خبریال: فضل الله فضلي
د کرونا ویروس له امله د فوټبال د نړۍ تر ټولو جزاب لیګونه او لوبې تر دوو میاشتو درېدلې وو. لوبغاړي قرنطین وو او آن یو شمېر لوبغاړي هم په کوایډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي وو.
په دې وروستیو ورځو کې د هسپانیا لالیګا لیګ، د جرمني بونډسلیګا لیګ، د ایټالیا سیر اې لیګ او د انګلیستان د پریميېر (غوره) لیګ د بیا شروع کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.
تازه د یادو هېوادونو حکومتونو د کرونا له امله د ګرځبندیزو او قرنطینونو نرمولو خبر ورکړی، چي په دې کې د فوټبال لیګونو د بیاپیلېدو ته هم اجازې ورکول شوې دي.
نن د ایټالیا ځینو رسنیو خبر ورکړ، چي پوره یوه میاشت وروسته د عیسوۍ جون میاشتي پر ۱۳مه نېټه به د سیر اې لیګ بیا پیل سي.
د دې لیګ کلبونه به د روانې مې میاشتې له ۱۸مې څخه تمرینات پیل کړي.
د دې لیګ یوه ورځ مخکې د هسپانیا لالیګا لیګ پیلېږي.
دا خبر د لالیګا رییس خاویر ټبیاس د هسپانوۍ ورزشي مجلې ډیاریو آس سره په مرکه کې ورکړ.
نوموړي وویل چې د دې لیګ پاتې لوبې د جون پر ۱۲مه نېټه بیا پیلېږي.
د دې لیګ ځینو کلبونو د بارسلونا او ریال مادرید په ګډون په یوازیني ډول د لوبغاړو تمرینات پیل کړي دي.
همداراز بیا د انګلستان غوره یا پریميېر لیګ د جون پر لومړۍ نېټه پیلېږي.
دا لیګ به بېله تماشاچیانو پیل شي او کلبونو يې د لیګ د پاتې لوبو د شروع کېدو لپاره تمرینات پیل کړي دي.
تر دې لیګونو وړاندې لومړی د جرمني بونډسلیګا لیګ پیلېږي.
د جرمني دولت اعلان کړی و چې دا لیګ به د روانې مې میاشتې پر ۱۶مه بیا پیل شي.
د دې لیګ کلبونو لا له وړاندي د پاتې لوبو لپاره تمرینات پیل کړي دي.
تر اوسه یوازې د انګلیستان غوره لیګ د لوبو په اړه ویل شوي، چې بېله تماشاچیانو به پیل شي، خو لا د نورو لیګونو په اړه تر اوسه خبر نه دی ورکول شوی، چې بېله تماشاچیانو کېږي او که به په ډکو لوبغالو کې پیل شي؟
د نړۍ د یادو مشهور لیګونو د بیا پیلېدو خبر په داسې مهال کې ورکول کېږي، چې لا يې هم هېوادونه له کرونا ویروس سره په سخته مبارزه کې اخته دي او هر ورځ تر زرو پورې مثبتې پېښې لري.
په تېرو دوو میاشتو کې د دغو لیګونو درېدل، دا لیګونه د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړل او کلبونو یې هم د مالي ستونزو د درلودلو خبرونه ورکړي وو.