ارشاد رغاند
د افغانستان ترنېمایي ډېر موټرونه، شخصي کارځایونه او د مشهورو شخصیتونو عکس پلورنځي یې عکسونه لري. پر ډېرو امنیتي موټرونو او مرکزونو یې حتا مخالفینو دا مشهور شعار لیکلی: یا وطن، یا کفن!
ډاکټر نجیب الله(۱۳۲۶- ۱۳۷۵) د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د پرچم ډلې مهم غړی او پر افغانستان د شوروي لښکرو د یرغل پروخت د خاد ( د دولت د استخباراتي خدمتونو) د ادارې عمومي ریس و.
د نجیب په مشرۍ دغه اداره د لسګونه زره افغانانو په وژلو، ربړولو او شکنجې تورنه ده.
ډاکټر نجیب له ببرک کارمل، څخه وروسته د شوروي پلوه نظام تر سقوطه پورې د افغانستان واکمن و.
هغه په ۱۳۷۵ کال کابل ته د طالبانو د ننوتو په ورځ په مرموز ډول شهید شو.
نجیب ؛ لکه داود خان له محدودو هغو څېرو څخه دی چې حتا ورسره په مخالف سنګر کې جنګیدلي کسان هم هغه د یوه اتل او وطن پالونکي رهبر په توګه پېژني.
په دې لیکنه کې به دې ته نظر واچوو چې ډاکټر نجیب د افغانستان له یوې متنفرې سیاسي دورې سره د ژور تړاو باوجود، دومره پلویان لري؟
کاریزماتیک رهبر
د نجیب په اړه تقریباً یو عام قضاوت دا دی چې یو کاریزماتیک رهبر و. د ډاکټر نجیب د واکمنۍ د بهرنیو چارو وزیر او د پرچم ډلې د مشر ببرک کارمل نیږدې خپلوان عبدالوکیل د خپلو خاطراتو په کتاب کې د نجیب د محصلۍ دورې یوه خاطره یادوي.
هغه وایي، د ظاهر شاه د پاچاهۍ پروخت د امریکا یو ولسمشر کابل ته راته. د عبدالوکیل په وینا، دغه وخت دی او ډاکټرنجیب( نجیب دا وخت د طب محصل و) د پرچم ډلې د کابل کمېټې غړي وو. دوی دواړو د ګوندي مشرانو له موافقې پرته دوه ـ په دوه د امریکا د ولسمشر خلاف لاریون او پر خامو هګیو د هغه ویشتل پلان او عملي کړل، چې دا خپلسری کار یې د ګوندي مشرانو د خپګان ترڅنګ د لویې سیاسي غوغا سبب شو.
په ډاکټر نجیب کې د کاریزماتیکې رهبرۍ ګڼ نور خواص هم وو.
ټولنپوه سیاستوال
هغه د خپلې ټولنې په نبض پوه سړی و(البته د ولسمشرۍ دوره یې بحث کوو، له هغه مخکې د خاد ریاست په بحث کې نجیب متضررو ته اوس هم یوه منفوره څېره ده). د ډاکټر نجیب په فصیحو او جذابو ویناوو کې د اسلامي حوالو ترڅنګ ولسي ژبه، منطق، شعرونه او اصطلاحات د پام وړ وو.
نجیب او اړوند سیاسي جریان یې، سره له دې چې له پيله د افغاني ټولنې د نبض او غوښتنو په مخالفت راپورته شوي وو؛ خو نجیب د خپلې ولسمشرۍ پروخت په دې عیب پوه شوی و. همدا دلیل به و، چې ده د خلق دیموکراتیک ګوند له اساسنامې او نوم څخه نیولې تر تشکیلاتو او اهدافو پورې ډېر څه بدل او دغه ګوند یې د «وطن» په نوم له نوي نامه سره تر ډېره بدل او په نسبي ډول افغاني کړ.
