ژباړه: عطا محمد میاخېل
د مینې لومړی راز
د مینې راز په تواضع کې دی، دا صفت د تظاهر نښه نه ده، بلکې د پیاوړي احساس او تفکر ښکارندویي کوي. د دوو کسانو ترمنځ، چې له یو بل سره مینه لري. د تواضع د ویالې د غاړې د هغه آرامه او هوسا ځای په څېر دی، چې د مینې او محبت چینه هغه ترو تازه ساتي.
د مینې دویم راز
د مینې راز په متقابل درناوي کې دی. په احساساتو کې بدلون رامنځته کېږي، خو دوه اړخیز درناوی ثابت پاتې کېږي. که د ژوند د شریک باورونه دې ستا له باورونو سره توپیر لري، په ډېر درناوي سره یې نظرونو ته غوږ ونیسه. درناوی د دې سبب ګرځي، چې هغه وکولای شي، خپله واوسي.
د مینې درېیم راز
د مینې راز په دې کې دی، چې یو پر بل باندې سخت ګیري ونه کړئ. هغه مینه، چې په آزاده توګه ډالۍ نه شي، اسارت دی.
د مینې څلور راز
د مینې راز په دې کې دی، چې اړیکه مو د یوه بڼ په څېر ښایسته جوړه کړئ. د نویو لېوالتیاوو او باورونو تخم وکرئ، چې ترې ښکلا را زرغونه شي، په دې سربېره دا مه هېروئ، چې باغ باید اصلاح کړئ، چې په ګلانو باندې پټ ښاخونه له بې ګټې ګیاوو سره عادت شي. د دې لپاره، چې مینه تل ترو تازه پاتې شي، باید هغې ته د هنر په څېر، په خلاقانه سترګه وګورئ.
د مینې پنځم راز
د مینې راز په ورین تندي او ښه چلند کې دی. له نورو سره ټوکې کول مه هېروئ، په عین حال کې خپلو ټوکو ته هم پام کوئ، بېځایه ټوکې مه کوئ؛ ټوکې باید د ښه نیت له مخې وي، نه نېښ لرونکې.
د مینې شپږم راز
د مینې راز په دې کې دی، چې هره ورځ داسې یو کار وکړې، چې د ژوند شریک دې خوشاله کړي، لکه: د یوې کوچنۍ ډالۍ ورکړه، ستاینه، مینه ناکه مُسکا، مه پرېږدئ، چې د مینې ویاله مو د باران د کمښت له امله وچه شي.
د مینې اووم راز
د مینې راز په دې کې دی، چې د مینې اصلي راز، یانې تفکر هېر نه کړې. آیا یوه اوږد مهاله اړیکه، له کوچنیو او ژر تېرېدونکو اختلافاتو څخه غوره نه ده؟.
د مینې اتم راز
د مینې راز په دې کې دی، چې په خپل وجود کې د منفي هیجاناتو له څرګندېدو څخه مخنیوی وکړې او صبر وکړې، چې ترڅو آرامتیا دې بېرته ترلاسه کړې، په دې چې احساس د الهام ښکارندوی دی، خو غوسه ناک فرد نه شي کولای، چې څیزونه په ښه او واضحه توګه درک کړي. زړه دې آرامه کړه، یوازې په دې وسیله کولای شې، څیزونه لکه څنګه چې دي، پیدا یې کړې.
د مینې نهم راز
د مینې راز په دې کې دی، چې مقابل لوری دې وستایې. هېڅکله په دې ګمان، چې په هرڅه باندې په خپله پوهېږي، ستاینه مه هېروه. هېڅکله به ستونزه رامنځته نه شي، که د ښه نیت له مخې ووایې: درسره مینه لرم. که څه هم بشري احساسات د بشري نسل په مخینې پورې تړاو لري، خو کلمې به تل تازه او ځوانې پاتې شي.
د مینې لسم راز
د مینې راز په دې کې دی، چې په سکوت کې د یو بل لاس ونیسئ، لږ لږ دا زده کوئ، چې له خبرو پرته اړیکه ټینګه کړئ.
