د خاوند د ځواکمنولو لپاره شپېته تګلارې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: عطا محمد میاخېل
په ځینو برخو کې د ښځینه او نارینه‌وو اړتیاوې سره ورته دي، خو له هغه ځایه، چې نارینه مریخي او ښځینه وینوسي دي، په نورو مواردو کې سره توپیر لري. په ذاتي توګه زموږ انسانانو دا خوښېږي، چې پام او درناوی راته وشي. که موږ د دواړو لورو له اړتیاوو سره آشنایي ولرو، نو ډاډه اوسئ، چې د خپل ژوند له شریک سره به مو اړیکې په ښه او اغېزمنه توګه روانې وي. کله چې کوم نارینه ته د مېرمنې له خوا یې درناوی کېږي، نو په تدریجي توګه هڅه کوي، چې په یوه ښه او غوره شخص باندې بدل شي.
درناوی یو له هغو فکټورونو څخه دی، چې ډېری نارینه ورته ډېر زیات پام کوي. مینه او درناوی د یوه نارینه لپاره کابو یوه مانا لري. پرته شکه د لاندې کړنو په ترسره کولو سره به حیرانه شئ او ښې پایلې به یې وګورئ.
۱ ـــ اجازه ورکړئ، چې متوجه شي، وجود یې ستاسو لپاره څومره ارزښت لري.
۲ ـــ حتا که له تاسو سره مخالفت کوي، بیا یې هم خبرو ته غوږ ونیسئ.
۳ ـــ له هغه څخه د مرستې غوښتنې وکړئ.
۴ ـــ ورته ووایئ چې ورسره مینه لرئ او په شتون یې ویاړئ.
۵ ـــ پرېږدئ چې د خپل ځان لپاره بوختیا ولري.
۶ ـــ په هغه باندې اعتماد ولرئ.
۷ ـــ کله چې له یو بل سره بهر وځئ، د ستونزو په اړه خبرې مه کوئ.
۸ ـــ د هغه په ښو کړنو باندې تمرکز وکړئ.
۹ ـــ لېوالتیاوو ته یې درناوی وکړئ.
۱۰ ـــ کله چې کور ته بېرته را ګرځي، نو خوشاله واوسئ.
۱۱ ـــ اجازه ورکړئ، چې له کار څخه وروسته نیم ساعت استراحت وکړي.
۱۲ ـــ د کورنۍ هېڅ یوه غړي ته اجازه مه ورکوئ، چې هغه ته بې احترامي وکړي.
۱۳ ـــ د هغه چا په وړاندې ودرېږئ، چې هغه ته بې احترامي کوي.
۱۴ ـــ له هغې هڅې څخه یې مننه وکړئ، چې ستاسو د ژوند لپاره یې کوي.
۱۵ ـــ په خپلو کارونو کې له هغه سره مشوره وکړئ.
۱۶ ـــ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، په ګډه پروګرام جوړ کړئ.
۱۷ ـــ له بریده زیات کار مه کوئ، د هغه لپاره هم وخت په پام کې ونیسئ.
۱۸ ـــ که تېروتنه یې وکړه، نو وې بښئ.
۱۹ ـــ داسې چلند وکړئ، چې ورته اړتیا لرئ.
۲۰ ـــ د هغه د ازګارتیا ټول وختونه، د کور په کارونو باندې مه ډکوئ.
۲۱ ـــ مغروره مه اوسئ او خپلې تېروتنې ومنئ.
۲۲ ـــ کله چې له اروایي فشار (سټرس) سره لاس و ګرېوان دی، نو آرام یې کړئ.
۲۳ ـــ که له تاسو سره خبرې کوي، غوږ ورته ونیسئ، نو د څو پوښتنو په پوښتلو سره هغه ته دا ښکاره کړئ، چې په بشپړه توګه مو ورته پام دی.
۲۴ ـــ د هغه زحمت په خاطر چې باسي یې، ترې مننه وکړئ.
