د ډیویلرز نړیوالو لوبو ته کتنه

سپینه تجريدي ډیزاین

راپورونه ورکول کېدل، چې د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی اي بي ډیویلرز به یوځلې بیا نړیوالو لوبو ته راستون شي، خو د سویلي افریقا کرکټ بورډ وايي، هغه پر خپلې پرېکړې ولاړ دی او نه غواړي یوځلې بیا نړیوالو سیالیو ته راوګرځي.

اي بي ډیویلرز په ۲۰۱۸م کال کې په ناڅاپي توګه د نړیوالو لوبو سره مخه ښه وکړه او په یوه ویډیويي پيغام کې یې وویل، چې د کرکټ څخه ستړی شوی غواړي د لږ مودې لپاره استراحت وکړي.

له څه مودې راهیسي راپورونه ورکول کېدل، چې ډیویلرز غواړي یوځلې بیا نړیوالو لوبو ته راستون سي، خو د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې روزونکې مارک بوچر له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې ډیویلرز نه غواړي بیا راستون شي.

هغه زیاته کړه، چې ډیویلرز په خپلو خبرو کې وویل، له زیاتې مودې راهیسي له ملې لوبډلې لرې یم، نه غواړم د یو وړ کس ځای ونیسم.

 

په ملې لوبډله کي د ډیویلرز لوبې

 

ډیویلرز د ۲۰۰۴م کال څخه بیا تر ۲۰۱۸م کال پوري د سویلي افریقا هیواد په کرکټ ملې لوبډلې کې ولوبېد، چي د یادې لوبډلې لپاره یې ۱۱۴ ټیسټ، ۲۲۸ یو ورځنۍ، ۷۸ شل اوریزه او ۱۴۱ بیا فرسټ کلاس لوبې کړې دي.

ډیویلرز په فرسټ کلاس لوبو کې ۸۷۶۵ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۹۵۷۷ منډې، په شل اوریزه لوبو کې ۱۶۷۲ منډې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۱۰۶۸۹ منډې جوړې کړې دي.

شاوخوا پنځه کلونه وړاندې ډیویلرز په یو ورځنیو سیالیو کي تر ټولو لوبغاړو چټکه سلیزه ووهله او په دې سره یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

ډیویلرز په خپل هېواد کې د ویسټ انډيز خلاف یوې لوبې کې یوازې په ۳۱ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې، چې دا د کرکټ د یوې ورځنیو سیالیو تر ټولو چټکه او تاریخې سلیزه ده.

۵ کاله مخکې په هماغه لوبه کې ډیویلرز په ۴۴ توپونو تيزې ۱۴۹ منډې وکړې، چې ۱۶ یې شپږیزې او ۹ یې بیا څلوریزې په کې ووهلې.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.