ژباړه: نجم الرحمن ناصري
دبۍ ښار له عجایبو او غټو پروژو څخه غني ښار دی. د انسان په لاس جوړه شوې له ټولو غټه جزیره، هوټلونه، ګول ودانۍ اوس نوبت راغی د نړۍ تر ټولو لوړ برج ته.
د خلیفه برج د جوړولو کار په ۲۰۰۴م کې پیل شو او په ۲۰۱۰م د جنوري په ۴ ګټه اخیستنې ته چمتوشو. د «خلیفه» نوم د دبۍ د امیر شیخ محمد راشد آل مکتوم له خوا او د هغه په ویاړ دې برج ته ورکړل شو.
خلیفه برج ۸۲۸ متره لوړوالی،۱۶۰ پوړه،له ۱۰۰۰ واحدونو ډېر آپارتمانونه، ۴۹ اداري پوړه، څلور حوزونه او یو کتابتون خاص د برج د اوسېدونکو لپاره لري.
سربیره پر دې یو هوټل د ۱۶۰ اتاقونو پر درلودلو سره د برج په لومړنیو پوړونو کې لري.
خلیفه برج د نړۍ نامتو برج د پرانیستو تر مودې ۷ رکورده درلودل:
د نړۍ تر تولو لوړ برج
تر تولو لوړه ودانۍ چې بې له کوم کیبل او یا کومې بلې وسیلې پر پښو ولاړه ده، ډېرو پوړونه یې درلودل.
د پوړونو تر ټولو ډېر مساحت د نړۍ د ودانیو ترمنځ تر ټولو غټ بالکن د برج د بهرنۍ منظرې لپاره داسې لفت درلودل چې له ټولو ډیر واټن یې وښلی دی، تر ټولو لوړ باروړونکي لفت درلودل.
د خلیفه برج طراحي
له اسلامي معمارۍ څخه په الهام اخیستلو ترسره کړې ده. SOM د خلیفه برج طراحي آدریان اسمیت او آمریکایي شرکت اصلي فکر د دې ودانۍ د طراحي په برخه کې له یوه صحرایي ګل څخه اخیستل شوی. دغه طراحي نه یوازې له فیزیکي پلوه د باد قوه په اخري پوړونو کې مهار کوي، بلکې یوه خاصه منظره د هر پوړ اوسېدونکي ته چمتو کوي.
همدارنګه له طاق څخه کار اخیستل د برج په نما کې له اسلامي معمارۍ څخه د طراحانو د الهام اخیستو ښکارندویي کوي.
خلیفه برج پاکول
د خلیفه برج نما ۲۶ زره ښیښې لري. د دې ښيښو پاکول یوازې د یو پرمختللي سیستم څخه په ګټه اخیستلو ترسره کېږي او د ټولې ودانۍ د ښیښو پاکول ۲ تر ۳ میاشتو وخت نیسي.
له باد سره په ۸۰۰ مترۍ کې مقابله
له څلویښتو ډېر د باد ټسټونه په خلیفه برج ترسره شوي، چې د باد ټول اثرات د اوبو له سطحې څخه په ۸۰۰ متره ارتفاع کې مشخص شي.
خلیفه برج له دریو برخو څخه ښکتنۍ، منځنۍ او پورتنۍ برخو څخه جوړ ده. هره برخه یې متفاوته طراحي شوې چې د باد او هوا او نورو فشارو په مقابل کې متفاوته کړنې ولري.
د خلیفه برج ترسره د وړو راوړو وسایل
په خلیفه برج کې ۵۸ لفتونه او ۸ برقي زینې په دوامداره توګه د برج ساکنین بېلابېلو پوړنو ته وړي او رواړي.
باروړنکی او د اطفاییه لفت تر ۵۵۰۰ کیلو وزن وړلی شي چې تر ټولو جګ باروړنکی لفت په نړۍ کې دی.
د برج لفتونه د اضطراري حالاتو او اورلګېدنې پر وخت د هوښیاره پلانجوړولو قابلیت لري.
شرکت طراحي ده او تر ۱۵۰ مترو WET Designله برج څخه بهر یوه ۲۱۷ میلیونه ډالري فواره موقعیت لري چې اوبه پورته وارولی شي. دا فواره د ۶۶۰۰ ګروپونو او د ۵۰ رنکونو په درلودو سره د برج بهرنۍ فضا ته ډېره ښه منظره وربښلې ده.