بومرا: که توپ اچونکي توپ په لاړو نه کړي له ډېرو ستونزو سره به مخ شي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچونکي جسپریت بومرا د آی سي سي یا کرکټ نړیوالې شورا پر هغې پرېکړې خواشیني ښودلې، چې له مخې یې توپ اچوونکي نور نشي کولای چې توپ په لاړو کړي.
بومرا ویلي که چېرې توپ خراب وي او په لاړو نشي، نو توپ اچوونکي به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
له کرونا ویروس څخه وروسته د کرکټ بیا پیلېدو لپاره د کرکټ نړیوالې شورا په ۱۶ مخونو کې له پورتنۍ لارښوونې سربېره ګڼې نورې اړینې لارښوونې هم کړې، چې باید لوبډله او لوبغاړي یې عملي کړي.
د دې لارښوونو پر اساس لوبغاړي به په لوبغالي کې واټن ساتي؛ خوښۍ به نه نمانځي، یو له بل سره به بدنونه نه لګوي؛ خپل سامان آلات به له بل لوبغاړي څخه په جلا ډول استعمالوي او یو لوبغاړی به بل لوبغاړي ته د اوبو د بوتل ترڅنګ هېڅ شی نه ورکوي.
له کرونا ویروس مخکې کله چې به په میدان کې لوبغاړي توپ اچونه کوله، نو خپله خولۍ، جمپر او نور شیان به یې لوبڅار ته ورکول، خو د نوو لارښونو ترڅنګ نور توپ اچونکی دا شیان لوبڅار ته نشي ورکولای، بلکې خپله به یې ساتي.
همدارنګه آی سي سي له ټولو لوبډلو څخه غوښتي، چې د روغتیا په برخه کې یو ډاکټر له ځان سره ولري، چې هر وخت د ټولو لوبغاړو روغتیايي ارزونه وکړي.
نړیوالې شورا په خپلو خبرو کې ویلي، چې دا لارښوونې یې له خپل روغتیايي ټیم سره په ګډه جوړې کړي دي.
کله چې د کرکټ لوبې پیلېږي لوبغاړي اړ دي، چې وار له مخې ځانونه ټیسټ کړي.
د کرکټ لوبو ته د نورو هېوادونو د وګړو ترڅنګ ډېر افغان مینه‌وال هم په تمه دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.