یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.
د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسه په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا منظوره شوه چې رسمي چارې یې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې پیل او په همدغه کال ورته د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې له لارې محصلین هم معرفي شول. د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسې رییس سید انور سیرت وایي، دغه موسسه له هماغه لومړي سره بیا تر اوسه یوازې دوه پوهنځي ( کرنه او ښوونه او روزنه) لري، خو هڅه به وکړي چې د معیارونو تر پوره کولو وروسته د نورو پوهنځیو د منظورۍ لپاره هم لوړو زده کړو وزارت ته غوښتنلیکونه وسپاري چې دا کار یې لا وار دمخه کړی هم دی.
د دې موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځی دوه ګډ ډیپارټمنټونه (ریاضي- فزیک او دغه راز کیمیا- بیولوژي) لري، خو د کرنې پوهنځی بیا د دوو ځانګړو ډیپارټمنټونو (ځنګلونه او اګرانومي) درلودونکی دی. د دې موسسې رییس وایي، د ده په راتګ سره یې د ښوونې او روزنې پوهنځي دوه ګډ ډیپارټمنټونه په څلورو ځانګړو ډیپارټمنټونو ووېشل او د موسسې د لا پرمختګ لپاره یې خپلې هڅې پیل کړې دي.
د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال ټولټال ۷۳۸ محصلین لري چې له دې ډلې ۳۶۴ یې ښځینه او ۳۷۴ یې نارینه محصلین دي. په دې موسسه کې د تدریس چارې د ۲۰ استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي چې په دې ډله کې یې یوازې یوه ښځه ده. د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، ټول استادان یې یوازې د لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري، خو پنځه تنه یې اوس تازه هند، مالیزیا او ایران ته د ماسټرۍ کورس د بشپړولو لپاره استولي او د څلورو نورو لومړني کارونه یې بشپړ شوي چې ډېر ژر به د ماسټرۍ په پروګرام کې د ګډون لپاره ایران ته ولاړ شي. دی وایي، کېدای شي په دې برخه کې د استادانو له کمښت سره مخ شي، خو له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د استادانو او اداري کارکوونکو په زیاتوالي کې ورسره مرسته وکړي، څو یې محصلین له زده کړو وروسته پاتې نه شي.
دا چې د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسه خپلې اداري او تدریسي چارې تر اوسه پورې په یوه کرایي ودانۍ کې مخ ته وړي، نو نه شي کولی ان یوازې ۷۰۰ محصلینو ته پر یو وخت تدریس وکړي، ځکه د استادانو کمښت هم په دې برخه کې پر یوه ستونزه بدل شوی دی. د لوړو زده کړو د دې موسسې رییس سید انور سیرت وایي، په دوو ودانیو یې اوس کار پيل کړی چې اتیا سلنه کارونه یې بشپړ شوي دي او د دوو نورو ودانیو تدارکاتي چارې یې روانې دي چې د دغو ودانیو په جوړېدو سره به نه یوازې دوی د خپلو ودانیو څښتنان شي، بلکې د محصلینو د جذب وړتیا به یې هم لوړه شي.
