لیکنه: عایشه حیدري
کرونا وایروس یا کوېډ ۱۹ د نړۍ په یو ناخواله او وېرونکي بحران باندې بدل شوی او د نړۍ د وګړو د ژوندانه په ورځنیو چارو یې ناوړه اغېز کړی دي.
د کرونا وایروس له امله د شاوخوا ۵ لکه انسانانو د مړینې تر څنګ، د نړۍ اقتصاد دومره زیانمن شو، چې د دې وبا تر پایته رسېدلو وروسته به یې ناوړه اغېز تر ډېرو کلونو پاتې وي او د خلکو ژوند به بېرته عادي حالت ته را ونه ګرځي.
بلخوا د کار د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې شاوخوا ۳۰۰ میلیونو وګړو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي او سلګونه میلیونه نور داسې خلک شته چې د خپلې ورځنۍ ګټې وټې سرچینه یې له لاسه ورکړې ده. په دې لړ کې د حکومتونو له لوري ټولنیز خدمتونه هم په ټپه ودرېدل یا یې بیې لوړې شوې او ټوله پاملرنه روغتیايي سکتور ته وشوه، خو له دومره جدي پاملرنې سره سره بیا هم نړیوال د دې وبا په درملنه کې پاتې راغلل، روغتونونو کې د ناروغانو بستر ځایونه نه وو، او روغتیاپالانو په خپلو کورونو کې د پاتې کېدلو سپارښتنه کوله.
پر دې ټولو ستونزو او ناخوالو سربېره کوېډ ۱۹ د نړۍ تعلیمي سیسټم هم زیانمن کړ، په ډېرو هېوادونو کې یو تعلیمي کال لغوه شو او زدهکړه او د زدهکوونکو یو کال ضایع شو. په افغانستان کې هم د کرنتین له امله ښوونځي، پوهنتونونه، دیني مدرسې رخصت شول، خو دا چې کرنتین په پلي کولو کې د حکومت او خلکو بې غوري وکړه، نو کرنتین هم اوږد شو، نو له د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو د حضوري تدریس د بدیل لپاره د طرحو په جوړولو کار پیل کړ او په پای کې له لرې واټن څخه د زدهکړو تګلاره یا د انلاین تدریس طرحه تصویب شوه، خو دې طرحې هم زدهکوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړل.
رواني ستونزې
افغان زدهکوونکي او محصلین چې پخوا به په عادي او حضوري ډول خپلو ټولګیو ته ورتلل، د کورونا وایروس په خپرېدو امله له ځینو رواني ستونزو سره مخ شوي دي. له انلاین تدریسي سیسټم سره نابلدتیا، د درسونو ورسته پاتې کېدل، د پوهنتون او درسي چاپېریال څخه لرېوالی، په ناحضوري ډول درسونه، د درسي موادو (چپټر او کتاب) نشتون او له ملګرو او ټولګیوالو څخه لرېوالی ځینې هغه لاملونه دي چې افغان محصلین یې اندېښمن کړي او له رواني ستونزو سره مخ یې کړي دي.
محصلین د کمپیوټر او سمارټ موبایل نه لري
نن سبا، کمپیوټر او ځیرمن موبایل د زدهکړو لپاره اړین ګڼل کېږي، خو په افغانستان کې محصلین له پوهنتون څخه تر فارغېدلو او یا تر هغه وروسته هم کمپیوټر او ځیرمن موبایل نه لري، خو دا خبره رښتیا ده، د پوهنتونو یو شمېر محصلین د کورنۍ د کمزوري له امله تر اوسه سمارټ فون نه لري او د دغو محصلينو کورنۍ خپلو اولادونو ته کمپیوټر او سمارټ موبایل نه شي اخیستلای، ځکه کرونا وایروس او کرنتین د بېوزلو خلکو ورځنی عاید یې هم ورڅخه اخیستی، ځینې خلک د کرنتین په دغو شپو ورځو کې ان د خوراک ډوډۍ نه لري، بیا د سمارټ فون اخیستل یوه ډېره لرې خبره ده.
همدارنګه ډېری کورنۍ خپلو لوڼو ته د سمارټ فون د درلودو اجازه نه ورکوي چې محصلینې نجونې یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د انټرنېټ نشتوالی او لوړې بیې
نن سبا په نوره نړۍ کې، خصوصاً د کوېډ ۱۹ تر خپرېدلو وروسته انلاین او له لرې واټن څخه زدهکړې ډېرې دود شوې دي، د نړۍ ډېری ښوونځي او پوهنتونونه په انلاین ډول خپلو زدهکوونکو او محصلینو لیکچرونه ورکوي.
افغانستان هم په دې برخه کې د نړۍ په پلونو، پل کېښود، خو ګامونه یې ټکني دي، ځکه چې د کوېډ ۱۹ په خپرېدو سره پوهتنونونه رخصت شول او محصلین خپلو کلیو او بانډو ته لاړل او اړ شول چې له خپل کور او کلي څخه انلاین درسونه تعقیب کړي، خو دا چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې مخابراتي او انټرنېټي خدمات په نشت حساب دي، نو ډېری محصلین له انلاین درسونو لرې پاتې شول.
په ورته وخت کې د انټرنېټ لوړې بیې هم تر ډېره د دې لامل شوې چې محصلین ونه شي کولای انټرنېټ فعال کړي او درسونه تعقیب کړي.
همدارنګه د انلاین تدریس لپاره د لوړو زدهکړو وزارت له لوري جوړ شوی اپلیکېشن Moodle په نامه یادېږي، ډېر پیاوړي او چټک انټرنېټ ته اړتیا لري، چې په افغانستان کې د چټک انټرنېټ نشتون هم محصلین له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د درسي توکو نشتون او د ښوونکو او استادانو نه پاملرنه
لکه څنګه چې وړاندې مو یادونه وکړه، د لوړو زدهکړو وزارت، د انلاین درسونو لپارهMoodle په نامه اپلیکېشن جوړ کړی دی. د دغه سیسټم په تخنیکي اړخونو، ستونزو او ستونزو ډېر بحث کېدای شي، خو استادانو هم دغه سیسټم ته هېڅ پاملرنه ونه کړه او خپل لیکچرونه یې د وټساپ په ګروپونو کې شریک کړل، چې دې مسئلې هم محصلین په ځانګړي ډول نجونې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې، ځکه واټساپ د ټولنیزو خواله رسنیو او اړیکو له ډلې یو دی او نجونې په ډېرو کرونیو کې د واټساپ کارولو اجازه نه لري.
بلخوا ډېرو استادانو خپل لکچرونه په لیکلې بڼه محصلینو په واک کې ورکړل، او که محصلینو سره د درسونو په تړاو پوښتنه هم پیدا کېږي، نو نه شي کولای استادانو سره اړیکه ونیسي.
همدارنګه ځینو استادانو د انلاین زدهکړو Moodle سیستم کې خپل لیکچرونه په لیکلې او PDF بڼه پورته کړل خو نیمګړي دي چې د محصلینو ستونزې نه شي هوارولی.
د پورته یادو شوو ستونزو تر څنګ، د برېښنا نشتون، د خصوصي پوهنتونونو له لوري له محصلینو د یوه سمستر د بشپړ فیس اخیستل او ګڼ نور موارد شته چې محصلین یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او د دوی لګښتونه یې څو برابره زیاد کړي، چې د دوی کورنۍ یې هم د بوج له پورته کولو عاجز دي.
عکس: https://ariananews.af/ps/%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%DB%90-2/