بریا ته د رسېدلو پر مهال شته خنډونه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
ژباړه: عطا محمد میاخېل

هرڅوک د بریا په لټه کې دی او هېڅوک په پروګرام‌جوړونې سره، د ماتې په لور نه ځي، بلکې د ځینو خنډونو شتون د دې سبب کېږي، چې بریا ته له رسېدلو څخه پاتې شو.
ډېری کسان مشخصې موخې او پروګرامونه لري او خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره هڅه کوي. هغوی کلونه کلونه خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې ګامونه پورته کړي، خو څو کاله وروسته هغه پرمختګ ته نه دي رسېدلي، چې هیله یې لرله او خپل ځان په یوه تکراري کار باندې بوخت ګڼي. ښایي د دې ماتې دلیل دا وي چې هغوی اجازه ورکوي، چې ځینې خنډونه د بریا په مخکې یې را ښکاره شي.
د Gold Star شرکتونو عامل مدیر ډنیل مایلسټاین، بریا ته د رسېدلو لپاره پنځه خنډونه معرفي کوي. هغه وایي چې تر دې دمه مې څلور شرکتونه په بریا سره پلان کړي، په دې لاره کې له مهمو خنډونو سره مخامخ شوم، چې له تاسو سره یې شریکوم.

وخت  

کله چې ونه شئ کولای له وخت څخه په سمه توګه ګټه واخلئ، نو بریا ته له رسېدلو څخه به لرې پاتې شئ، هر فرد په شپه او ورځ کې یوازې څلورویشت ساعتونه فرصت لري. که د وخت له کمښت سره مخ کېږئ، د دې لپاره ده چې دقیقه پروګرام جوړونه مو نه ده لرلې، نو خپل کاري او ورځني لومړیتوبونه یاددښت کړئ او تر ټولو سخت او مهم کار ته د پروګرام په سر کې ځای ورکړئ.
په دې پروګرام سره مو ورځني کارونه په سمه او آسانه توګه ترسره کېږي. تل د لومړیتوبونو لیست ته بدلون ورکړئ او هغه کارونه، چې د وخت د بېځایه لګښت سبب ګرځي، پیدا او له خپل ورځني پروګرام څخه یې لرې کړئ، سپارښتنه کوو، چې په ټولنیزو شبکو او وېبسایټونو باندې ګرځېدل، له خپل ورځني پروګرام څخه لرې کړئ، ځکه ستاسو لپاره هېڅ ګټه نه لري او یوازې وخت مو بېځایه مصرفوي.
په مجازي فضا ګرځېدل هغه وخت ته پرېږدئ، چې د ترسره کولو لپاره آسانه کارونه لرئ، چې موخو ته د رسېدلو په لاره کې مو خنډ نه شي، باید تل کار کولو ته چمتو و اوسئ او په پروګرام سره وړاندې لاړ شئ.
په کار ځای کې یو دودیز باور شته: “غرمنۍ د بایلونکو لپاره ده.” دا باور سم دی؟ د خپل کارو بار د په لاره اچولو په لومړیو کلونو کې، د غرمنۍ لپاره له همکارانو سره لاړم نه  او پرځای یې کاري ټیلیفونونو ته مې ځواب ورکړ؛ دې ټیلیفونونو د پېرېدونکي (مشتري) په جذبولو کې ډېر زیات اغېز درلوده، په هماغه وخت کې وتوانېدم، چې درې نوي پېرېدونکي پیدا کړم، چې زه یې څو نویو پېرېدونکو ته ور وپېژندلم، نو د غرمې ډوډۍ په نه خوړلو سره  مې وکولای شول، چې ښه ګټه ترلاسه کړم.

تمرکز

په خپلو موخو او لاسته راوړنو باندې تمرکز وکړئ، ښایي ځینې کسان، چې بریا ته نه رسېږي دلیل یې دا وي، چې دقیقاً نه پوهېږي د څه څیز په لټه کې دي. ښایي په پیل کې مشخصې موخې او پروګرامونه ولرئ، خو له یوې مودې وروسته هر څه مبهم کېږي.
د دې لپاره چې په هواره لاره باندې حرکت وکړئ، مشخصې موخې ولرئ او هغه په یوه ځای کې ولیکئ، له دې وروسته موخې مو په لنډ مهالو او اوږد مهالو موخو باندې ووېشئ. باید د خپلو موخو لېست په منظمه توګه بررسي کړئ، ځکه کېدای شي پروګرامونه د وخت په اوږدو کې بدلون وکړي، په دوامداره توګه د دې لېست په بررسۍ سره ډاډ ترلاسه کوئ، چې په سمه لاره باندې روان شوی یاست.