۲۵ ـــ د هر هغه څه په دلیل چې دی، پرې وویاړئ.
۲۶ ـــ په مینې سره خبرې وکړئ.
۲۷ ـــ کله چې له هغه سره یاست، ډېره زیاته انرژي ولرئ.
۲۸ ـــ  له هغه څخه تمه مه لرئ، چې خپل ټول وخت ستاسو د کارونو د ترسره کولو لپاره ځانګړی کړي.
۲۹ ـــ له دې چې ښه انسان دی، خوښي څرګنده کړئ.
۳۰ ـــ حتا د هغه په نه شتون کې، د نورو په وړاندې له هغه څخه په ښه توګه یادونه وکړئ.
۳۲ ـــ لږ تر لږه له درې ښو کارونو څخه یې ورته یادونه وکړئ.
۳۳ ـــ د نورو په وړاندې پرې وویاړئ.
۳۴ ـــ سهار وخته له هغه سره را ویښه شئ، حتا که اړه ونه اوسئ، چې راویښه شئ.
۳۵ ـــ په سختو وختونو کې ترې ملاتړ وکړئ.
۳۶ ـــ په هر ډول شرایطو کې یې ومنئ او هېڅکله یې له ځانه مه لرې کوئ.
۳۷ ـــ کله چې غوسه وي، نو ځان په ګوتو مه ورکوئ.
۳۸ ـــ ورسره مرسته وکړئ، چې خپلو موخو ته ورسېږي.
۳۹ ـــ ورسره مرسته وکړئ، چې خپل بد عادتونه پرېږدي.
۴۰ ـــ نور له هغه سره مه پرتله کوئ.
۴۱ ـــ له هغو کارونو څخه یې مننه وکړئ، چې په کور کې یې ترسره کوي.
۴۲ ـــ له تصمیم‌نیونې مخکې له هغه سره مشوره وکړئ.
۴۳ ـــ وړتیاوې یې کمې مه ګڼئ.
۴۴ ـــ خبره مو په مستقیم ډول وکړئ او له څنګ لوري تللو څخه ډډه وکړئ.
۴۵ ـــ حتا که له یو بل سره واټن هم لرئ، نو پام مو ورته ښکاره کړئ.
۴۶ ـــ له هغه سره شخړې او لانجې مه کوئ.
۴۷ ـــ له هغه سره ډېر مؤدبانه او په درنښت سره چلند وکړئ.
۴۸ ـــ د هرې موضوع لپاره یې مه رټئ.
۴۹ ـــ کله چې کوم ناسم کار ترسره کوي، نو ورته مه وایئ: تاته مې وویل، چې داسې کېږي!
۵۰ ـــ د هغه په پیسو باندې لانجه مه کوئ، هغه په خپله د دې موضوع په اړه د مسوولیت احساس کوي.
۵۱ ـــ له هغه سره پلی مزل وکړئ.
۵۲ ـــ ښېګڼې یې سترې او بدګړې یې کوچنۍ ښکاره کړئ.
۵۳ ـــ له هغه څخه تمه مه لرئ، چې وکولای شي، ستاسو فکر ولولي، هغه دا وړتیا نه لري.
۵۴ ـــ که غواړئ وسایل یا کاغذونه یې لرې وغورځوئ، لومړی ترې پوښتنه وکړئ.
۵۵ ـــ د خپلو غړو تناسب ته ارزښت ورکړئ.
۵۶ ـــ خپل ظاهر مو د هغه لپاره ښکلی کړئ.
۵۷ ـــ که د هغه له لاسه غوسه یاست، نو ورسره مه خپه کېږئ.
۵۸ ـــ د هغه غوره دوسته او ملګرې واوسئ.
۵۹ ـــ یوازې د شتون په خاطر یې ورسره مینه وکړئ.
۶۰ ـــ له هغه سره په درنښت چلند وکړئ.