- لیکنه: غازي عابد
بلاخره له اوږده انتظار وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه پرون په قطر کې لاسلیک او په دې سره د امریکا او طالبانو مذاکرات پای ته ورسیدل.
دا هوکړه چې پرون یې له رسنیو سره ځیني کاپیانې شریکې شوي یو شمیر خلکو یې ملاتړ او یو شمیر نور یې مبهمه بولي.
مبهم ټکی
په هوکړه لیک کې ځیني داسې خبرې شته چې واقعاً خلک حیرانوي.
مثلاً دا خبره هرځای چې د طالبانو د امارات نوم اخیستل شوی، حتا د ملا برادر د لاسلیک لپاره هم دوه ځل ورسره یاد شوی چې: ((د طالبانو اسلامي امارات چې د امریکا متحده ایالات یې د دولت په حیث نه پيژني))
خو بیا داسې غوښتنې او شرطونه یې وړاندې کړي چې هغه له یوه دولته کیږي، نه له یوې ډلې چې امریکا څو ځله خپله ورته د یوې ډلې خطاب کړی دی.
لکه یوه ماده کې یې ویل شوي چې:
«طالبان باید هغو خلکو ته ویزه، پاسپورټ او پناه ور نه کړي چې امریکا او متحدینو ته یې ګواښ جوړوي.»
چې طالبان د یوه دولت په حیث نه پيژنې، نو څنګه ترې داسې غوښتنه کولی شي، ځکه دا کار هغه دولتونه کولی شي چې هغه مشروعیت ولري، هیوادونه یې په رسمیت وپيژني او رسمي ډیپلوماټیکې او نورې اړیکې ورسره ولري.
په داسې حال کې چې امریکا او متحدینو ته یې تر اوسه ددوی پر ضد جګړه کوله، شا او خوا ۱۹ کاله مخکې يې په شنه زور د طالبانو حکومت ورړنګ کړ او تر اوسه هم بندیزونه پرې لا شته، نو څنګه ترې دا غوښته کیدای شي !
تعبیرونه
یعنې دا مسله تر اوسه ګونګه ده، دا زما په نظر دوه ماناوې شاید ولري؛
اول؛ امریکا له دې وروسته دداسې دولت ملاتړ به کوي چې طالبان به راځي، چارې به بشپړې لاس کې اخلي او بیا به دا غوښتنې پلي کیږي، دا داسې مانا لري چې د افغانستان اوسنی اسلامي جمهوري حکومت به نه وي !
دویم؛ طالبان به د نظام برخه کیږي، یا به نیم واک ترلاسه کوي یا اوسني دولت سره مدغم کیږي، له دې وروسته به طالبانو نه ژمنه اخلي چې د بل هر رقم دولت جوړیدو په صورت کې به هغه حکومت او طالبان دا ژمنې عملي کوي. چې په عین وخت کې دا خبره له دې امله نیمګړې راځي چې امریکا او نړۍ خو اوس له یوه بل مشروع حکومت سره تړونونه لري، ان دا پرون یې هم ورسره ګډې اعلامیې صادرې کړې او دا یې سره تازه کړل چې د تروریزم ضد جګړې، ګواښونو رفع کولو او نورو برخو کې به ګډ کار او مرسته کوي.
حل لاره او افغانستان ژغورنه
په هر حال؛ دا څه باید موږ همداسې اټکل کړو، ځکه موږ چې کوم ایډیال موافقت نامه غوښته، طالبانو غوښته یا د افغانستان اسلامي جمهوریت غوښته یا غواړي هغسې هیڅکله امکان نه لري، ځکه دا لوبه د افغانستان په لاس کې نه ده، امریکا، پاکستان او نور ذیدخل لوري چې تر څو دلته ښکیل وي، د خپلو ګټو لپاره به دا تناقضات همداسې ساتي.
خو اوس په کار ده چې په بین الافغاني مذاکراتو کې دا تناقضات تر پښو لاندې کړو، هم طالبان، هم د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او هم ملت ځان غوښتنې پریږدي، دا ډول نیمګړتیاوې چې اصل کې د همدې لپاره په کې اچول کیږي څو کړکیچ په اسانه حل نه شي، باید موږ ورسره جاوديي کار وکړو، او په ارامه فضا کې سره تیرراتیر شو، داسې موافقې ته ورسیږو او پر داسې یو حکومت یا د اوسني سیستم پر اصلاح داسې خبرې وکړو چې هم زموږ اسلامي و افغاني ارزښتونه په کې لا نور بشپړ نغښتي وي او هم د اوسنۍ نړۍ له دودونو سره برابر وي.
که موږ غره شو او تکبر وکړو، نو همدا د ټولو هغو دښمنو کړیو غوښتنه ده چې د افغانستان په کړکیچ کې یې ګټه ده، ځکه هغوی داسې ډیر اپشنونه درته لري چې اصلې موخې چې دایمي سوله او کړکیچ پای ته رسیدو دي، ورته ونه رسیږي.
پرون د یو شمیر طالب استازو او د طالبانو د مشر په پيغامونو کې تر ډیره ښکاري چې دا خلک هم د کړکیچ پای لپاره نیت لري او د پخوا په څیر به ډیره ځان غوښتنه ونه کړي، تر څنګ د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم له مخکنیو، نننیو او پرونیو خبرو معلومیږي چې دوی هم د کړکیچ پای اراده لري، ځکه ښاغلي غني وړمه ورځ هم ویلي ول چې شرطونه بدلیدای شي.