۱. یاران د ۲۰۱۰م کال راهیسې د پښتنو لوستونکو او لیدونکو لپاره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه آنلاین معلومات خپروي.

۲. د روانو چارو او خبري مطالبو سربېره، یاران ډېره پاملرنه ټولنیزو مسایلو ته کوي او هڅه کوي چې پښتنو لوستونکو ته د ورزش، روغتیا، ژوند بڼې، کلتور او هنر، پوهې او ټیکنالوژۍ په برخو کې داسې معلوماتي مطالب چمتو کړي چې د هغوی په ژوند کې مثبت بدلونونه راولي او همدارنګه افغان لوستونکي او لیدونکي له نورې نړۍ سره وتړي.

۳. یاران، پرته له دې چې خپلو لوستونکو ته کره او ګټور معلومات – چې د ژوند د چارو په ښه کېدو کې ورسره مرسته وکړي – وړاندې کړي، بل هېڅ سیاسي یا تنظيمي هدف نه لري.

۴. د یاران لګښتونه د یاران چلونکي خپله برابروي او له هېڅ ادارې، سازمان، خیریه بنسټ، غیر حکومتي او حکومتي ادارو مالي ملاتړ نه ترلاسه کوي.

۵. یاران د نژدې یوه‌نیمه لسیزه فعالیت پر مهال خپلې لوړې ژورې لیدلي؛ کله یې چارې روانې وې او کله ټکنۍ شوې، خو د څو ځوانو ژورنالیستانو او د یاران د همکارانو په هڅو، دې رسنۍ خپل رسالت ته دوام ورکړی دی.

۶. یاران د خپل رسالت او ارزښتونو پر بنسټ هڅه کوي د پښتو ژبې د رسنیز چوکاټ د پراختیا تر څنګ، د افغانانو د ټولنیزې او فرهنګي ودې لپاره ګټور خپرنیز توکي چمتو کړي.

۷. همدارنګه یاران باور لري چې د نوښتګرو او بااستعداده ځوانانو ملاتړ او هڅول کولی شي په ټولنه کې د مثبت بدلون لامل شي، نو له همدې امله خوښ دي چې د داوطلب لیکوالانو، ویډیو جوړوونکو او نورو متخصصینو تر څنګ کار کوي.

۸. د ۲۰۲۵م کال له پیل راهیسې، یاران – انګلیسي برخې هم خپل فعالیت پیل کړی دی. د انګلیسي برخې موخه دا ده چې د افغانستان د حالاتو، کلتور او فرهنګ، ټولنیز ژوند، ستونزو، بریاوو او ننګونو په اړه نړیوالو ته سم انځور وړاندې کړي او د هغو ناسمو معلوماتو اغېز راکم کړي چې له بده مرغه د افغانستان په نوم د ځینو رسنیو له خوا نړیوالو مخاطبانو ته خپرېږي.

۹. تاسو کولای شئ د یاران د ملاتړ لپاره له دې رسنۍ او د دې له داوطلب لیکوالانو او مطالبو چمتو کوونکو سره په بېلابېلو لارو همکاري وکړئ:

۱. د یاران لیکنې او منځپانګه د خپلو خواله رسنیو حسابونو (اکاونټونو) له لارې نورو ته شریکه کړئ.
۲. خپل دوستان د یاران ویبپاڼې او د یاران خواله رسنیو پاڼو ته رابولئ.
۳. د یاران لپاره لیکنې، ویډیوګانې، عکسونه او نور معلومات چمتو کړئ.
۴. که له مالي پلوه وس لرئ، د یاران د لیکوالانو مالي ملاتړ او ننګه هم اغېزمن تمامېدای شي.

۱۰. د یاران سره د اړیکو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې برېښنالیک ته پیغام واستوئ:
editor@yaraan.com