
اسټرالیایي کرکټ شناند جېروډ کېمبر چې د افغانستان لوبې له نږدې څاري، وایي چې افغان لوبډلې د نړۍ په کچه د خلکو په زړونوکې ځای موندلی و؛ خو اوس د زړونو دغه لوبډله د ځوړ او ګډوډۍ ښکار ده.
نوموړي په تېر کې هم د افغان لوبغاړو په توپ وهنه نیوکه کړې وه او د شارټ پیچ توپونو په لوبولو کې یې افغان لوبغاړي پاتې راغلي بللي وو.
بیا یې ویلي وو چې افغان لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې هیڅ داسې توپ وهونکی نه لري، چې پنځوس اوسط منډې یې کړې وي.
جېروډ دا خبرې وروسته له هغې کوي، چې افغان لوبډلې په نړیوال جام کې درې لوبې په پرله پسې ډول وبایللې او په دې لوبو ک ې یې له سریلانکا څخه اسانه لوبه هم ونه شوه ګټلای.
هغه د افغان لوبډلې د توپ اچونې ستاینه کړې، د نیوزیلېنډ خلاف یې د افتاب عالم په لومړي بال وېکټ ته یې اشاره کړې، بیا یې د حمید حسن توپ اچونه ستایلې.
خو نوموړی کاږي د افغان لوبډلې د توپ وهنې برخه کمزورې ده، توپ وهونکي بریالي نه شول، چې حد اقل پنځوس اورونه ولوبوي.
هغه زیاتوي افغان لوبډله اوسمهال د بدمرغۍ پر آس سپره ده او زوال کندې ته د لوېدو په حال کې ده.
کېمبر خپلې خبرې داسې غځولي، چې د شهزاد په څېر لوبغاړي کورته ستنېدل هغه څه دي، چې ستونزه لا پراخولای شي.
نه یوازې دا چې د افغان لوبډلې په داخلي ګډوډۍ افغانان خفه او اګاه دي، بلکې نړیوال کرکټ مینوال او شنونکي هم ورته اندېښنې لري، پاکستاني کرکټ مبصر رمیز راجا یوه اوونۍ وړاندې ویلي وو، چې افغان لوبغاړي حال وخت لپاره لوبه کوي او د راتلونکي غم ورسره نشته.
دا اندېښنې هغه وخت خورا پراخې شوې، کله چې شهزاد محمدي د پاکستان خلاف تمریناتي لوبه کې له سوځېدو پرته کېناست، بیا یې د نړیوال جام لومړیو دوو لوبوکې د اسټرالیا او سریلانکا خلاف ښه توپ وهنه ونه شوه کړای.
د افغان کرکټ بورډ په وېنا شهزاد محمدي د ناسم روغتیایي حالت درلودلو له امله له نړیوال جام لرې کړل شو او پر ځای یې اکرام علي خیل لوبډلې ته ورغی.
کرکټ بورډ وایي د شهزاد محمدي ناروغي د کرکټ نړیوالې شورا هم تاید کړې.
خو شهزاد محمدي بیا په تازه څرګندونوکې ویلي، چې دی روغ رمټ دی او پوره چمتو دی چې نړیوال جام ولوبوي.
د شهزاد په دې خبرو هېوادوالو غبرګونونه ښکاره کړل او کرکټ بورډ یې پړ وګاڼه؛ خو د کرکټ بورډ رئیس عزیزالله فضلي له طلوع نیوز سره په تازه مرکه کې د دلایلو پر وړاندې کولو سره د خلکو اندېښنې یو څه ناڅه راکمې کړې.
عزیزالله فضلي وویل، چې شهزاد ناروغ دی او کمزورو لوبو یې څرګنده کړه، چې هغه ښه توپ وهنه نه شي کولای؛ نوموړی وایي په نړیوال جام کې لوبغاړي ته په لوبېدو ۳ زره امریکایي ډالر ورکوي او شهزاد د ډالرو ترلاسه کولو لپاره هم لوبېدل غواړي.
فضلي وایي لوبغاړي باید د ملت لپاره لوبه وکړي نه د پېسو د ترلاسه کولو لپاره.
لوبډله کې ګډوډي وروسته له هغې پیل شوه، کله چې له نړیوال جام وړاندې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لرې شو او پر ځای یې ځوان الراونډر ګلبدین نایب لوبډلمشر وټاکل شو.
اصغرافغان له لومړي سره مرور شو، محمدنبي او راشدخان د لوبډلمشر د بدلولو پرېکړه بې ځایه وبلله.
که د لوبډلې په منځ کې دا ګډوډي له منځه لاړه نشي، افغان لوبډله به د لا زوال پر لور لا چټک ګامونه واخلي.
نو کرکټ بورډ او لوبغاړي دواړه خواوې باید د افغان ملت خوښي او د افغانستان هیلو ته پام وکړي او د ملي ګټو د خوندیتوب او د افغاني شان شوکت ساتلو لپاره باید د پخوا په څېر د یو بل ملا وتړي.
دوی ټول د ملت نماینده ګي کوي، د دوی بې اتفاقي په نړیوالو لوبو کې د افغانستان په بې اتفاقۍ دلالت کوي او دواړه خواوې باید دا ستونزه درک کړي.