سپورټ یاران
ډین جونز چې ۵۹ کاله عمر درلود په ممبيي کې یې په آی پي اېل لوبو له یو تلویزیوني چېنل سره تبصره کوله، چې د زړه حمله پرې راغله او ومړ.
هغه د یو غوره کرکټر سربېره د کرکټ برخه کې یو ښه مبصر هم و.
چې په لس اوریز لیګ، د پاکستان سوداګریزو لوبو، د هندوستان سوداګریزو لوبو او د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې یې کمېنټري کړې ده.
۱۹۸۷ کې هغه وخت چې اسټرالیا لومړی ځل نړیوال پنځوس اوریزجام په هندوستان کې وګاټه، نوموړی ورسره مل و.
هغه ۱۶۴یو ورځنۍ لوبې کړې وې او په دې کې یې ۶۰۶۸ منډې کړې دي او اوسط یې ۴۴ اعشاریه ۶۱ و.
د انګلستان خلاف اشېز ټېسټ لوبو کې په ۱۹۸۹ کې ۵۶۶ منډې وکړې او وروستۍ ټېسټ لوبه یې ۱۹۹۲ کې د سریلانکا پر وړاندې وکړه.
په ټېسټ لوبو کې یې ۳۶۳۱ منډې کړي، چې اوسط یې ۴۶ اعشاریه ۵۵ و او ۱۱ سلیزې یې وهلې وې.
فرسټ کلاس لوبو کې یې ۱۹ زره ۱۸۸ منډې کړې وې، ۳۲۴ ناټ اوټ یې یوه لوبه کې زیاتې منډې وې.
هغه ۲۰۰۶ کې له لوبو سره مخه ښه وکړه او یوازې یې له لوبډلو سره د روزونکي او مبصر په توګه دنده مخته وړله.
اوس وخت د پاکستان په سوداګریزو کرکټ لوبو کې د اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې کوچ و او دوه ځلې یې د دغې لوبډلې په اتلولۍ کې ستر رول ولوباوه.
د کرېک بز وېب پاڼې مقاله لیکي، چې ډین جونز د خپل وخت د کرکټ اتل او هیرو و.