ډوني وایي په کرکټ کې رواني روغتیا ډېره مهمه ده

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

یاران سپورټس
ایم ایس ډوني د رواني روغتیا پر موضوع خپل لیدلوری وړاندې کړ او د رواني وضعیت روزونکي اهمیت یې په ډاګه کړ.
پخوانی هندي لوبډلمشر ایم ایس ډوني تل د حساب ورکونکو خطرونو اخیستو او د خرابو حالاتو په جریان کې د آرام ذهن ساتلو لپاره پېژندل شوی.
پر دې سربېره ډوني خپل وطن ته وفادار او رښتیا ویونکی لوبډلمشر و.
د هغه په خبره کله چې هغه لوبغالي ته کوزېږي او ذهناً جوړ نه وي، بیا لوبه په درست ډول مخته نشي وړلای، نو د لوبې ښه پرمخ بیولو لپاره د لوبغاړي روحي آرامتیا او ذهني جوړتیا ډېره مهمه ده.
ډوني وایي کله چې دی لوبغالي ته ښکته کېږي، نو لس یا دولس توپونو لوبولو پورې دی تر فشار لاندې وي او کله چې لږ ډاډه شي، بیا نو لوبه ښه مخته وړي.
خو کله چې لوبغاړی له لومړي سره فشار یا پرېشر سره مخ شي، بیا نو تر وروستیو شېبو پورې په زړه‌پورې لوبه نشي کولای او منفي تمامېږي.
ډوني وایي د لوبغاړو لپاره مېنټل هیلت یا ذهني روغتیا ډېره مهمه ده.
د هغه په خبره هر لوبغاړی چې لومړی لوبغالي ته ښکته شي، نو تر فشار لاندې او روحي فشار ورسره مل وي، خو چې کله یې شاټ ولګېږي او ډاډه شي، بیا نو مثبته لوبه کوي.
نوموړی زیاتوي په هندوستان د کرکټ برخې مېنټل هیلت یا ذهني روغتیا ته پاملرنه نه کېږي او په ټوله نړۍ کې تر دې دمه ۲۵ یا کم شمېر روحي روزونکي شته، چې د لوبغاړي روان حالت ته په کتو مطالعه کوي او همغه ډول مشوره ورکوي.
د هندوستان پخوانی کپتان کاږي، چې لوبغاړي باید د خپل روان په اړه خپلو روزونکو ته رښتیا وایي، چې هغوی لازمې مشورې ورکړي په دې ډول ښه لوبه وکولای شي.
یاد توپ لوبغاړی وایي ده له روزونکي سره په وار، وار دا موضوع شریکه کړې، خو هغوی ورته اهمیت نه دی ورکړی.