سپورټ یاران
ډوني چې د هندوستان هیټر او فېنېشر یا په بري سره د لوبې پای ته رسوونکی لوبغاړی و، نو د توپوهنې وخت یې په لوبډله کې د لوبې پرمهال منځنی و، یعنې مېډل ارډر توپوهونکی و.
دی به زیاتره وخت په پنځم مقام لوبغالي ته د توپوهنې لپاره ښکته کېده.
موږ یې دلته ځینې کارنامې شریکوو.
ایم ایس ډوني او کارنامې یې
ډوني په ۲۰۰۴ م کې کرکټ ته راغی او د هندوستان لوبډلې لپاره یې لومړۍ یو ورځنۍ کرکټ لوبه د بنګلهدېش خلاف وکړه او وروستۍ یو ورځنۍ کرکټ لوبه یې د نیوزیلېنډ خلاف ۲۰۱۹م کې د نړیوال جام پرمهال وکړه.
په یو ورځنیو لوبو کې یې لوړې منډې ۱۸۳ دي، لس سلیزې او ۸۳ پنځوسیزې لري.
ټېسټ لوبو پیل یې په ۲۰۰۵ کې د سریلانکا پر وړاندې وکړ او وروستۍ ټېسټ لوبه یې په ۲۰۱۴ کال کې د اسټرالیا پر وړاندې کړې ده، یوه ټېسټ لوبه کې یې لوړې منډې ۲۲۴ دي.
ټېسټ لوبو کې یې ۶ سلیزې، یو ځل غبرګې سلیزې او ۳۳ یې پنځوسیزې وهلي دي.
د شل اوریزو لوبو پیل یې ۲۰۰۶ کې کړی، لومړۍ شل اوریزه لوبه یې د افریقا خلاف کړې او وروستۍ شل اوریزه لوبه یې د اسټرالیا خلاف ۲۰۱۹م کې کړې ده.
په یوه شل اوریزه لوبه کې یې لوړې منډې ۵۶ دي.
په شل اوریزو لوبو کې یې دوه نیمه سلیزې جوړې کړې دي.
۱۶ کاله یې کرکټ وکړ، په دغو شپاړلس کلونو کې یې له ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۷ م پورې لوبډلمشري وکړه.
۲۰۰۷ کال کې یې د لوبډلمشرۍ په اخېستلو سره د شل اوریز نړیوال جام لومړي پړاو اتلولي وګټله.
د لومړي نړیوال جام ګټلو وروسته په ډوني اعتماد لا زیات شو.
څلور کاله وروسته یې د هندوستان لپاره بل ستر جام وګاټه، ۲۰۱۱ کال کې نړیوال پنځوس اوریز جام پایلوبه کې هندوستان، سریلانکا ته ماته ورکړه او ډني په خپلې لوبډلمشرۍ کې دویم ځل نړیوال جام وګاټه.
له دې دوه کاله وروسته ۲۰۱۳ کال کې نوموړي په خپله لوبډلمشرۍ کې درېیمه نړیواله ټرافي وګټله او انګلستان کې یې د قهرمانۍ جام یا چمپینز ټرافي لوبه وګټله.
دا درې د ډوني هغه کارنامې دي، چې هندی ملت به یې د کرکټ نړۍ کې په یاد ساتي او هغه ته به په احترام ګوري.
ډوني او وېکټساتنه یې
د کرکټ په نړۍ کې ډوني یو باتدبیره لوبډلمشر بلل کېږي، په خورا سړه سینه، حوصله او تدبیر سره به یې چارې مخته وړلې، لوبغاړي به یې تنظیمول او د لوبې هر حالت یې څاره او درک کولای شو.
په سخت حال کې به یې هم په لوبغاړو غوسه نه کوله او ښه رهبریت یې کاوه.
د اخلاقو نمونه وه او په منځنۍ برخه کې یې لوبه برې سارې په زړه پورې وه.
د ډوني وېکټساتنه خورا ځیرکه وه او همدا علت دی، چې هغه یې د نړۍ په کچه لومړی نمبر وېکټساتونکی حساب کړی دی.
هغه په ټول ۱۶ کلن کرکټ کې ۱۲۳ سټمپونه کړي دي او لومړی مقام یې خپل کړی دی.
مهیندرا سېنګ ډوني په ۱۹۸۱ کال کې د جولای په ۷ مه نېټه د هندوستان بهار ایالت، چې اوس د جکرکند په نامه یادېږي، رنچي سیمه کې وزږېد.
د هندوستان کرکټ لوبډلې لپاره یې ۱۶ کاله نړیوال کرکټ وکړ او د شنبې په ماخستن د اګسټ په ۱۵ مه نېټه یې د نړیوال کرکټ مزل ته د پای ټکی کېښود.