ وکړ په لس مترۍ کې راته چاودنه وشوه په ټویټر کې دهغه ځایګی ښکارېده چې نوی ښار دی ریښتیا هم د چاودنې غږ لوړ و زموږ یو خو له دغه خبریال سره خواخوږي وه او بله دا چې نوی ښار د ګڼې ګوڼې سیمه ده هرڅوک اندېښمن شو او خبره په یوه امنیتي مرکز کې د برید وه خورا ویرونکې کیسه شوه خبریال نه یوازې تمسخر شو نور ېې باور هم هغسې پاتې نه شو .
پر فسبوک او نورو خواله رسنیو له یوه مخه شور جوړ شي دغه ځای کې د چاودنې غږ… سخته جګړه روانه ده … هومره د خلکو روان ژوبل کړو څومره چې مخامخ بریدونو کې د خلکو وجودونه ټپي شوي وي په لوی لاس ان لوستي خلک دا ظلم کو له شر سره مرسته کو.
دخبریالانو لپاره :
په ژورنالیزم کې د خلکو ډارول او ویره خپرول هیڅ ځای نه لري ان د دغه سپیڅلي مسلک له اخلاقو سره په ټکر کې کار دی .
تر هغې خبر خپرېده سم کار نه دی چې ډاډمن نه شئ او یوه معتبره سرچینه درته د جزیاتو پخلی ونه کړي .
که دچاودنې غږ اوریدل کیږي حتمي ده چې لږو شیبو کې ېې ځای او ډول هم مالومیدای شي مانا لږ وار په کار دی .
دې ته هم پام په کار دی که یو ځل تیروتۍ د بخښنې هیله به ولرئ که بیا بیا داسې وشي د خلکو زړه تور شي د خبریال او رسنۍ باور او نوم زیان ګوري.
عامو وګړوته :
که موږ پر فسبوک دا ډول غږونه بدرګه کوو ، یا له اوازو سره ځینې مخکني عکسونه یوځای کوو او خپروو ېې دا له اخلاقي پلوه له خپلو خلکو سره له هغو خویندو میندو او بوډاګانو سره چې په کورونو کې دي او کشران ېې خبرونه له فسبوکه ورته وايي بیخي سپیره ظلم دی ، هغوئ چې له کورکلي او وطنه مسافر دي ښايي په کار ، زده کړو او نور ژوند ېې دومره اغیز وشي چې پسې ناجوړه شي .
دافغان ټولنې یو ارزښت دا هم دی چې که د چا کورنۍ کې ناروغان ، د پاخه عمر خلک او ماشومان وي ژر ېې د کورنۍ دغړو له درد او مرګه نه خبروي ځکه په یو واري دا ډول خبرېدنه انسان سخت خفه کوي .
او که مذهب منئ د خدای تعالی حکم دی چې په قران کې وايي ( فَتَبَيَّنُو)
او زه ددې لیکنې د سرلیک بخښنه غواړم که ېې څوک نا ارامه کړي وي ، غوښتل مې د موضوع لنډیز شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.