حیدراباد د نومرو په جدول کې پنځم او چینای لومړی مقام خپل کړ

رنګین تجريدي ډیزاین

د هندوستان سوداګریزو لوبو په دوام د چهارشنبې په ورځ دوه جالبې لوبې ترسره شوې.

د آی پي اېل دیارلسمه او د چهارشنبې لومړۍ لوبه د پنجاب او حیدراباد ترمنځ ترسره شوه.

پنجاب لوبډله د حیدراباد د توپ اچونې په مقابل کې له ستر هدف څخه منع شوه او تر ۱۲۰ منډو محدوده شوه.

راشدخان تر ټولو په ښه ایکانومي توپ اچونه وکړه، هغه په ۴ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او کرېس ګېل یې ایل بي ډبلیو کړ.

د راشدخان ایکانومي ۴ اعشاریه ۲۰ وه.

خلیل احمد په ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او درې ورېکټې یې ترلاسه کړې، بونېشور کومار درې اورونو کې ۱۶ منډې یوه وېکټ، ابېشک شرما په ۴ اورونو کې ۲۴ منډې یوه وېکټ، ویجی شنکر یو اوور کې شپږ منډې او سېدرت کول په ۳ اعشاریه ۴ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې ترلاسه کړه.

د پنجاب لوبډلې لس وېکټې به ۱۹ اعشاریه ۴ اورونو کې وسوځېدې او حیدراباد ته یې ۱۲۱ منډې هدف ورکړ.

که څه هم هدف ټیټ و، خو هغه متل دی، چې مار خوړلی له پړي هم وېرېږي، نو د حیدراباد لوبډلې ټاپ ارډر توپوهونکو لوبه کراره یا څوکه مخته یوړه.

په ۱۸ اعشاریه څلورو اورونو کې د یوې وېکټې په نقصان سره هدف پوره شو او حیدراباد لومړۍ بریا ثبت کړه.

ډېوېډ وارنر په ۳۷ منډو وسوځېد، جاني بېرسټو په ۵۶ توپونو ۶۳ ناسوځېدلې منډې او کېن ویلیمسن په ۱۹ توپونو ۱۶ منډې جوړې کړې.

د لوبې غوره لوبغاړي جایزه جاني بېرسټو ترلاسه کړه او حیدراباد لوبډله له اتم ځای څخه پنځم ځای ته ورسېده.

حیدراباد لوبډله د راتلونکې یکشنبې په ورځ له ډیلي لوبډلې سره د آی پي اېل ۲۰ مه لوبه ترسره کوي.

د چینای او کلکتې جالبه لوبه

د آی پي اېل پنځلسمه لوبه د چینای سوپرکېنګز او کلکته نایټ رایډرز ترمنځ ترسره شوه.

د چینای لپاره په لومړۍ وېکټ فاف ډپلیسي او رتوراج ګېکواډ ۱۵۰ منډې ملګرتیا وکړه.

ډوپلیسي ۹۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او ګېکواډ بیا په ۶۴ منډو وسوځېد.

چینای د درې وېکټو په نقصان سره ۲۲۰ منډې وکړې او کلکتې ته یې ۲۲۱ منډې هدف ورکړ.

د کلکتې لپاره لومړیو پنځه لوبغاړو باثباته توپوهنه ونه کړه، نېتېش رانا په ۹ منډو، شوبمن ګېل په صفر، راهول ټېرېپاتي په ۸ منډو، اېوېن مورګن په ۷ او سونېل نرېن په څلورو منډو وسوځېد.

خو په منځنۍ برخه کې د رسل چټکې نیمه سلیزې او د دېنېش کارتېک تېزو ۴۰ منډو لوبډله بېرته په پښو ودروله.

رسل په ۲۱ توپونو نیمه سلیزه ووهله او په ۲۲ توپونو یې ۵۴ منډې وکړې.

د دوی له اوټېدو وروسته د اسټرالیا چټک بالر په توپوهنه کې ځان مطرح کړ، هغه په اوولسم اوور کې په انګلستاني بالر سېم کرن په یو اوور کې څلور شپږیزې، یوه څلوریزه او دوه غبرګې منډې ترلاسه کړې، چې یو اوور کې یې ترې دېرش منډې واخیستې.

کمېنس په ۲۳ توپونو چټکه نیمه سلیزه جوړه کړه او په تر وروستیو شېبو یې د بالرانو مقابله وکړه.

په وروستي اوور کې شل منډې پاتې وې، چې په لومړي توپ کې ترې وروستی توپوهونکی پراسېد کرېشنا رن اوټ شو او پټ کمېنس په ۶۴ ناسوځېدلو منډو له میدان څخه ووت او چینای په ۱۸ منډو لوبه وګټله او خپله درېیمه بریایې ثبت کړه.

د لوبې غوره لوبغاړي جایزه فاف ډوپلیسي ترلاسه کړه.

د پنجشنبې په ورځ بنګلور د راجستان پر وړاندې د لیګ ۱۶ مه لوبه کوي.

چینای د شپږ نومرو په اخیستلو لومړی مقام، بنګلور د شپږ نومرو په لرلو سره دویم ځای، ډیلي د شپږ نومرو په لرلو سره درېیم، ممبيي د څلورو نومرو په لرلو سره څلورم، حیدراباد د دوه نومرو په لرلو سره پنځم، کلکته د دوه نومرو په لرلو سره شپږم، راجستان د دوه نومرو په لرلو سره اووم او پنجاب د دوه نومرو په لرلو سره وروستی ځای خپل کړی دی.