د ډاکټر علي شریعتي څو ارزښتناکې وېناوې

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه او راټولونه

ـ فقر هغه دوړې او خاورې دي، چې د کتابتون په نا پلورل شویو کتابونو باندې کېني. فقر بې خوړو د شپې پیلول نه دي، بلکې فقر بې فکره د ورځې تېرول دي.

ـ ستر زړونه او لوړ احساسات، ښکلې او ځلاندې مینې رامنځته کوي.

ـ ژوند یانې ډوډۍ، ازادۍ، فرهنګ، ایمان او مینه کول دي.

ـ که یو انسان بل انسان ووژني، سړی پاتې کېږي، که څه هم قاتل دی؛ مګر سړی چې د سړي په وړاندې ټیټیږي یا غوړه‌مالي کوي، نور نو سړی نه دی.

ـ نه مرګ دومره وېرونکې دی او نه هم ژوند دومره خوږ دی، چې لپاره یې سړیخپل عزت تر پښو لاندې کړي.

ـ په هغه ښار کې چې لمر د ډېوې په بیه نه اخلي، پتنګ کېدل یانې تباهي.

ـ هوښیارانه واده وکړه، ترڅو مینه‌ناک ژوند وکړې.

ـ که چېرې له انسان څخه مینه واخیستل شي، نو نوموړی په یوازې او کنګل ډول رامنځته کېږي، چې یوازې د تولیدي دستګاوو په درد خوري.

ـ په دوښمنۍ کې دوه رنګي نشته، کاشکې دوستان مې هم په خپل وخت کې بې ریا دښمنان وای.

ـ مینه په سیند کې ډوبېدل دي او مینه لرل په سیند کې لامبو وهل.

ـ په دردونو کې دوست نه خبرول، خپله د مینې لرلو یو ډول دی.

ـ که هر څومره یوازې شم، بیا هم خدای ج شته دی.

ـ هر موجود په طبیعت کې داسې دی لکه څرنګه چې باید وي، یوازې انسان دی څنګه چې باید وي نه دی.

ـ هېڅکله یوازیتوب، کتاب او قلم، دا درې روحه، درې ژوند او زما درې نړۍ څوک زما څخه نشي اخیستلای. نور څه غواړم؟ ازادۍ زما څلورمه غوښتنه وه چې ورته ونه رسېدم او زما څخه يې واخیستل.

ـ هغه څوک چې ستاسې د مینې وړتیا نه لري، د هغه سره مینه کول د مینې اصراف دی.

ـ په زوره کولای شو څه واخلو، خو نشو کولای هغه په زور وساتو.

ـ لویه خدایه! وګړي ستاسو د نعمتونو شکر کوي، خو زه ستا د شتون شکر وباسم ځکه چې ته خپله یو لوی نعمت یې.

ـ کاشکې ستا په کتلو کې ارزښت وي، نه په هغه څه کې چې ته په هغه ډول ورته ګورې.

ـ هېڅکله د ژوند څخه د خوند اخیستلو لپاره او یا هم د بدلون لپاره ناوخته نه دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.