د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، دوی په لومړي سر کې په شته دوو پوهنځیو کې هر کال یوازې د ۲۰۰ محصلینو د جذب وړتیا درلوده، خو سږ کال د لوړو زده کړو وزارت د کانکور له لارې ۳۲۰ تنه ور معرفي کړي دي. د سیرت په خبره، محصلین یې ډېری خپله د دایکنډي ولایت اوسېدونکي دي، ځکه د نورو ولایتونو محصلین زړه نه ښه کوي چې د دایکنډي په څېر د پرمختګ له اړخه په یوه وروسته پاتې ولایت کې لوړې زده کړې وکړي. سید انور سیرت وایي، د لوړو زده کړو وزارت د نوي قانون له مخې اوس د هېواد په ټولو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د نویو جذب شویو محصلینو نوملیکنه انلاین کېږي چې پر یو وخت یې ټول معلومات هم له وزارت او هم له اړوند پوهنتون یا د لوړو زده کړو له موسسې سره ثبتېږي. دا چې د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسه تازه تاسیس شوې او تر اوسه پورې خپلې اداري او تدریسي چارې په کرایي ودانیو کې مخته وړي، نو د لیلیې لپاره هم ودانۍ نه لري. د دې موسسې رییس سید انور سیرت وایي، د نجونو د لیلیې لپاره یوه ودانۍ منظوره شوې ده چې چارې به یې د ښار جوړونې وزارت له لوري مخ ته وړل کېږي، خو تر اوسه پورې یې عملي چارې نه دي پیل شوې او تدارکاتي کارونه یې یو څه مخ ته تللي. دی وایي، د هلکانو د لیلیې لپاره بیا تر اوسه نه ودانۍ او نه هم د لوړو زده کړو وزارت له لوري داسې کوم ګام پورته شوی چې له مخې یې د هلکانو لپاره هم د لیلیې ودانۍ جوړه شي، خو هڅه به کوي، څو ګام پر ګام په هره برخه کې پرمختګ وکړي.سیرت وایي، هغه کسان چې د لیلیې په شرایطو برابر دي، د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته په میاشتني ډول ټاکلې اندازه پیسې ورکول کېږي او د ځانونو لپاره یې کرایي کوټې نیولې دي.
سید انور سیرت وایي، یوې کوچنۍ خونې ته یې د کتابتون نوم ورکړی چې یوازې ۲۵۰ ټوکه کتابونه یې پکې اېښي دي. دی وایي، تر اوسه پورې نه د لوړو زده کړو وزارت او نه هم د کومې بلې سرچینې له خوا ورسره د کتابتون جوړولو او یا هم د کتابونو په راټولولو کې مرسته شوې ده. نوموړی وایي، ښه ده چې ووایم د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسه هېڅ کتابتون نه لري، ځکه کتابتون خپلې ځانګړنې لري، بیا د یوه پوهنتون یا د لوړو زده کړو موسسې په کتابتون کې خو باید لږ تر لږه زر ټوکه کتابونه موجود وي.
د دې موسسې رییس وایي، لوړو زده کړو وزارت ته یې د جیولوژي او معدن، حقوقو او سیاسي علومو او دغه راز د کمپیوټر ساینس پوهنځیو د منظورۍ وړاندیزونه کړي دي، ځکه دا هغه پوهنځي دي چې په دغه ولایت او په ټوله کې د افغانستان په کچه ورته ډېره اړتیا لیدل کېږي، خو تر اوسه پورې یې د لوړو زده کړو وزارت له لوري مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.
که په ټوله کې دایکنډي ولایت ته وکتل شي، یو وروسته پاتې ولایت بلل کېږي چې په ځانګړي ډول د بیارغونې په برخه کې یې هېڅ پرمختګ نه دی کړی. که څه هم چې په دغه ولایت کې د لوړو زده کړو د موسسې څو کلونه تېرېږي، خو بیا هم تر اوسه پورې ځانګړې اداري او تدریسي ودانۍ نه لري، بلکې په کرایي ودانۍ کې خپلې چارې مخ ته وړي. دغه موسسه اوسمهال د اداري، تدریسي او لیلیې ودانیو، جومات، کتابتون، لابراتوارونو او سپورټي میدانونو له نشتون سره مخ ده او دا هغه څه دي چې د یوه پوهنتون او یا د لوړو زده کړو موسسې لپاره ضروري بلل کېږي. د دې موسسې رییس وايي، له لوړو زده کړو وزارت، مالیې وزارت، ښار جوړونې وزارت، خیریه موسسو او په ټوله کې له افغان حکومت څخه غواړي چې دایکنډي ولایت او د دغه ولایت د لوړو زده کړو موسسې ته جدي پاملرنه وکړي، څو د دغه ولایت خلک او یا د دې موسسې محصلین هم له هغو حقونو برخمن شي، کوم چې د مرکز او یا هم نورو ولایتونو اوسېدونکو ته ورکړل شوي دي.