
- لیکنه: مدثر دعوت
په فرانسه کې د بينارډ ګونزاليز په نامه يوه ډاکتر ځانوژنه کړې ده.
د جيټ فرينچ فوټبال نيوز د خبر له مخې ياد ډاکتر د سټيډ ډي ريمز په نامه له فوټبال کلب سره د ډاکتر په حيث دنده ترسره کوله چې په دې وروستيو کې له خپلې مېرمنې سره يوځای قرنطين شوی و.
۶۰ کلن بينارډ وروسته تر هغې ځانوژنه وکړه چې د کرونا ويروس ازموينې يې مثبته پايله ورکړه، په داسې حال کې چې نوموړي تر خپل مرګ مخکې يو ليک هم ليکلی و.
د فرانسې د ريمز ښاروال ارناوډ رابيټ ويلي، چې د بينارډ د ځانوژنې لامل دا و، چې له نوموړي څخه د کرونا ويروس د هغې تر مېرمنې او مور او پلار پورې هم رسېدلی و.
رابيټ رسنيو ته ويلي: “ګوانزاليز يو قوي شخص و او د ريمز د فوټبال له لوبډلې سره يې ډېر وخت په رښتینولۍ دنده ترسره کړې ده او يو مينهناک شخصيت و.
بينارډ ګونزاليز د ۲۲ کلونو راهيسې د سټيډ ريمز فوټبال له لوبډلې سره د مشر ډاکتر په حيث دنده ترسره کوله.