هڅه

په بشپړه توګه مشخصه ده، چې بریا ته د رسېدو لپاره، باید له هېڅ هڅې څخه ډډه ونه کړئ. ډېری ورزشکاران او اتلان له بریا وروسته، لا ډېرو بریاوو ته د رسېدو لپاره ډېرې هڅې کوي او کله هم داسې یوه ځای ته رسېږي، چې تمه یې نه کېږي. دا مسئله د هغو کسانو لپاره، چې د کارو بار په برخه کې فعالیت لري، هم صدق کوي.
هغه کسان، چې ډېره زیاته هڅه کوي او هېڅ وخت نه ناهیلي کېږي، له ډېرو څیزونو څخه تېرېږي او خپله هڅه په یوه ځانګړي وخت پورې نه محدودوي.
که غواړئ خپلو موخو ته ورسېږئ، تمې او هیلې مو مه را کموئ، بلکې په سخته توګه هڅه او سیالي وکړئ.

منفي لید

له منفي افکارو او منفي افرادو څخه لرې والی غوره کړئ. منفي افراد د سرطان په څېر، انګېزه او انرژي مو درنه اخلي او بریا ته رسېدل درته سخته کوي. د منفي افکارو په لرلو سره ورو حرکت کوئ او ښایي په نا هیلۍ له هڅې څخه لاس واخلئ.
که سترې موخې لرئ، نو سخت کار وکړئ، له ماتو څخه مو درس او عبرت واخلئ، کله چې په سختیو او ستونزو باندې تمرکز کوئ، نو په وړاندې مو لا ډېرې ستونزې را څرګندېږي؛ نو له دې امله په حل لارو باندې تمرکز وکړئ، ترڅو لا ډېرو فرصتونو ته لاسرسی پیدا کړئ.

وېره

وېره بریا ته د رسېدو په لاره کې یو ستر خنډ دی، البته کولای شو، له هغې څخه د یوې انګېزه بښونکې وسیلې په توګه ګټه واخلو. له وېرې څخه ډارېږئ؟ نو د نویو تګلارو په لټه کې و اوسئ او خپل ځان د هغو کارونو ترسره کولو ته اړ کړئ، چې ترې وېرېږئ.
ټول هغه څیزونه پیدا کړئ، چې کولای شي پیاوړي ټکي مو ځواکمن او کمزوري ټکي مو اصلاح کړي. په هغو کارونو باندې تمرکز وکړئ، چې کولای شئ، په سمه توګه یې ترسره کړئ، نباید له بریده زیات په خپلو وېرو باندې متمرکز شئ او هغو ته پام وکړئ؛ ځکه دا کار په خپل ځان باندې د باور له منځه تګ او ناهیلۍ سبب ګرځي.
کله وخت بریا ته د رسېدو په لاره کې ستونزې پیدا کېږي او فکر کوو، چې ننګونې مو له نورو څخه سترې دي؛ خو دا ستونزې نباید خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، ستاسو په لاره کې خنډ شي.
له دې کیسې څخه عبرت واخلئ: کله چې له اوکراین څخه امریکا ته راغلم، یوازې شپاړس کلن وم، په انګلیسي ژبه باندې نه پوهېدم او یوازې په خپل جېب کې مو ۱۷ سېنټه درلودل. تر ټولو اصلي موخه مې دا وه، چې ښوونځی پای ته ورسوم، تصمیم مې درلوده، چې بهانو ته ارزښت ورنکړم او خپلو موخو ته له لاسرسي څخه لاس وانخلم.
دمګړۍ بریا مې د هماغمو هڅه پوروړې ګڼم. نو تاسو هم کولای شئ، خپلو خوبونو ته ارزښت ورکړئ او په عمل کې یې پلي کړئ، له هغو خنډونو څخه چې په مخکې مو دي، سترګې پټې کړئ او خپلې لارې ته دوام ورکړئ.