ډوني وایي تر جنوري میاشت له ما څخه د کرکټ په اړه مه پوښتئ!

سپینه تجريدي ډیزاین

د هند وتلي کرکټ لوبغاړي او پخواني لوبډلمشر د سټار سپورټ چېنل ته ویلي، چې د ۲۰۲۰ م کال تر جنوري میاشت له ما څخه مه پوښتئ، چې کله کرکټ ته راځې.
خو بل پلو په راتلونکي کې د ډوني لوبېدل د رسنیو لپاره ګرمه موضوع ده.
د هندوستان د کرکټ لوبډلې روزونکي ریوي شستري ویلي، چې راروان آې پي ایل د ډوني لپاره د نړیوال جام د لوبېدو کیلي ده.
که ډوني په آې پي ایل کې ښه وځلېد، بیا به په نړیوال شل اوریز جام کې وخت ورکړل شي؛ خو که ونه ځلېد بیا به نه اخېستل کېږي.
ډېری خلک او د نورې نړۍ د کرکټ مینوال هم د ډوني د برخلیک په اړه دوه زړي دي، دا چې ډوني د ۲۰۱۹ م کال د نړیوال جام د نیمه پایلوبې پرمهال د نیوزیلېنډ خلاف پوره بریالی نه شو؛ نو هندۍ لوبډلې هغه تر اوسه ګوښه ساتلی دی او هیڅ لوبو کې یې نه دی لوبولی.
هندوستان له نړیوال جام وروسته ځېنې لوبلړۍ وکړې؛ خو د ډوني څرک پکې نه لیدل کېږي.
د نوموړي نه لوبولو هغه تر دې حده مجبوره کړ، چې ۱۵ ورځې یې په کشمیر کې له پوځ سره تېرې کړې.
1a6d47a9dcf0004484ff7d201daea49f.jpg
هند د ډېسمبر په ۶ مه نېټه له ویسټ انډیز سره د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو سیریز لري، د دې لوبلړیو لپاره هم هند لوبډلې اعلان کړي؛ خو ډوني پکې نشته.
د هندوستان پخواني تجربه کاره او بریالي لوبډلمشر رسنیو ته ویلي، چې د هغه د لوبېدو او یا هم کرکټ څخه د استعفا په اړه دې له هغه څخه تر جنوري میاشت پورې نه پوښتي.
ډوني په هندي ژبه ویلي؛ «جنوري تک مت پوچو».
له نړیوال جام وروسته ایم ایس ډوني په نېټ یا جال کې د کرکټ په تمریناتو بوخت دی او سربېره پر دې یې د ټېنس لوبوکې ګډون وکړ، چې د جی ایس، سي ای لوبو اتلولي یې وګټله.
د هندي رسنیو د راپورونو پر بنسټ ایم ایس ډوني ښایي په ۲۰۲۱ م کال کې د آې پي ایل سیالۍ هم پرېږدي.
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.