ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان پريمرليګ په ۲۶مه لوبه کي ډهلي کاپيټالز لوبډلي په ۷ ویکټو کلکتې نايټ رايډرز ته په خپل کور کي ماته ورکړله.
دغه سيالي چي د کلکتې په ايډن ګارډن لوبغالي ترسره سو، د لوبي پچه ډهلي وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړله.
د کلکتې لپاره د توپوهني پيل د معمول په څير نه وو، لومړی پيلوونکی توپوهونکي جوی ډينلي د ايشانت شرما له لوري په لومړي توپ په صفر وسوځيد او لومړی اوور ميډن پايته ورسيدی.
خو يو بل اوپنر ځوان لوبغاړي شوبمن ګيل په ۳۹ توپونو ۶۵ منډي وکړلې، چي ۲ شپږيزي او ۷ څلوريزي يې په پاړۍ کي شاملي وې.
روبين اوتاپا په ۳۸ توپونو ۲۸ منډي، نتيش رانا بيا په ۱۲ توپونو ۱۱ منډي وکړلې.
خو يوځل بيا کلکته بريدګر توپوهونکي انډري رسل ته پاته سوله، رسل وکولای سوله چي په ۲۱ توپونو ۴۵ چټکي منډي وکړي.
د رسل ۴ شپږيزو او ۳ څلوريزو يوځل بیا لوبه تيزه کړله خو موريس يې د ربادا په کيچ سره د نور مخته تګ مخه ونيوله.
کلکتې د ۷ لوبغاړو په سوځيدو سره ډهلي لوبډلي ته ۱۷۹ منډي هدف ورکړ.
د ډهلي لپاره ايشانت شرما يوه ویکټه، کريس موريس ۲ ویکټي،ربادا هم ۲ ویکټي او ويسټ انډيزي کيمو پاول هم ۲ ویکټي ترلاسه کړلې.
د ډهلي کاپيټالز لوبډلي لپاره د ۱۷۹ منډو هدف کافي نه وو او ويې سول کولای چي د کلکتې ياد هدف ته په ډيري اسانۍ ځان ورسوي.
که څه هم د ډهلي لومړی اوپنر پريتوي شاو په ۱۴ منډو ویکټه دلاسه وکړله خو شيکرداون بيا د لوبي پيل چټک وکړ او تر وروستيو شيبو پوري وجنګيدی.
د ډهلي توپوهونکي شيکر داون په ۶۳ توپونو ۹۷ ناسوځيدلي منډي وکړلې چي ۱۱ څلوريزي او ۲ شپږيزي پکښې شاملي وې.
لوبډلمشر شيرياس اير يوازي ۶ منډي وکړلې خو ریشب پنت بيا په ۳۱ توپونو ۴۶ منډي وکړلې ۲ شپږيزي او ۴ څلوريزي يې ووهلې.
د کلتې توپ اچوونکو پراسيد کريشنا، انډري رسل او نتيش رانا، يو يو لوبغاړی وسوځوی.
ډهلي وکولای سوله چي د ۳ لوبغاړو په سوځيدو سره کلکتې ته په ۷ ویکټو ماته ورکړي.
شيکر داون د ۹۷ ناسوځيدلو منډو پرمټ د لوبي غوره لوبغاړی ونومول سو.
هيره دي نه وي چي ډهلي او کلکته سږ کال دوه ځلي سره مخ سوي، دواړي لوبي ډهلي ګټلي.