ډوني د هندوستان لپاره له کرکټ څخه د استعفا په درشل کې دی

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

یاران سپورټس
د هندوستان پخواني کرکټ لوبغاړي او اوسني کرکټ مبصر «اکاش چوپرا» د ایم ایس ډوني د کرکټ په تړاو نوې څرګندونې کړې دي.
هغه ویلي زه په دې اند یم چې ډوني به یوازې یوه نړیواله لوبه د هندوستان لپاره ترسره کړي او بیا به له نړیوال کرکټ سره د هندوستان لپاره مخه ښه وکړي.
اکاش چوپړا په ۱۹۷۷م کې زېږېدلی او تر ۲۰۰۴م پورې د هندوستان ملي لوبډلې سره لوبېده، هغه اوس د لوبو پرمهال تبصره کوي او ښه مبصر دی.
نوموړي د ډوني په اړه ویلي: “ډوني تر اوسه د خپلې استعفا په اړه هېڅ هم نه دي ویلي، هغه د آی پي اېل پرېښودو په تړاو هم څه نه دي څرګند کړي، خو زه داسې انګېرم چې ډوني به د وروستي ځل لپاره د هندوستان په خاطر بېټ په لاسونو کې نیسي او بیا به له لوبې وروسته تقاعد یا ریټایرمېنټ اعلانوي.
د اکاش چوپرا په خبره دی داسې فکر کوي، چې ډوني به د نړیوال شل اوریز کرکټ جام لوبېدلو لپاره غوښتونکی شي، خو ایم ایس ډوني تر اوسه د هندوستان له کرکټ بورډ څخه په اسیا شل اوریز او نړیوال شل اوریز جام کې د لوبېدو رسمي غوښتنه نه ده کړې.
د هندۍ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او وېکټ‌ساتونکی مهیندرا سېنګ ډوني وروسته له هغې د هندي کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له پامه وغورځول شو، کله یې چې د ۲۰۱۹م نړیوال پنځوس اوریز جام پر مهال د نیوزیلېنډ خلاف لوبډله په بري ونشوه نازولی.
نیوزیلېنډ په نړیوال جام نیمه پایلوبه کې هند ته هدف ورکړی و، چې د ډوني په شتون کې دغه هدف مات نشو او د هندوستان په ماتې سره د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډله تر پایلوبې ورسېده.
په ډوني له دې وروسته د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې انتقادونه زیات شول.
هغه هندوستان ته له راتګ سره سم له هندي پوځ سره ملګری شو او ۱۵ ورځې یې پوځ سره په کشمیر کې تېرې کړې.
ډوني له ۲۰۱۹م جولای میاشت څخه تر اوسه د هندوستان ملي لوبډلې لپاره نه دی لوبېدلی او کرکټ بورډ هم لوبوکې نه دی غوره کړی.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.