- لیکنه: شرف الدین عظیمي
ځیني نوې څېړنې ښیي، چې ناپاکه هوا او اروايي روغتیا یو بل سره نېغ په نېغه اړیکه سره لري، د دې څېړنو تجزیه او شنل شوې پایلې ښيي، د هغو سیمو وګړي چې د هوا کیفیت ېې ټیټ دی د دوه قطبي یا باډرلاین اروایي ګډوډيو کچه پکې ۲۷% لوړه شوې.
اینډيپنډیټ انټرنټي پاڼه هم د یوې څېړنې پر بنسټ په یوه راپور کې کاږي چې د کومو سیمو هوا چې ناپاکه وي د هغې ټولنې وګړي په لویه کچه پر ژور خپګان اخته کیږي.
یوه بله څېړنه چې په امریکا او ډنمارک هېوادونو کې شوې، تر پخوانیو تازه او نوې ده چې پخوانۍ هغه تایدوي خو نوې او خطرناکې پایلې یې هم اعلان کړي، یاده څېړنه یو شمېر پوهانو چې د شیکاګو پوهنتون پوهانو یې مشري کوله د امریکا د بیمې د یوه شرکت د ۱۵۱ میلونه وګړو په هغو مالوماتو چې په تېرو ۱۱ کلونو کې یې د عصبي او اروایي ستونزو په موخه بستر یا یې هم درملنه شوې، سرته رسولې چې زړه بوږنوکې پایلې یې لاسته راوړي او لوړې سلنې یې په ګوته کړې، چې یوازې په ژور خپګان کې ۶ سلنه او په دو قطبي یا باډرلاین ګډوډۍ کې ۲۷ سلنه لوړوالی ښودلی.
د شیکاګو پوهنتون دې پوهانو د پایلو د روغتیا او سمون په موخه یاده څېړنه په ورته بڼه د ډنمارک په یو میلیون او څلور سوه زره ناروغانو هم و ازمایله، په دې څېړنه کې د ډنمارک د ارهوس پوهنتون پوهانو هم برخه اخیستې وه او دا څېړنه هم په هغو وګړو سرته رسېدلې چې په تېرو لسو کلونو کې یې روغتون ته د درملنې په موخه مراجعه کړې وه او درملنه یې شوې وه چې د امریکایانو له څېړنو سره یې ډېر لږ توپير درلوده، په ډنمارک کې هم د ناپاکې هوا لرونکو سیمو وګړي په ژور خپګان، دوه قطبي ګډوډۍ او شیزوفرنیا اخته شوي وه.
د دې څېړنې کره کتونکی جان یانیدیس چې د استنفورد پوهنتون استاد دی، د هوا او اروايي ناروغیو اړیکه حیرانوونکې بولي، څېړنه نقدوي او نه یې مني، خو دانیل ماګان چې د ارواپوهانو په سلطنتي کالج کار کوي وايي چې څېړنه ښایي سمه نه وي، خو د هوا ککړتیا د نورو ستونزو لامل ګرځي چې هغه ستونزې بیا اروايي ناروغۍ رامینځ ته کوي.
د روغتیا نړیواله اداره بیا وايي چې د هوا د ککړتیا له امله په کال کې ۷ میلونه وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي، یانې په هرو ۱۳ دقیقو کې یو انسان مري او د وژنې دا کچه له جنګ، قتل، نری رنځ، ایدز او ملریا څخه په ځلونو لوړه ده ځیني نورې څېړنې بیا د سرطان، زړه او ساتنګۍ ناروغیو لامل هم ناپاکه هوا بولي.
افغانستان په ځانګړې توګه کابل هم اوس مهال د بدبختۍ دې کندې ته ورولوېدونکی دی، کابل له سلو نورو بدبختیو سره سره د ناپاکې هوا له جدي ستونزې سره هم مخ دی او هره ورځ خپل بچي په خپله ناپاکه هوا د مرګ کندې ته ور غورځوي، د روغتیایي ادارو د انګېرنو پر بنسټ هر کال ۳۰ زره ماشومان د ناپاکې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، کابل که څه هم یو صنعتي ښار نه دی خو حالاتو او د وګړو او چارواکو چلند یې ښار نن دې حال ته رسولی دی.
د دې ستونزې حل یو څه تخنیکي او زما له مسلکه لرې خبره ده خو هیله مې داده چې د دې ښار وګړي او د ښاروالۍ چارواکي پورتنۍ څېړنې له ځانه سره د یوه ګواښ په توګه کوډ کړي او په حل یې ژر او په ځیر فکر وکړي.