د مینې یوولسم راز
د مینې راز په دې کې دی، چې د یو بل په پرتله مینې ته ډېر زیات درناوی وکړئ، ځکه مینه د الله (ج) ازلي ډالۍ ده.
د مینې دولسم راز
د مینې راز د غږ ډول ته په پام کولو کې دی. د غږ ښکلا د پیاوړتیا لپاره، باید هغه له زړه څخه راز بهر او وروسته یې خوشې کړې، ترڅو پورته شي او د وچویلي په لور لاړ شي. غږیز تارونه آرامه او خلاص پرېږده،. که د خپل زړه احساسات د غږ په وسیله بیان کـــړې، نو هغه غږ به په نورو کې د خوښۍ او خوشالۍ د رامنځته کېدو سبب شي.
د مینې دیارلسم راز
د مینې راز په دې کې دی، چې له یو بل څخه بېځایه تمې ونه لرئ، ځکه بېځایله تمه خواشینی رامنځته کوي. ذهن دې په هغو ارزښتونو باندې متمرکز کړه، چې تاسو یو بل ته سره نږدې کوي، نه په هغو مسایلو، چې ستاسو ترمنځ واټن رامنځته کوي.
د مینې څوارلسم راز
د مینې راز په دې کې دی، چې له ځانه د مالکیت حس لرې کړئ، په حقیقت کې هېڅوک نه شي کولای، چې د کوم چا مال شي. د ژوند شریک دې د اړتیا په پړي مه تړه، ګیا هغه مهال وده کوي، چې په آزاده توګه له هوا او د لمر له وړانګو څخه ګټه واخلي.
د مینې پنځلسم راز
د مینې راز په دې کې دی، چې د ژوند شریک دې په هغه چوکاټ کې بند نه کړې، کوم چې خپله دې خوښېږي. د عیبونو لټونه، د بربادۍ لامل کېږي، ټول څیزونه لکه څنګه چې دي وې منه، ترڅو دواړه خوشاله واوسئ. زرین قانون دا دی، چې ځواکمن ټکي پیاوړي کړئ او کمزوري ټکي مه پیاوړي کوه او مه یې هم غنده. هېڅکله هڅه مه کوه، چې په سوځولو سره د ټپ د وینې بهېدنې مخه ونیسې.
د مینې شپاړسم راز
د مینې راز په دې کې دی، چې د ناسم پوهاوي پرمهال، یوازې په دې اړه فکر وکړې، چې مقابل لوري څنګه خواشینی کړی یې، په بدل کې یې د حل لارې په اړه فکر وکړه، چې په راتلونکې کې له دا ډول ناسم پوهاوي څخه مخنیوی وشي.
د مینې اوولسم راز
د مینې راز په دې کې دی، هېڅ یو خپل ځان د بل ښوونکی ونه ګڼي، په بله وینا دا چې کولای شئ له یو بل څخه زده کړه وکړئ، منندوی واوسئ.
د مینې اتلسم راز
د مینې راز په دې کې دی، کله چې یو وړاندیز دې تر سترګو کېږي، د بیانولو لپاره یې د خپلې اړتیا په اړه فکر مه کوه، بلکې په اړه یې د بل د لېوالتیاوو پر اساس فکر وکړه. که اړینه وه، په میاشتو صبر وکړه، ترڅو د هغه څه د اورېدلو چمتووالی پیدا کړې، کوم چې غواړې وې وایې.
د مینې نولسم راز
د مینې راز په دې کې دی، چې باورونه، هیلې او موخې مو له یوبل سره شریکې کړئ.
د مینې شلم راز
د مینې راز په آرامتیا کې دی، ځکه آرامتیا د مینې د بشپړتیا سبب ګرځي، مینه د نفس هوا او شدید احساسات نه دي. د یو بل په اړه د انسانانو مینه د ازلي مینې انعکاس دی او الله (ج) بشپړ آرامښت دی.