د نړۍ ستر غرونه او لوړې څوکې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
ژباړه: عایشه حیدري

د ځمکې پر سر چې هر چېرته سفر وکړو، هلته ډېر عجیب او حیرانونکي طبیعي ځایونه وینو چې دا ټول د الله جل جلاله د ځواک څرګندونه کوي. خدای جل جلاله غرونه او مخلوقات د نعمت په ډول انسانانو ته ډالۍ کړي دي. ویل کېږي چې کله خدای جل جلاله ځمکه هست کړه، نو ځمکه لومړیو کې په بې ساري ډول ښورېده او ټکانونه يې کول، خو د دې لپاره چې د ځمکې ټکانونه ورک شي، نو خدای جل جلاله په ځمکه غرونه هست کړل.
الله جل د قران کریم په النباء سورت کې فرمايي: “وَالْجِبَالَ أَوْتَادًا” یعنې په ځمکه مو غرونه لکه مېخونه ټک وهل.
له بل لوري غرونه د ځمکې ښکلا ده او انسانان مینه لري چې خدای د دغو ښکلو خلقتونو ننداره وکړي، د همدې لپاره د غرمزلي او ګرځندویان وخت پر وخت د غرونو لمنو او لوړو څوکو ته ورځي.
په دې لیکنه کې تاسو ته نړۍ ستر او لوړ غرونه در پېژنو، او لومړی پیل له تر ټولو لوړې څوکې لرونکي غره، اېورېسټ نه کوو. راځئ ملتیا مو و کړئ!

۱ – اېورېسټ غر Mount Everest

د نړۍ تر ټولو ستر، لوړ او نامتو غر د اېورېسټ غر دی چې تر دې مهال په سلګونو غره ختونکو هڅه کړې چې د دغه غره لوړې څوکې ته ځان ورسوي.
د اېورېسټ غر د ۸۸۴۸ متره لوړوالي لرلو سره د نړۍ ترټولو لوړو غرونو په په ډله کې لومړی ځای خپل کړی.
او د ځمکې د لوړې سطحې ډله کې پنځم ځای لري، ځکه چې څلور نور غرونه په اوبو کې واقع دي، چې د اوبو لاندې ډوب شوي او د نورو غرونو په شان ټول لوړوالی یې نه لیدل کېږي.
ډېر څارونکي او غرمزلي په دې عقیده دي، که څه د اېورېسټ لوړه څوکه د نورو لوړو څوکو په پرتله لوړه ده، خو د نړۍ د دغې لوړې څوکې فتحه کول ډېر ستونزمن کار نه دی.
همدارنګه ځمکه پېژندونکي او څېړونکي په دې عقیده دي چې د اېورېسټ غرونه نږدې ۶۰ میلیونه کاله لرغونتیا لري او دا به حیرانونکي وي چې پوه شئ د اېورېسټ لوړه څوکه د ودې او لوړېدو په حال کې ده او هر کال یو اینج (۲،۵۴ سانتي متره) لوړېږي. د اېورېسټ د غره لوړوالی د دې لامل شوی چې ټول کال په سپینو واورو پوښول شوی وي.
د اېورېسټ په غره کې په یوه ګړۍ کې د باد چټکتیا ۳۲۱ کیلو متره‌ دی. او د هوا سړښت درجه د اېورېسټ په غره کې منفي ۸۰ درجو ته رسېږي.
په ۲۰۱۵م په نیپال کې تر یوې ځواکنې زلزلې وروسته چې د اېورېسټ غر یې هم لړزاوه، دغه هېواد پرېکړه وکړه چې د اېورېسټ غرونو لړۍ، لوړوالی یو ځل بیا اندازه کړي چې دا لړۍ به سږ کال (۲۰۲۰) کې پای ته رسېږي او د اېورېسټ غره تازه او نوی لوړ والی به څرګند شي.
د دغه غره لوړې څوکې ته لومړني پورته کېدونکي اېډمنډ هېلاري (Edmund Hillary) او ټینزېنګ نورګې (Tenzing Norgay) وو.

۲ – د کې۲ غر (K2) Karakoram Mountain

د دغه غره نوم ځکه کې۲ اېښودل شو چې د K توری د قراقرم Karakoramپه مانا ده او د ۲ شمېره ځکه ټاکل شوی چې د نړۍ دویم تر ټولو لوړ غر دی. کې۲ په پاکستان کې د چین او تاجکستان پولې ته نږدې واقع دی.
که څه هم د‌غه غر تر اېوریسټ لږ ټيټ دی او ۸۶۱۱ متره لوړوالی لري، خو د دغه غره لوړې څوکې ته رسېدل د اېورېسټ په پرتله ډیر ستونزمن کار دی او د هرې څلور کسيزې ډلې څخه چې دغه غره ته خېژي یو تن ارومرو مري او له همدې کبله دغو غرونو ته وېرونکي (وحشتناک) غرونه وایي.
د دغه غره لوړې څوکې ته د اېرډېټو ډیسو (Ardito Desio) په مشرۍ او د لېنیو لېسیډیلي (Lino Lacedelli) او اکېلي کمېنینو (Achille Compagnoni) په غړيتوب درې کسیزه ډله په لومړي ځل پورته شوه.

