د ماشومانو ماغزو ته په دغو خواړو وده ورکړئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه: عایشه حیدري

له خوړو څخه په سمه او منظمه توګه ګټه اخیستل نه يوازې دا چې د ماشومانو د فزیکي ودې لپاره ډېره ګټه لري، بلکې د ماشومانو ماغزو ته هم ډېره ګټه رسوي او د دې لامل کېږي چې د ماشوم ذهن ښه یادښت، سوچ او غوره فعاليت ترسره کړي.
کله چې موږ خواړو خورو، بدن له دغو خوړو د خپلې اړتیا وړ مواد جذبوي او موږ ته انرژي راکوي او کولای شو چې د خپل ورځني ژوند کارونه ښه ترسره کړو، همدارنګه ماغزه هم د خپلې اړتيا وړ مواد زموږ له خوړو اخلي.
که چېرې زموږ ماشومان سمو او مناسبو خوړو ته لاسرسی ولري او ماغزه‌ یې هغه ښه جذب کړي، نو ذهنونه به یې ښه وده او فعالیت وکړي.
په دې لیکنه کې به تاسو ته لس هغه ګتور خواړه در وپېژنو چې ستاسو د ماشوم د ذهن او ماغزو په وده کې ښه اغېز لري.

۱- سالمن کب

سالمن کب د هغو خوړو له ډلې دی چې ډېر لږ کالوري لري او د غوړو کچه یې ټيټه ده، د دې ترڅنګ سالمن کب د پروټين او اومېګا ۳یوه ښه سرچینه ده.
اومېګا۳ ښه او ګټور غوړي دي چې د انسان بدن یې په خپله نه شي جوړولای او د دغو غوړيو شتون په بدن کې د ماغزو د لا ډېرې ودې لپاره اړین دي.
د اومېګا۳ غوړي چې سالمن کب يې غوره سرچینه ده، کولای شي د ماشوم د ذهني وړتیاوو او مهارتونو په وده کې مرسته وکړي.

۲ – د چرګې هګۍ

د حافظې د تقویې او ودې لپاره د چرګې هګۍ ښه او مناسب خواړه دي.
په ځانګړي ډول هغه میندې چې امیدواره وي، باید له‌ هګیو ډېره ګټه واخلي، د امېدوارۍ په دوره کې د هګیو خوړل د مور په ګېډه کې د ماشوم د ودې لپاره ګټور دی او تر پيدایښت وروسته د ماشوم ذهن ډېر پياوړی کوي.
د چرګې هګۍ پروټين لري او د هګیو ژېړ د کولین غوره سرچینه ګڼل کېږي، کولین د ماشومانو دحافظې د ودې او پیاوړتا لپاره ډېر ګټور دي.

۳- پالک

پالک د نباتي نسجونو لرلو له امله د ډېرو ناروغیو مخنیوی کوي.
څېړونو دا په ډاګه کړي، هغه مېرمنې چې د پالک او یا پالک ته ورته شنو سبو څخه په خپلو خوړو کې ګټه اخلي ژر نه زړېږي او د بدن حجرې یې ځوانې پاتې کېږي. د پالکو په پاڼو کې چې کوم انزایمونه شته، سیناپس سره مرسته کوي چې په ډېره اسانۍ زموږ په حجرو کې دننه شي. سیناپس د ماشومانو هوښ تقویه کوي همدارنګه پالک د فولیک اسید او انټي اوکسیډېنټ په درلودلو سره د ذهن پیاوړتیا ته ډېره ګټه رسوي.
دا باید هېر نه کړو چې پالک د زړه د ناروغيو په مخنیوي کې هم ډېر اغېز لري.

۴- پلي

پلي (مومپلي) یا ځمکني بادام د ماشومانو د خوښې مېوه ده، پلي د ويټامين A (یو ډول انټي اوکسیډېنټ) په درلودلو چې د حجرو د عصبي تارونو ساتنه کوي او د ماشومانو ماغزو ته ډېره ګټه لري. د دې ترڅنګ په پلیو کې د ټیامین په نامه مادې شتون ماغزو ته ډېر ګټور دی.
د یادو ګټو برسېره پلي له ګلوکوز څخه ډک خواړه دي چې د ماشومانو لپاره د انرژۍ غوره سرچینه ده.

۵- حبویات لرونکي غلې دانې

سويا، لوبیا، نخود اوعدس‌ (د پلیو یو ډول) د هغو حبوباتو له ډلې دي چې د ګټورو غوړیو درلودونکي دي.
د دغو حبوباتو غوړي حافظه پیاوړې کوي.

۶- ام

ام هغه مېوه ده چې د حافظې پیاوړتیا لپاره ډېره ګټه لري.
ام له غوړو څخه ډکه مېوه ده او د وینې جریان چټکوي چې دوینې جریان زیاتولای او چټکتیا د دې لامل کېږي چې وینه په ښه ډول ماغزو ته ورسېږي او د مغزو ته د وینې رسېدل حافظې ته ډېره ګټه لري.

۷- توت

توت د حافظې په پیاوړي کولو کې مرسته کولای شي.
توت د ویټامین C او نورو انټي اوکسیډېنټ او اومېګا۳ غوړيو په لرلو سره د ماشومانو د ماغزو په پیاوړي کولو او تقویې کې مرسته کوي.

۸- لوبیا

لوبیا د ماشومانو ماغزو ته ډېره ګټه لري، ځکه چې د کاربوهایدرایت، پروټین، فیبر، معدني مواد او ويټامينونه لري. لوبیا د بدن د انرژۍ کچه لوړه ساتي، سور رنګه لوبیا او وړه لوبیا د لوبیا د نورو ډولونو په پرتله د اومېګا۳ غوړيو نه په ډېره کچه برخمنې دي او د ماغزو پر فعالیت ښه اغېز کوي.

۹- د سبو بېلابېل ډولونه

هغه سابه چې رنګارنګه دي، د انټي اوکسیډېنټ مهمې سرچینې دي چې د ماغزو حجرې روغې ساتي.
ځینې سابه باید د ماشومانو په خوړو کې ځانګړي ځای ولري، لکه رومي بانجان، کدو، ګازرې او پالک چې دا ټول سابه د اومېګا۳ غوړيو په درلودو سره د ماغزو په ساتنې، وده او د ماغزو په فعالیت کې مهمه ونډه لري.

۱۰- د زیتون غوړي

څېړونکي په دې عقیده دي چې د زیتون غوړي د انټي اوکسیډېنټ یوه ښه سرچینه ده او حافظه پیاوړې کوي.
په پای کې باید یادونه وکړو چې ټول هغه خواړه چې اومېګا۳ غوړي او هغه خواړه چې انټي اوکسیډېنټ لري د ماشومانو ماغزو ته ډېره ګټه لري.
په دې لیکنه کې موږ یوازې د ځینو هغو خوړو یادونه وکړه چې د ماشومانو د ذهني فعالیت او دماغ د ودې او پیاوړتیا سبب کېږي، په راتلونکو لیکنو کې به درته د نورو خوړو په اړه مالومات درکړو چې د ماشومانو په فزیکي وده کې اغېزمن رول لوبوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.