لومړی:
د پنجشنبې په ورځ ډېوېډ وارنر او سټیف سمېت چې مخکې د آې پي ایل سیالیو څخه ځنډول شوي وو، یو ځل بیا آې پي ایل سیالیو کې واخېستل شول.
دوی په ۲۰۱۸ م کال کې د افریقا خلاف ټېسټ لوبه کې د توپ په برخه کې د درغلۍ په پېښه کې لرې شوي وو. ۲۰۱۸ م کال کې دواړه لوبغاړي اې پي ایل کې نه و.
دوی به د ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل سیالیو ترپایه ونه لوبېږي، ځکه چې نړیوال جام له امله بېرته خپلې ملي لوبډلې سره یو ځای کېږي.
سمېت او وارنر د خپلو پخوانیو لوبډلو له خوا په هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ کې واخېستل شول. سمېت د اسټرالیایي لوبډلې لوبډلمشر او وارنریې مرستیال لوبډلمشر و.
دوهم:
اېشنټ شرما د یو ورځنیولوبو لپاره د هندوستان په لوبډله کې لا هم نه دی شامل شوی، هغه د هندوستان لپاره ټېسټ لوبو کې اخېستل کېږي، ولې په یو ورځنیو ډېری لوبو کې نه دی اخېستل او ۲۰۱۹ م کال پنځوس اوریز نړیوال جام لپاره بیا هم نوملړ کې له پامه غورځول شوی دی. په دې اړه اېشنټ شرما خفګان ښکاره کړی. دا د پنجشنبې ورځې دویمه خبري ورزشي پېښه وه.
دریم:
دریم خبر دا دی، چې د سهیلي افریقا اوسني لوبډلمشر او ون ډاون توپ وهونکي د خپل تقاعد یا کرکټ سره د مخې ښې پلان اعلان کړ.
په اکټوبر او نومبر میاشتو کې سهیلي افریقا په اسټرالیا کې له اسټرالیا څخه د همده په لوبډلمشرۍ کې د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ دوه د یو پر وړاندې وګټله. د ۲۰۱۹ م کال څخه وروسته به هغه خپل رېټایرمېنټ یا تقاعد اعلان کړي.
څلورم:
د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې اجرایوي مشر وینکي مایوسور د مېچل سټارک په نه اخېستلو خواشینې ښودلې، مېچل سټارک مخکې د رویال چېلېنجرز بنګلور لوبډلې سره لوبېده.
پنځم:
بل خبر دا و چې د عربي متحده اماراتو کرکټ بورډ د ټي ۲۰ ایکس لوبې لغوه یا کېنسل کړې.
د نړۍ په کچه شل اوریزو لیګونو کې د ټي ۲۰ اوریزه اېکس سیالۍ لغوه شوې، سږ کال به بېګ باش، آې پي ایل، پاکستان سوپرلیګ، مزانسي کرکټ لیګ او نورو لیګونو نندارتونونه وي.
شپږم:
ویرات کولي ویلي، شستري خپله دنده په ښه ډول مخته نه وړي.
د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کولي د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ وویل، چې ایا ریوي شستري یو منونکی سړی دی؟ کولي خپله وویل چې نه.
ریوي شستري د هندۍ لوبډلې مشر روزونکی دی. هندوستان، اسټرالیا، انګلستان او افریقا ته ورزشي سفرونه لري. ویرات کولي ویلي، چې ریوي شستري تر اوسه پورې هیڅ پلان نه دی نیولی.
له سیریزونو وروسته هندۍ لوبډله نړیوال جام ته هم تیاری نیسي. شستري هم د ویرات کولي په دې خبرو غوسه شوی دی.
اووم:
فاف ډوپلیسي له اسټرالیایي لوبډلې سره جادویي مرسته وکړه او د ویرات کولي سره یې د لوبېدو په اړه ورته طریقې وښودې.
نوموړي اسټرالیایي لوبغاړو ته ویلي، چې ویرات کولي سره په احتیاط او حوصله ولوبېږي. له جوش نه کار وانه اخلي.
اسټرالیا او هندوستان د ډېسمبر په ۶ مه نېټه د څلورو ټېسټ لوبو لوبلړۍ پیلوي.
اتم:
شېف سېنا د شاهد افریدي د خبرو سربېره ویلي، چې مونږ په هرحال د افریدي مینه وال او ملاتړي یو.
شېف سېنا په هندوستان کې یو سیاسي ګوند یا ډله ده.
شاهد افریدي په هند او پاکستان دواړو انتقاد کړی و، چې باید کشمیر ازاد پرېښودل شي. هغه ویلي وو چې پاکستان خپلې څلور صوبې نه شي ساتلی.
نهم:
پاکستان په بلوچستان کې نوی کرکټ لوبغالی پرانېست : که څه هم پاکستان کې امنیتي ګواښونه لوړ دي؛ خو دې سره سره یې په نا امنه ولایت بلوچستان کې نوی لوبغالی پرانېست.
لسم:
مزانسي سوپر لیګ کې چې د سهیلي افریقا سوداګریز کرکټ لیګ دی، به جی پي ډومني او عامر سهیل تبصره یا کمېنټري کوي.
دغه لیګ کې ۱۷ تبصره کوونکي کمېنټري یا تبصره کوي، دا لیګ د جمعې په ماښام د افریقا پر وخت ۷ بجو پرانېستل شو او لومړۍ لوبه یې د کپټاون او ټي شوېن سپرټن لوبډلوترمنځ وه.
یوولسم:
مېچل هسي ویلي چې هندوستان به له اسټرالیا سره له شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو څخه له لاسته راوړنو ډکه ستنېږي. دا ځکه چې اسټرالیا په وروستیو کې ښې لوبې نه دي کړي؛ سمېت او وارنر هم اسټرالیا سره نشته.
بل پلو هندوستان بیا الروانډر هارډېک پانډیا هم نه لري، ځکه چې ژوبل دی. د نومبر په ۲۱ مه نېټه د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ پېلېږي.