۳ -کانچن جونګا غر Kanchenjunga Mountain

د کانچن جونګا لوړه د هند په سیکيم ایالت کې واقع ده او د نړۍ درېیمه لوړه غر دی. یاد غر ۸۵۸۶ متره لوړوالی لري. د دغه غره ځینې برخې د هند په سیکیم ایالت او ځینې نورې د نیپال د ټیپلي جنګ ولسوالۍ کې واقع دي.
کانچن جونګا پنځه لوړې څوکې لري چې دغه لوړې څوکې له اصلي کانچن جونګا، لویديځې کانچن جونګا، مرکزي کانچن جونګا، سویلي کانچن جونګا او کانګباچن څخه عبارت دي او د پنځه خزانو مانا لري، دا به حیرانونکي وي که پوه شئ چې هندو مذهبه خلک په دې عقیده دي چې دغه غر د هغوی د خدای له پنځه ګونو خزانو (سره زر ، سپین زر، قیمتي تیږې، سپیڅلي کتابونه او غلو دانو) څخه ساتنه کوي.
د دغه غره لوړې څوکې ته ختل ډېر ستونزمن کار‌‌ دی، ځکه که تاسو غواړئ دغه غره ته و خېژي باید په یخي ډبرو مزل وکړئ.
هغه دوه غر ختونکي چې په لومړي ځل وتوانېدل چې د دغه غره لوړې څوکې ته وخېژي جو براون او جورج بانډ په نامه دوه غرمزلي وو. دوی په کال ۱۹۵۵کال د مې پر ۲۵ د دغه وتوانېدل چې د کانچن جونګا لوړې څوکې ته ځانونه ورسوي.

۴ – لوټسې غر Lhotse Mountain

لوټسې غر په تېبت کې د نیپال او تېبت په پوله دنګ ولاړ دی او د ۸۵۱۶ مترو لوړوالي په لرلو سره د نړۍ څلورم لوړ غر دی. دغه غر د همالیا غرونو سره ورته دی او د اېورېسټ لړۍ سره نښتی دی.
په تېبتي ژبه کې لوټسې د سویلي څوکې مانا ور کوي. په سویلي خوا کې ډېر غرونه لوړې څوکې شته او ټولې ۸ زرو مترو څخه ډېر لوړوالی لري. خو اصلي څوکه بیا ۸۵۱۶ متره لوړه ده. منځنۍ څوکې لوړوالی ۸۴۱۴ متره او د شار قلعه ۸۳۸۳ متره لوړوالی لري.
دغه غر د غرمزلو لپاره جنت دی، فیټز لوچسینګر او ارنسټ رایس د سویس هېواد دوه نومیالي غرمزلي، لومړني غر ختونکي دي چې په کال ۱۹۵۶ کال کې یې وکولای شول، د دغه غره لوړې څوکې هغه مهال چې له واورو ډکې وې فتحه کړي.

۵ – ماکالو غر Makalu Mountain

دغه غر هرم ته ورته دی او د چین او نیپال ترمنځ پولو کې واقع دی. مکالو غر د ۸۴۶۳ مترو په لوړوالي د نړۍ پنځم ستر او لوړ غر دی. دغه غر د تېرو او نېغو څوکو لرلو له امله د نړۍ د خطرناکو څوکې لرونکو غرونو په ډله کې راځي.
له نورو غرونو جلا او متفاوته بڼه لري. که څه هم ماکالو غر د اېورېسټ په پرتله نامتو او ستر نه دی، خو هغو غرونو له ډلې دی چې څوکې ته یې رسېدل ډېر ستونزمن کار دی.
د ماکالو غر په غټو کنګلونو پوښل شوی غر دی له همدې امله پخوا ډېری خلک په دې عقیده وو چې ګواکې دا د نړۍ ترټولو لوړ غر وي.
ماکالو یو څلور اړخیز هرم ډوله غر دی چې نرۍ څوکې لري او د دې لپاره چې ډېر ښایسته او ښکلی دی په نړیواله سطحه پیژندل شوی. د دغه غره په لمن کې يو ښکلی او زړه‌راښکونکی ځړوبی شته چې د سیمې ښکلا یې څو برابره زیاته کړې او شنو بوټو د غره لمنه پوښلې چې ډول ډول ځناور پکې موندل کېږي.
ماکالو غره لوړې څوکې ته لومړني پورته کېدونکي غرمزلي هر یو لیونل ټیرې (Lionel Terray) او جېن کوزې (Jean Couzy) وو.

