دعا څه ده؟ الله تعالی ته د نږدې کېدلو مهمه وسیله

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

دعا خدای (ج) ته د بنده د زړه درد ویلو ته وايي. دعا خدای (ج) د ناراحتیو او ستونزو ویل دي. دعا هغه ځای ده چې بنده هلته ځان خدای (ج) ته ډېر نژدې بولي. دعا له ستونزو، اضطراب او پرېشانۍ څخه د خلاصېدو اصلي حللاره ده.
راځئ چې په ډېرو دعا کولو خپل خدای ته لا نور هم نږدې شو، چې په خپل ژوند کې د زړه د ډېري راحتۍ احساس وکړو.

د دعا کولو فضایل

دعا کول د خدای (ج) د اطاعت او د هغه د عبادت کولو نښه ده.

  • دعا کول له کبر او غرور څخه د لریوالي نښه ده.

  • دعا هغه لامل ده چې انسان د هغې په واسطه کولای شي چې د خدای (ج) له غضب څخه په امان کې پاتې شي.

  • دعا کول د صالحه او تقوا لرونکو بندګانو له صفاتو څخه شمېرل کېږي.

  • دعا کول د دې لامل کېږي چې انسان یوازې له خدای (ج) څخه مرسته وغواړي او د نورو کسانو مرستې ته سترګې پټې نه کړي.

  • دعا کول پر خدای (ج) د مسلمان انسان د توکل نښه ده.

  • دعا د دښمنانو په مقابل کې د ټینګښت او استقامت لامل کېږي.

خویندو او ورونو موږ د ورځې په اوږدو کې د خدای (ج) له اوامرو سرغړونه کوو، نو څرنګه د خدای (ج) په دربار کې زموږ دعاوي قبولې شي؟د دعا د قبولۍ لپاره بعضې شرطونه اړین دي چې باید هغه مراعات کړو.

لومړی شرط: د اخلاص درلودل

یانې د هر عبادت قصد او نیت باید یوازې د خدای (ج) د رضا لاسته راوړل، جنت ته رسېدل او له دوزخه څخه لريوالی وي.
دویم شرط: د زړه حضور د دعا پر وخت
موږ هر کله دعا کوو، خو ذهن مو بل چېرته مصروفه وي، ډېری کسان دعا کوي، خو وروسته نه پوهېږي چې څه مې ویلي په څه ډول يې پیل او څرنګه یې پای ته رسولې وي، نو د دعا پر وخت مو باید ذهن او زړه خدای (ج) ته متوجه وي.
‌درېیم شرط: اطمینان درلودل له دې څخه چې خدای (ج) همدا اوس زموږ خبرې اوري او دعا به مو د هغه په دربار کې قبول کېږي.

د دعا نه قبلېدو لاملونه

  • د حرامو خوړل، څه په ډوډۍ کې، څه په پوښاک کې او څه د ژوند په ټولو برخو کې.

  • د دعا په قبلېدلو کې عجله او د دعا کولو پرېښودل وروسته له یوې مودې.

  • د واجباتو پرېښودل او پر هغو باندې نه عمل، لکه په لمانځه کې کسالت او ټنبلي او نه کول یې،د روژې نه نیول، د زکات نه ورکول، نورو ته د احترام نه کول او د ګاونډیو د حقوقو نه مراعاتول چې په هر مسلمان انسان واجب دي.

  • دعا کول د ګنهکار لپاره، یانې په چا د لعنت ویلو او د مسلمان لپاره د شر دعا کول پرته له موجب څخه.

د دعا د قبلېدلو وختونه او ځایونه

دعا کول په هر ځای او هر وخت کې کومه ستونزه نه لري، خو په د وختونو او ځایونو کې یې د قبلېدو ډېر امکان ځي.

  • د شپې درېیمه حصه، یانې سهار ته یو او یا نیم ساعت پاتې وي.

  • د اذان او اقامه ترمنځه دعا.

  • د فرض لمانځه څخه وروسته دعا.

  • د روژه‌ماتي پر وخت کې دعا.

  • د باران د ورېدو په وخت کې دعا.

  • د سفر په وخت کې دعا.

  • د روژې په میاشت کې دعا.

  • دعا د سجده په وخت کې.

  • دعا د جمعه ورځې په اخرو شېبو کې له مازدیګر لمانځه وروسته او د لمر لوېدو څخه مخکې.

  • د لیلة القدر په شپه.

  • دعا د خیر او ذکر په مجالسو کې.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.