د اولادونو ترمنځ ولې توپیر کوو؟ یو لامل ارواِيي او عاطفي ستونزه ده!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

 

داسې ډېرې کورنۍ شته چې د اولادونو ترمنځ توپیر کوي یو نسبت بل ته برتري ورکوي چې دا خبره د کور منځ کې ستونزه پیدا کوي او نفاق جلاوالی منځ ته راولي، خو دا چې ولې مور او پلار توپیر کوي خپلو ماشومانو منځ کې ځینې دلیلونه لري.

ـ یوه لویه ستونزه ښایي دا وي چې د کورنۍ ځینې غړې اروایي او عاطفي ستونزې لري، له همدې کبله نشي کولی د دې خبرې ستونزه درک کړي او نه پوهېږي چې دا به راتلونکې کې کوم جنجالونه پیدا کړي.

ـ له بده مرغه دا چاره په ټولنه کې په معیار بدله شوې او داسې کم کسان دي چې خپلو ماشومانو ترمنځ توپیر نه کوي او په یوه سترګه ټولو ته ګوري.

ـ په ډېری کورنیو کې دا دود دی هر هغه څوک چې کار وکړي امتیاز اخلي یا هم پیسې وګټي مور او پلار ته ورکړي نو هغه اولاد نسبت بل ته ورته ښه او نږدې وي.

ـ کله کله دا عادت د میراث په شکل هم له یو نسل نه بل ته لېږدول کيږي، یانې کله چې له مور او پلار سره هم دا چلند وشي بیا دوی له اولادونو سره دا عمل ترسره کوي.

ـ د مشر او کشر اولاد ترمنځ توپیر مو د ټولنې دود دی، یانې هره کورنۍ کې دا توپیر شته.

ـ توپیري چلند کې وګړي هم رول لري، ځکه وګړي مو هڅوي تر څو د اولادونو ترمنځ توپیر وکړو.

ـ زموږ دا کار اولادونو ته مو لوی زیان رسولی شي، او یو بل سره چلند هم خرابیږي نسبت موږ ته هم مینه کميږي، خو موږ نه پوهېږو، او کله کله اولادونه مو هم توپیري چلند ته لار هواروي.

ـ کومي کورنۍ چې دا توپیري چلند کوي، د دې کار په ناقانونيإوالی سم نه وي خبر او یا هم نه پوهیږي.

ـ په هره کورنۍ کې چې توپیري چلند وی هغه کور کې ستر زیانونه منځته راوئي؛ چې بیا هيڅوک مخه نشي نیولای.

ـ ځینې مور او پلار خپله ذاتا همداسې وي، یانې دا د زړه خبر هم ده چې یو اولاد خپله ډېر ګران وي خو بل دومره نه وي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.