۶ – د چو اویو غر Cho Oyu Mountain

چو اویو د۸۱۸۸ مترو ارتفاع په لرلو سره د نړۍ په لوړو غرونو کې شپږم ځای لري دا غر هم د همالیا غرونو په لړۍ ور ګډېږي او د چین او نیپال پولو ته نیژدې په تیبت کې واقع دی.
دا به حیرانونکی وي که پوه شئ چې د چو اویو د په تيبتي ژبه کې (د فېروزې الهه) مانا لري، دا ځکه چې یاد غر په کنګلونو پوښل شوی او اوبرنګه رنګ ‌یې اخیستی چې فېروزې ته ورته شین رنګه ښکاري.
د دغه غره لوړې څوکې ته لومړی ځل په کال ۱۹۵۲ز کې غرمزلو د ختلو اراده وکړه، د اېرېک شېپټڼ Eric Shipton په مشرۍ د غرمزلو ډله چې اېډمنډ هېلري، ټام بورډېلن او جورج لويي پکې شامل وو د چو اویو لوړې څوکې د فتحه کولو په موخه ووتل خو د ستونزو له امله و نه توانېدل. بیا په ۱۹۵۴ز د اکټوبر په ۱۹مه هاربېرټ ټېچي او ور سره درې نور ملګري یې وتوانېدل چې د غره لوړې څوکې ته ځانونه و رسوي.

۷ – دهالاګیري غر Dhaulagiri Mountain

دهالګیر په نیپالي ژبه کې چې سانسیګرېټ ریښه لري د سپین، واورین او ښکلي په مانا دی او دا چې دغه غر په سپینو واورو پوښل شوی، نو ښکلی ښکاري او له همدې امله یې دهالاګیري بولی. دهالاګیري غر د ۸۱۶۷ متره لوړوالي په لرلو سره د نړۍ په لوړو غرونو په ډله کې اووم ځای لري.
د مکس اېزیلېنMax Eiselin ، په مشرۍ د غرمزلو یوې ډلې چې کارټ ډیمبرګر Kurt Diemberger، پیټر ډاینرPeter Diener ، البین شلبرټAlbin Schelbert ، اېرنېسټ فورېر Ernst Forrer، ناوانا ډوچا او نیما ډورجې Nyima Dorje او نوانګ ډورجې Nawang Dorje پکې شامل وو، د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۰کال د مې پر ۱۳ نیټه دغه غره ختلي او د دغه غره د لوړې څوکې لومړنیو فتحه کوونکو ریکارډ یې خپل کړی.

۸ – مانسلو غر Manaslu Mountain

مانسلو په نیپال کې واقع او هېمالیا د غرونو له لړۍ څخه دی. مانسلو د نړۍ اتمه لوړه څوکه ده چې ۸۱۵۶ متره لوړوالی لري. دغه غر زړه راښکونکې لوړې ژورې لري چې په سپینو واورو او ګنګل پوښل شوې دي، خو په زړه پورې به وي چې د دې غره د ظاهري ارام طبیعیت تر شاه تاوتریخوالي نه ډک او وحشتناک حقیقت باندې پوه شئ. په ۱۹۷۲ زېږدیز کال کې د سوېلي کوریا ۱۵ غرمزلي د دغه غره د لوړې څوکې د فتحه کولو په موخه مزل پیل کړ ټولو یې ژوند له لاسه ورکړ، همدارنګه تر نن پورې د دغه غره د لوړې څوکې د فتحې په موخه ۲۵۰ تنو غرمزلو سفر کړی چې د دوی له ډلې ۵۲ تنه په لاره کې وژل شوي دي.

۹ – ننګا پاربټ غر Nanga Parbat Mountain

د هېمالیا د غرونو له لړۍ څخه بله لوړ غر د ننګا پاربټ په نامه یادېږي او د پاکستان د بلټیسټان په سیمه کې واقع دی. ننګاپاربټ د ۸۱۲۶ مترو په لوړوالي سره د نړۍ نهم لوړ غر او لوړه څوکه ده. دغه غر هم د غرمزلو لپاره د نړۍ د ډېرو خطرناکو غرونو په لیکه کې راځي، چې ډېری غرمزلي خپلې موخې ته تر رسېدو وړاندې د سخت او ستونزمن مزل له امله مري.

۱۰ – اناپورنا Annapurna Mountain

د دغه غر هم د همالیا د غرونو له لړۍ څخه دی چې په شمالي نیپال کې واقع دی. اناپورنا غر د ۸۰۹۱ مترو په لوړوالي د نړۍ لسم ستر غر او لوړه څوکه ده. دغه غر د نړۍ تر ټولو خطرناکه لوړه څوکه لري چې دغرمزلو کابو ۴۱ سلنه د دغه غره لوړې څوکې ته د ختلو پر مهال مري او سفر یې نیمګړی پاتې کېږي. خو بیا هم هر کال ډېر سیلانیان او غر ختونکي د دغه غره لوړې څوکې ته د پورته کېدو پر نیت د سفر بار تړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.