- لیکنه: بهار سمسور
ډارین سامي چې دا مهال د پاکستان چکرې وهي او د پشاور زلمي لوبډلې لپاره د تل په څېر ولوبیږي، وايي، زه لومړنی هغه یم، چې پاکستان ته راغلی یم، پاکستان زما خپل کور دی او زه له پاکستان او پاکستانیانو سره بې حده مینه لرم.
وړم ماښام د پاکستان سوپر لیګ تجارتي لوبې د لومړي ځل لپاره په پآکستان کې د ننه پیل شوې، چې د تېر کال اتلې کوټه ګلیډيټرز لوبډلې دوه ځلې اتلې شوې اسلام اباد یونایټېډ ته ماتې ورکړه. تېر کال د پاکستان سوپر لیګ وروستۍ دوهم پړاو لوبې په پآکستان لاهور قدافي لوبغالي کې تر سره شوې، چې په مراسمو کې يې د پاکستاني کریکټ بورډ مشر احسان ماني وویل؛ د ۲۰۲۰ کال پاکستان سوپر لیګ ټولې لوبې به په پاکستان کې د ننه تر سره شي، چې دا مهال دا پلان د عمل جامې اغوستې او دا لوبې پیل شوې هم دي.
د پشاور زلمي لوبډلې مالک جاوېد افریدي وايي؛ دی له سامي سره غږیدلی او هغه دا په خپله خوښه منلې، چې د پاکستان تابعیت واخلي او د پاکستاني قوم په منځ کې ژوند وکړي، اوس نو پاکستاني دولت ته په کار دي، چې دې پیاوړي انسان ته د پاکستان تابعیت ورکړي او باید دا کار وشي. ویل کیږي، د جاوېد افریدي او ویسټنډيزي پخواني لوبډلمشر ډارین سامي تر منځ له ډېر پخوا اړیکه ده او یو او بل ته زیات محبوب دي.دا مهال د پنځم ځل لپاره سامي د پشاور زلمي د لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه لري.