د ډوني پر لاس ګلوزونو (دستکشو) ناندرۍ راپارولي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکنه :بهار سمسور
د کریکټ نړیوال جام په لړ کې د هندوستان او جنوبي افریقا تر منځ په لوبه کې د ویکټ ساتنې (ویکټ کیپېنګ)پر وخت د هندي مهیندرسېنګ دوني پر لاسونو داسې ګلوزونه ولیدل شول چې پرې د هندي پوځ ځانګړی نشان ښکاري.
د ډوني دې ګلوزونو وروسته له هغې د کیمره مېن توجه جلب کړه او د کیمرې مخ یې ور تاو شو ،کله چې د افریقا د توپ وهنې پر وخت دوني د لېګ سپېن توپ اچونکي یازیویندرا چهال پر توپ د لوبې په ۴۰ تم اور کې افریقایی توپ وهونکی پلانکیو سټمپ اوټ کړ.
تر دې شیبې وروسته د دوني پر لاسونو د ګلوزونو تصویرونه هندي رسنیو په سراعت سره خپاره او مثبت ریپورټ کړل؛ د دوني دا کار زیاتر هندي رسنیو وستایه او ویل یې چې د اېم اېس دوني دا کار د ملي احساس څرګندونه کوي او هندی ملت یې ستایي،خو د څنګ ګاونډي پاکستاني رسنیو بیا د دوني دا کار سیاسي اړخ پورې تړلی خبر کړ او د دوني دستکش یې نقد کړل.
دې مثبت او منفي خبرونو د کریکټ نړیواله شورا ای سي سي هم رابیداره کړه او پرون ناوخت یې د هند کریکټ بورډ( بي سي سي ای) ته په رسمي شکل ولیکل:دوني دې په راتلونکي لوبه کې هغه ګلوزونه نه پر لاسو کوي کوم چې یې د افریقا خلاف میدان ته راوړي و؛دا کار د کریکټ نړیوالې شورا له قوانینو سره په ټکر کې دی.
د هند معتبرې رسنۍ (اې اېن ای) د هندي بورډ د یو تن غړي ویناډ رای له خولې ویلي،چې نړیوالې شورا ورڅخه غوښتنه کړې چې دوني دې دستکش بدل کړي؛خو رای زیاتوي دوی له نړیوالې شورا سره پر دې ټکي غږیږي چې؛ د دوني دا کار د نړیوالې شورا د کریکټ کوم نورم تر پښو لاندې کوي؟
هر څوک د خپل ملت استازوالي کوي،که چیرې د دوني دا کار رښتیا هم د کریکټ قوانینو ته صدمه رسوي نو موږ په پوره شکل دې کار ته اماده یو چې دوني به راتلونکو لوبو کې خپل هغه دستکش(ګلوزونه)نه استعمالوي چې د هند د ځانګړي ځواک هندي پوځ نښان ورباندې شته.
د کریکټ نړیوالې شورا قانون وایي چې هیڅ لوبغاړی او لوبډله باید کوم سیاسي شان ونه لري او کریکټ لوبه د سولې سیمبول دی ځکه دغه لوبه په نړیواله کچه د ملتونو تر منځ مخ پر ودې روانه ده.
دا لومړی ځل نه دی چې هندي لوبغاړي خپل سیاسي لیدلوری او د خپل پوځ سره د مینې او ملاتړ اظهار په ښکاره شکل کوي؛څه موده مخکې د اسټرالیا خلاف د هند په کوربه توب هندي لوبغاړو په لوبه کې د هند پوځي خوالۍ(کېپ) پر سر کړي و چې پاکستاني دولت کریکټ نړیوالې شورا ته شکایت وکړ چې هند په کریکټ کې سیاست د ننه کوي، خو هغه وخت کریکټ نړیوالې شورا پاکستان ته ویلي و دا د هند لوبډله ده او هر څوک د خپل ملت استازوالي کوي.
20190607_235355.jpg
د کریکټ نړیوالې شورا له دغه سوړ غبرګون څخه یو ټکی دا هم ښکاریده چې ګني هندۍ لوبډله په خپل کوربه توب لوبې کوي.
البته دا چې اوس د نړیوال جام په لړ او هم د کریکټ د پلار او مور په غېږ (انګلستان/والز) کې هند لوبیږي او د خپل پوځ په ملاتړ داسې کار کوي نو نړیواله شورا یې پر خلاف اقدام کوي؛شاید علت یې د نړیوال جام په ښه ډول سر ته رسول وي.
کنه نو کله چې د کریکټ د اصولو خبره شي هر هغه کریکټ لوبه چې د نړیوالې شورا او اېم سي سي د قوانینو مطابق تر سره کیږي د لس ډوله سوځیدو په څېر دا یو قانون هم دی ؛ چې کریکټ لوبه هیڅ سیاسي شالید نه لري او له دغې لوبې هیڅ اړخ سیاسي ګټه نه شي اخیستلی.
دې ته ورته ځینې لوبډلو نور اړخونه هم اختیار کړي و چې په یو شمېر هېوادونو کې د ځینو پېښو وروسته چې پکې به خلکو ته تلفات اوښتي ول کریکټ لوبډلو د څو شیبو لپاره چوپتیا اختیار کړې او هم به لوبغاړو پر مټونو تورې پټۍ وتړلې،چې شاید کریکټ نړیواله شورا تر دې وروسته پر کریکټ د سیاسي سیوري د لا زیات خوریدو د مخنیوي پر هدف د پورته ذکر شویو عملونو په اینده کې په جدي شکل مخه ونیسي.
نن یک شنبې په ورځ به د هند او اسټرالیا تر منځ چې په نړیوال جام کې د هندۍ لوبډلې دوهمه لوبه ده د رسنیو د کیمرو، کریکټ څارونکو او هم مینوالو سترګې د اېم اېس دوني لاسونو ته وي چې ایا دې خاموش او په لوړه کچه د شهرت څخه برخمند لوبغاړي هماغه شین رنګ دستکش(ګلوزونه)چې د افریقایي لوبغاړي پلانکیو د اوټیدو شاهیدان و او د هندي پوځ نشان پرې ښکاري پر لاسونو دي او کنه؟