لیکنه: جمهوریت ویبپاڼه
ژباړه او زیاتوونه: معتصم شاهد
ددې لپاره چې د نورو مینه جلب کړو باید یو څو اوصول د ځان لپاره وټاکو.
د هرڅه نه مخکي باید یو ښه هدف د ځان لپاره ولرو او هڅه وکړو چې په خپل هدف پسي ولاړ شو ځکه چې کوم څوک بې هدفه ژوند کوي هیڅ کله د نورو توجه نه شي جلبولی بلکي د یو بې ارزښته انسان غوندي په ټولنه کې ژوند کوي.
دا چې انسان یو ځان غوښتونکی موجود دی او تل د ځان غوښتونو ته متوجه وي ددې لپاره چې نور انسانان در سره مینه وکړي باید د نورو انسانانو غوښتونو ته متوجه اوسو او د یو څه مودې لپاره ځاني او فردي غوښتني تر شا وغورځوو.
څوک چې درسره خبري کوي ویناوو ته یې پام وکړو او هیڅ کله هغه/هغې ته د بې اهمیتۍ احساس ور نه کړو، که مو د چا خبرو ته ارزښت ورکړ نو کولای شئ د هغه توجه جلب کړئ او در سره ملګرتیا او مینه وکړي.
خپلې خبرې په زور سره پر چا مه تحمیلوئ او هڅه وکړئ چې د هر چا سره د هغه د خوښې په موضوع کې بحث وکړئ داسې نه چې مقابل لوری دې د کرکټ د لوبې سره مینه نه لري، خو ته ورته د کرکټ د لوبغاړو په هکله بحث کوې دلته مقابل لوری ستا له بحثه تنګیږي او د زړه په زور ستا وینا اوري.
هر انسان ته د نړۍ تر ټولو ارزښت مند شی دده نوم دی نو کله چې د چا سره په لومړي ځل مخ شئ نوم یې زده کړئ او په دویم ځل لیدو کې یې په نامه سره وبولئ هغه به د ځان د مهم والي احساس وکړي او هغه تاته د ځان د نیژدې کیدو هڅه کوي.
د خلکو احترام وکه که له تانه مشر وي که کشر، احترام کول د انسانانو د اړیکو ټینګولو تر ټولو ښه لاره ده، ډیر خلک دا فکر کوي چې باید د مشرانو احترام وشي، نه د کشرانو چې دا ډیره بده لار ده او انسان له نورو انسانانو لري کوي. ځکه که کشرانو ته احترام وکړو هغوی ته دغه احترام یو ارزښت ښکاري او دوی هیڅ کله دا نه هیروي. اما مشرانو ته ستا احترام کول عادي ښکاري، ځکه چې مشران دي او باید ورته احترام وشي.
د خلکو مخکي د غټ او لوی ځان ښودني څخه ځان وساته ځکه چې لوی خلک تل یواځي پاته کیږي، نو هڅه وکړه له هر ډول خلکو سره ځان یو ډول جوړ کړې، که چیرته ځان له نورو نه لوړ وګڼې، نو یوازې به پاتي شې.
همیشه مسکی اوسه ځکه چې مسکا هغه بې قیمته څیز دی چې بې لګښته ټوله نړۍ ستا تابع کولای شي، چینایي متل دی ( څوک چې مسکا ونه لري دُکان دې نه خلاصوي) زموږ خوږ نبي حضرت محمد ص تل په شونډو مسکا ګرځوله، همدا لامل وو چې دښمن به یې هم په لیدلو دوست شو نو که د خلکو مینه جلبول غواړو باید تل موسک واوسو.
بې ځایه انتقاد هیڅ کله مه کوه او تریخ مه اوسه، نرمه لهجه کاروه، خوږې خبري کوه، ډیر امر مه کوه او که له چا غوښتنه کوې، د خواهش او غوښتني په ډول ورته ووایه، د مقابل لوري ستاینه وکړه، له نرمۍ کار واخله او خلاصه ټنډه ولره، له دې سره به ته یو مقبول شخص جوړ شې.