نړۍ او کرونا؛ په یوه ورځ کې د ویروس تر ټولو لوړ شمېر بیا ثبت شو

رنګین تجريدي ډیزاین
خبریال: فضل الله فضلي

تېره ورځ په ټوله نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي څه باندي ۱۲۶ زره ثبت شوې، چي دا دوهم ځلي وو، چي په نړۍ کي تر بل هر وخت ډېري ورځنۍ مثبتي پېښي ثبتیږي.
لومړی ځل د تېري می میاشتې په وروستۍ نېټه ۱۲۷ زره مثبتي پېښي ثبت سوې وې.
د کرونا ویروس په اروپا کي کم سوی، خو په آسیا، امریکا او افریقا کي لا په خپل اوج کي دئ.
د تېري ورځي د مثبتو پېښو د ثبت څخه څرګندیږي، چي د کرونا وبا لاهم په نړۍ کي په چټک ډول خپریږي او هره ورځ لکونه خلګ په اخته کیږي.
په کرونا ویروس باندي د اخته سوو کسانو شمېر تر ۶،۵ مېلیونو ډېر سو.
592531 1 نړۍ او کرونا؛ په یوه ورځ کې د ویروس تر ټولو لوړ شمېر بیا ثبت شو
همداراز ویروس په ټوله نړۍ کي تر ۳۸۶ زره ډېر کسان مړه کړي او څه باندي ۲،۸ مېلیونه ناروغان بیا ځني روغ سوي دي.
اوس مهال په نړۍ کي د کرونا ویروس د ډېر خپرېدو مرکز سویلي امریکايي هیواد برازیل بلل کیږي، چي هره ورځ له دې هیواده تر ۲۵ زره د ډېرو مثبتو پېښو د ثبت خبرونه ورکول کیږي.
پدې هیواد کي مثبتي پېښي ۶ لکو ته نږدې سوي او په ډېر چټک ډول ۵۸۷ زره کسان په ویروس اخته سوي دي.
(102299607 105686324510663 5461000360803958784 n نړۍ او کرونا؛ په یوه ورځ کې د ویروس تر ټولو لوړ شمېر بیا ثبت شو
ددې هیواد د مړو شمېر تر ایټالیا د مړو شمېر ۳۳ زرو ته رسیږي او همداراز بیا روغ سوي کسان یې ۲۶۶ زره دي.
بلخوا په امریکا کي د ویروس مثبتي پېښي تر ۱،۹ مېلیونو هم واوښتې.
دا هیواد د کرونا ویروس څخه ځپلئ او تراوسه پکښي نږدې ۱۱۰ زره تنه مړه سوي دي.
په امریکا کي د کرونا ویروس ترڅنګ د یو تور پوستي امریکايي د وژلو په غبرګون کي له تاوتریخوالي ډک لاریونونه هم روان دي.
101667948 105689794510316 3324982097935859712 n نړۍ او کرونا؛ په یوه ورځ کې د ویروس تر ټولو لوړ شمېر بیا ثبت شو
بلخوا له تېرو دوو اونیو راهسي په اروپا کي د ویروس مثبتي پېښي ورځ په ورځ کمي سوي دي.
برېتانیا او سویډن یې اوس هره ورځ زرګونه مثبتي پېښي لري او په ټوله اروپا کي تر ۱،۶ مېلیونو ډېر کسان په ویروس اخته سوي دي.
د مړو سوو کسانو شمېر یې ۱۷۰ زرو ته رسیږي او روغ سوي یې تر ۸ لکو ډېر دي.
په اروپا کي ورزشي لوبي، یو شمېر رسټورانټونه، سیاحتي یا د سیل ځایونه او نور کاروبارونه ورځ په ورځ بیا پرانیستل کیږي.
102991648 105693764509919 3424496713522479104 o نړۍ او کرونا؛ په یوه ورځ کې د ویروس تر ټولو لوړ شمېر بیا ثبت شو
په آسیايي هیوادونو کي هند او روسیه تر ۱۰ زرو پوري ورځنۍ مثبتي پېښي اوس مهال لري.
له یادو هیوادونو وروسته ایران تر ۳ زرو ډېري ورځنۍ پېښي، پاکستان تر ۴ زرو ډېري، سعودي عرب او بنګله دېش تر ۲ زرو ډېري او قطر تر زر ډېري ورځنۍ مثبتي پېښي لري.
په ویروس تر ټولو ډېر اخته سوي کسان روسیه تر ۴ لکو ډېر او هند تر ۲ لکه ډېر لري.
101919375 105690767843552 7211103648779075584 n نړۍ او کرونا؛ په یوه ورځ کې د ویروس تر ټولو لوړ شمېر بیا ثبت شو
په ترکیه او ایران کي بیا له ۱۵۰ زرو ډېري مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
ایران، هند، روسیه، ترکیه او چین په آسیا کي تر ټولو ډېر مړي لري.
بلخوا په افریقا کي د ویروس مثبتي پېښي ۱۶۶ زرو ته نږدې سوي او پدې شمېر کي تر ۴۶۰۰ ډېر افریقایان مړه سوي دي.
په دې وچه کي نږدې ۷۳ زره کسان بیا له ویروسه روغ سوي دي.