د شپږیزه کرکټ لیګ بهرنی مبصر د پښتون لوبډلې مشر روزونکی ټاکل شوی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

اسټرالیایي پخوانی لوبغاړی او د کرکټ لوبو اوسنی تکړه مبصر او کمېنټېټر ډین جونز په ټي ټېن کرکټ لیګ کې د پښتون لوبډلې مشر روزونکی ټاکل شوی دی.
ډین جونز په تېر شپږیزه لیګ کې په کابل کې کمېنټري کوله او ویل یې چې افغانستان یې خوښ دی او خپل هېواد یې دی او د لیګ تر وروستیو شېبو به افغانستان کې خپله کمېنټري کوي، دا خبرې نوموړي د شپږیزې لیګ پر مهال کړې وې، کله چې د شپږیزې لیګ پرمهال د لوبغالي مخې ته چاودنه وشوه او ډېری بهرني لوبغاړي بیا لاړل او کابل یې پرېښود ډین جونز وویل، چې تر وروستۍ ساه پورې به د لیګ تبصرې ته دوام ورکړي.
اوس همغه غېرتي اسټرالیایي د پښتون لوبډلې روزونکی ګومارل شوی دی.
د هغه انځور د ټي ټېن لیګ په رسمي فېسبوک پاڼه کې داسې خپور شوی، چې د نوموړي د پښتني کلتور شمله یعنې لونګۍ په سر ده. ده لونګۍ ته شمله پرېښې او د افغاني کلتور غوندې جامې او واسکټ یې هم په تن دي.
د هغه انځور کې لیکل شوي دي، د لوبډلې مشر روزونکی شوم، غواړم چې خپل لوبغاړي داسې په زړه پورو لوبو کې وګورم، چې په ښو لوبو کولو سره د پښتون لوبډلې مینه وال خوښ کړي.

شاهد افریدي د پښتون لوبډلې لوبډل مشر دی

جونز وایي، غواړم چې زما لوبډله د ټي ټېن لیګ اتلولي وګټي.
په پښتون لوبډله کې شاهد افریدي لوبډلمشر دی، ګلبدین نایب، شاپور ځدران، شرف الدین اشرف، کولېن اېنګرام، ډېوېډ وایلي، محمد عرفان، آر پي سېنګ، لیام ډاوسن، کولېن منرو، انډریو فلېچر، سهیل خان، چادوېک والټن، کېمرن ډېلپورټ، شېرولي او محمدکلیم شامل دي.
ټي ټېن لیګ د روانې میاشتې په ۲۱ مه نېټه چې د چهارشنبې ورځ سره سمون خوري په عربي متحده اماراتو کې د اته لوبډلو په ګډون پېلېږي.
تېر کال د دې سیالیو اتلولي کېرالاکېنګز لوبډلې ګټلې وه.