عملګرا ولسمشر
ډاکټرنجیب د یوه تیوریک سیاستوال یا ولسمشر پرځای، یو عملګرا ولسمشر و. هغه د شوروي لښکرو له وتو سره د دې باوجود چې له مخالفو ډلو سره یې سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتو پراخې مرستې کولې، خو دی د فعاله او نمونه یي رهبرۍ په وسیله یې څو کاله خپل نظام ته دوام ورکړ.
د نجیب د هغه مهال د بریالیتوب یو لوی دلیل دا ګڼل کیږي، چې خپله شپه او ورځ له عسکره تر افسر او جنراله یې په اړیکه کې و. هغوی ته یې روحیه ورکوله، تقدیرول یې او په ټول قوت یې پرخپلې رهبرۍ او نظام مېنان کړي وو.( البته دا بېل بحث دی، چې د یوې شومې دسیسې په وسیله یې په ګوند کې قومي تعصب پياوړی او واکمني د سیاسي انشعاب له کبله سقوط شوه).
د دوست او دښمن معلوم تعریف
په کوردننه پراخې او نه هېریدونکې بشري سرغړونې که یوې خوا ته کړو؛ ډاکټرنجیب د افغانستان د استخباراتو د لوی ریاست پرمهال یو ماهر او پياوړی استخبارتي و. هغه د دوست او دښمن معلوم تعریف درلود؛ هم د استخباراتو د ریاست او هم د ولسمشرۍ پرمهال د پاکستان، ایران او نورو بهرنیو دښمنانو پر وړاندې یې په خبرو او عمل دواړو کې کلک ودرېد.
دا کار یې، که څه هم د هغه د نظام د نابودۍ او بیا د شخصي حذف سبب شو، خو دی ترپایه خپلو خبرو او ارزښتونو ته ژمن پاتې و.
ساده او پاک ژوند
ډاکټر نجیب ممکن، تر مرګه یې په دومره کچه محبوب سیاستوال نه و. د هغه له شهادت څخه وروسته د ده په اړه خواخوږۍ په ګڼو دلایلو زیاتې شوې. یو دلیل خو دا و، چې دی تر پایه پاکستان ضد پاتې شو . په افغاني ټولنه کې د داسې کسانو په اړه ټولې ملاحظې ممکن هېرې او ورته په ښه سترګه وکتل شي.
له دې وراخوا، د نجیب له مرګ څخه وروسته ملت ته ثابته شوه چې هغه ډېر ساده او پاک ژوند کړی و. د ده کورنۍ او خپلوانو ته د ډېرو نورو مطرحو سیاستوالو د کورنیو برعکس دومره څه په میراث نه وو پاتې، چې هغه پرې د بیت المال په خیانتولو او چورچپاول تورن شي.
د وړاندوینو ریښتیا کیدل
ډاکټرنجیب د واکمنۍ ترسقوطه یې پاکستان مېشتو مخالفو جهادي ډلو ته یې د سولې چېغې وهلې. ده په کراتو ـ کراتو خبرداری ورکړ، چې افغانستان د تباهۍ کندې ته غورځي، کابل په وینو لمبیږي، نظام او اردو سقوط کیږي او پنجاب او نور قدرتونه افغانستان د خپلو لوبو او نړیوال تروریزم په مرکز بدلوي.
خو مخالفینو یې غوږ نه ګراوه، د وخت په تېریدو سره د نجیب اکثره وړاندوینې یو ـ یو ریښتیا او افغانستان د بې نظامۍ ترڅنګ ډېرې نورې بې عزتۍ تجربه کړې.
پورتنۍ څو مسئلې، سبب شوې چې د ډاکټر نجیب او ورته منسوب سیاسي جریان په اړه یوه لویه برخه ملاحظې ډېرځله د هغه د شخصیت ارزونې پرمهال یوې خوا ته ایښودل کیږي او ځوان افغان نسل هغه ته د یوه کاریزماتیک او وطن پاله رهبر په سترګه ګوري.